تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایربس د خپلو له شپږ زرو ډېرو الوتکو د سمون امر وکړ
د هوايي چلن شرکت ایربس وايي، وروسته له هغه چې وموندل شول د دوی په الوتکو کې یوه نیمګړتیا د کنټرول سیسټمونه ګډوډولی شي، د شاوخوا نیمایي الوتکو د سملاسي سمون حکم یې وکړ.
دغه اروپایي کمپنۍ وايي، دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې څرګنده شوه د لمر شدیده رڼا د الوتنې د کنټرول لپاره حیاتي معلومات ګډوډولی شي.
ویل شوي شاوخوا شپږ زره الوتکې، چې نژدې د ایربس د نړیوالو الوتکو کابو نیمایي برخه جوړوي، دغه تخنیکي نیمګړتیا لري.
له پنځه زره دېررې ایربس الوتکې یوازې د یوه ساده کمپیوټري سافټویر تازه کولو ته اړتیا لري، خو پاتې الوتکې باید د ستونزې د حل لپاره له خدمته وباسي.
د دې ساده سافټویر نصبول معمولا شاوخوا درې ساعته وخت نیسي، خو د ۹۰۰ ایربس الوتکو کمپیوټرونه باید بدل شي او تر هغه وخته پورې مساپر هم نه شي لېږدولی.
د دې الوتکو ورغوښتل به د هوايي شرکتونو په فعالیت کې ګډوډي رامنځته کړي.
د بریتانیا د هوايي چلن د تنظیم ادارې اعلان کړی چې د نویتابه دا چاره ممکن "د ځینو ګډوډیو او د الوتنو د لغوه کېدو" لامل شي.
د کولمبیا هوايي شرکت "اویانکا" ویلي دې نیمګړتیا د دوی د الوتکو پر شاوخوا دوه پر درېیمه برخه اغېز کړی.
د 'ایزيجټ'، 'امریکن ایرلاینز'، 'دلتا ایرلاینز'، 'ایرانډیا'، 'ویزایر' او 'ایر نیوزیلنډ' هوايي شرکتونه هم د خپلو الوتنو د ګډوډۍ په اړه خبرداری ورکړی.
ایربس خبرداری ورکړی چې په راتلونکو لسو ورځو کې به د الوتنو په مهالوېش کې لویه ګډوډي رامنځته شي.
دغه لوی هوايي شرکت ویلي چې دا ستونزه په اکتوبر میاشت کې په امریکا کې له یوې پېښې وروسته موندل شوې، چې د ای-۳۲۰ کورنۍ یوه الوتکه پکې شامله وه او د مساپرو لپاره د ګډوډۍ له امله یې بخښنه غوښتې ده. دغه نیمګړتیا د الوتکې د ناڅاپي کوزېدو سبب شوې.
د راپورونو له مخې، په دې بېړني ناسته کې ۱۵ تر ۲۰ کسان سربېرن ټپیان شوي دي.
د اروپایي ټولنې د هوايي امنیت ادارې د لارښوونو له مخې، له سبا څخه هغه الوتکې چې په دې نیمګړتیا اخته دي، یوازې په هغه صورت کې مساپر لېږدولی شي چې ستونزه یې حل شوې وي.
ایربس اې۳۲۰ څه ده؟
ایربس اې۳۲۰ الوتکې د "د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هوايي شرکتونو لپاره د خوښې الوتکې کورنۍ" په توګه بیانوي.
دغه الوتکې تر ۴،۷۰۰ سمندري مایله (۸،۷۰۰ کیلومتره) پورې الوتنه کولی شي او له ۱۲۰ تر ۲۴۴ مساپرو لپاره څوکۍ لري.
اې۳۲۰ همدارنګه له ۵۰٪ پرلپسې هوايي سونګ سره الوت کوي، چې ایربس پلان لري تر ۲۰۳۰ کال پورې یې ۱۰۰٪ وکاروي.
دغه الوتکې د دوو پرمختللو ټربوفن ماشینونو انتخاب لري، چې د پخوانیو الوتنو د نسل پرتله د تېلو سوځولو ۲۰٪ کمښت څخه ګټه اخلي.