تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د موساد بریاوې او ناکامۍ: تاریخ کې یې تر ټولو مهم عملیات
د ایران پر اتومي بنسټونو او پوځي ځایونو د اسرائیلو پرلپسې بریدونه او ورپسې دوامدار تاوتریخوالی، ښايي د منځني ختیځ د ځواک په انډول کې یو مهم بدلون راولي او دا سیمه په ژوره او دایمي توګه بدله کړي.
دغه بریدونه د ایران د استخباراتو او امنیت په برخه کې سترې نیمګړتیاوې ښکاره کوي، چې له ۱۹۷۹ کال راهیسې یې دا هېواد له یوه له تر ټولو حساسو او پېچلو پړاوونو سره مخ کړی دی.
که څه هم دا بریدونه له فضا ترسره شوي، خو شک دا دی چې د اسرائیلو استخباراتي ادارې "موساد" د اهدافو په ټاکلو او د عملیاتو په هدایت کې له ځمکې نه یو مهم رول لوبولی دی.
باور کېږي چې د موساد اجنټانو پټې بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) هېواد ته دننه کړي، چې د ایران پاتې دفاعي سیستمونه په نښه کړي.
تر دې وړاندې، ایراني چارواکو پخپله منلې چې شک لري امنیتي ځواکونو کې یې د اسرائیلي استخباراتو نفوذ کړی دی.
د جون په ۱۳مه، د ایران لوړپوړي پوځیان او اتومي ساینسپوهان هدف وګرځېدل، چې دا ښيي اسرائیلو د دوی د موقعیتونو په اړه کره استخباراتي معلومات درلودل.
د موساد د رول ارزونه په دغو پېښو کې اسانه نه ده، ځکه اسرائیل ډېر لږ د دې ادارې د فعالیتونو په اړه څرګندونې کوي. دا هم امکان لري چې یوازې موساد نه، بلکې نورې اسرائیلي استخباراتي ادارې هم د ایران د نفوذ په عملیاتو کې ښکېلې وي.
اسرائیل څو استخباراتي ادارې لري، چې تر ټولو مهمې یې دا دي:
- د بهرنيو استخباراتو اداره "موساد"
- د کورني امنیت اداره "شاباک" (یا شین بیت)
- د نظامي استخباراتو اداره "امان"
لاندې هغه مشهور عملیات دي چې د اسرائیلو استخباراتي ادارو ته منسوب شوي دي او تر ټولو زیات بحث پرې شوی دی.
بریالي عملیات
د اسماعیل هنیه ترور
د ۲۰۲۴ کال د جولای پر ۳۱ مه د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د ایران تهران د یوه مېلمستون په خونه کې ووژل شو. نوموړي هغه مهال د ایران د ولسمشر مسعود بزشکیان د لوړې مراسمو کې ګډون کړی و.
اسرائیل په پیل کې د دې ترور مسؤلیت په غاړه وانخیست، خو څو میاشتې وروسته د اسرائیلو د دفاع وزیر اسراییل کاتس ومنله چې د وژنې تر شا اسرائیل وو.
د هنیه د وژنې وضعیت له یو بل سره متضاد راپورونه لري؛ د حماس یو مشر خلیل الحیة وايي هغه په مستقیم توغندي وژل شوی، خو ځینې مطبوعاتي راپورونه، لکه د نیویارک ټایمز راپور، وایي چې هغه د یوه بم چاودنې قرباني شوی و چې دوه میاشتې مخکې په هغه ودانۍ کې ځای پر ځای شوی و چې هنیه پکې اوسېده.
بي بي سي تر اوسه د دې دواړو ادعاوو د تایید توان نه دی موندلی.
هنیه د هغو مهمو حماس مشرانو له ډلې دی چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس د اسرائیلو پر جنوبی ښارونو له بریدونو وروسته د اسرئیلو له خوا وژل شوي دي. په دې کې د حماس پخوانی مشر او د برید اصلي طراح یحیی السنوار، د هغه ورور محمد، د حماس د پوځي څانګې مشر محمد الضیف او د هغه مرستیال مروان عیسی شامل دي.
د حزبالله اړوندو وسایلو چاودنې
په لبنان کې په بېلابېلو سیمو کې، د حزبالله د غړو په لاس کې زرګونو بېسیمه پېجر (د غږ د خپرولو وسایل) د ۲۰۲۴ د سپتمبر پر ۱۷ مه ې په یوه وخت وچاودل.
دغو چاودنو د یادو وسایلو کاروونکو او یو شمېر پلیو خلکو ته مرګژوبله واړوله، په لبنان کې یې ګډوډي او وېره خپره کړه.
په بل سبا هم دا ډول چاودنې تکرار شوې، خو دا ځل د "ووکي ټاکي ایکوم" بېسیمو په وسایلو کې چاودېدونکي مواد وچاودل.
دا بېساری بریدونه په داسې وخت کې وشول چې د اسرائیلو او حزبالله ترمنځ جګړه توده شوې وه او وروسته تر هغه چې حزبالله د اکتوبر په ۷مه د حماس بریدونو ته په ځواب کې اسرائیلي هدفونه وویشتل.
