تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران ۱۰۰ ایربس مسافروړونکې الوتکې پېري
د ایران یوه چارواکي ویلي، تهران له ایربس شرکت سره د ۱۰۰ مسافر وړونکو الوتکو اخیستلو هوکړې ته رسېدلی، چې لومړۍ جوپه به یې د راتلونکي کال لومړیو کې ترلاسه کړي.
رویټرز خبري اژانس د ایران د لویو لارو او ملکي پراختیا د مرستیال وزیر اصغر فخریه کاشان له خولې ویلي "له ایربس سره مو خبرې پای ته رسولې، چې ډېر ژر به تهران کې هوکړه لاسلیک شي".
نوموړی وايي، هیله یې دا ده چې دا هوکړه راتلونکې اونۍ (دوشنبې) لاسلیک شي.
ایربس به ایران ته د هوکړې له مخې څلور ډوله الوتکې ورکوي، A320 الوتکې، A321 الوتکې چې لنډواټن وهي او A330 او A350 الوتکې چې د لیرې واټن لپاره سفر کولای شي.
کاشان وايي، ایران پتېیلې وه چې پهA380 ډوله الوتکو به بسنه کوي.
د دوی ترمنځ لومړۍ هوکړه په تېره جنورۍ کې پاریس کې شوې وه.
ایران تېره اونۍ د امریکايي الوتکو له بوینګ شرکت سره هم یوې هوکړې ته ورسېده چې ۸۰ الوتکې به ترې اخلي، ۷۷ نورې به (چې ۴۲ د ایربس او ۳۵ د بوینګ دي) په کرایه اخلي.
ایران د نړیوالو بندیزونو له پورته کېدا وروسته له نړیوالو سره اقتصادي راکړه ورکړه پیل کړې ده.
د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ داسې اشاره ورکړې چې ګني له ایران سره به د اتومي لاسلیک شوې هوکړه لغوه کړي.