د اسرائیلي رسنیو په حواله، د سپټمبر له میاشتې دوه میاشتې وروسته اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ومنله چې اسرائیل د دغه برید تر شا دی.
په امریکا کې د سي بي ایس شبکې سره په مرکه کې دوه پخوانیو موساد اجنټانو څرګنده کړه چې موساد د دغو بېسیمو د بیټرۍ دننه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، چې دغه وسایل معمولاً د کاروونکي له سینو سره نژدې په جېب کې ساتل کېږي.
دوی وویل چې حزبالله له لسو کالونو مخکې له یوې جعلي کمپنۍ ۱۶۰۰۰ ډېر بېسیمې وسایل په "ښه بیه" اخیستي او وروسته یې شاوخوا ۵۰۰۰ پېجر هم اخیستي دي.
د پېچر چاودنه د حزبالله د لوړپوړو مشرانو په نښه کولو کې یو مهم پړاو و.
په دغو عملیاتو کې د حزبالله عمومي منشي حسن نصرالله، د هغه احتمالي ځایناستی هاشم صفیالدین، د هغه لوی سلاکار فؤاد شکر او څو لوړپوړي پوځي مشران لکه حسین سرور په نښه شوي وو.
فخريزاده: "اټومي عراب"
په ۲۰۲۰ کال کې، د ایران د اتومي پروګرام "د ایران اټومي پوګرام عرّاب" په نامه مشهور محسن فخريزاده په وسلهوال برید کې ووژل شو.
فخريزاده په داسې اتوماتیکو ډزو ووژل شو چې د مصنوعي ځیرکتیا ټېکنالوژۍ په مرسته له لېرې ځایه کنټرولېده.
په ۲۰۲۲ کال کې ایران د دې ترور په تړاو پر ۹ کسانو تور ولګاوه چې "اسرائیلو ته یې جاسوسي" کړې ده.
له دې سره سره، د شلمې پېړۍ له لومړیو کلونو راهیسې تهران د اسرائیلي استخباراتو پر مخ یوه لړۍ د اتومي ساینسپوهانو د ترور تور پورې کړی دی، خو اسرائیلو ددې تورونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د بي بي سي د فارسۍ څانګې خبریال ژیار ګل په ۲۰۲۲ کال کې د دې برید په اړه داسې وویل:
"په متحرک هدف د دومره دقیق ترور ترسره کول، پرته له دې چې ملکي کسانو ته زیان ورسېږي، د دقیق او فوري استخباراتي معلوماتو غوښتنه کوي."
په ۲۰۱۸ کال کې، د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د ایران د اتومي ارشیف یوه برخه د فایلونو په توګه وړاندې کړه، چې هغه ادعا کوله دا اسناد موساد په یوه زړور عملیات کې ترلاسه کړي وو، چې د تهران له مرکزه شاوخوا ۳۰ کیلومتره لېرې د یوې زېرې پر ځای ترسره شوی و.
هغه مهال د ایران ولسمشر حسن روحاني هم دا عملیات تایید کړل.
نتنیاهو د یوې خبري غونډې پر مهال د فخريزاده رول په ایران کې د پټو اتومي وسلو د پراختیا پروګرام کې خورا مهم وباله او ویې ویل: "ډاکټر محسن فخريزاده... دا نوم په یاد ولرئ."
محمود المبحوح
په ۲۰۱۰ کال کې، د حماس یو لوړپوړی پوځي مشر محمود المبحوح د دوبۍ په یوه هوټل کې مړ وموندل شو.
په پیل کې داسې ښکاره شوه چې دا مرګ طبیعي دی، خو د دوبۍ پولیسو د څار کامرو ویډیوګانې وڅېړلې او د وژنې یوه ډله یې وپېژندله.
پولیسو اعلان وکړ چې المبحوح د برېښنا په شارټۍ نیول شوی او په دار شوی او بیا زندۍ کړای شوی دی، دا عمل د موساد له خوا پلان شوی ګڼل کېږي، چې په دې پېښه کې د اماراتو د حکومت سخت غبرګون راوپارېد.
خو اسرائیلي دیپلوماتانو وویل چې په دې پېښه کې د موساد د لاس لرلو لپاره هېڅ ثبوت نه شته، که څه هم دا یې په ښکاره رد هم نه کړه، ځکه چې اسرائیلي حکومت د "ناڅرګند سیاست ساتلو" مخینه لري.
یحیی عیاش او بم لرونکی ټیلیفون
په ۱۹۹۶ کال کې په یوه ورته عملیات کې، د اسرائیلي امنیتي ادارې "شاباک" د حماس د بم جوړونکي یحیی عیاش په ټیلیفون برید وکړ. هغه د "موټورولا الفا" موبایل ټیلیفون کاراوه چې شاوخوا ۵۰ ګرامه چاودېدونکي مواد پکې ځای پر ځای شوي وو.
یحیی عیاش د حماس د عزالدین القسام کنډکونو یو مهم قوماندان و، چې د بم جوړونې او د اسرائیلي اهدافو پر وړاندې د پېچلو بریدونو د پلان جوړونې لپاره یې ځانګړی شهرت درلود. دې د اسرائیلي امنیتي ادارو اصلي هدف ګرځولی و.
د ۲۰۱۹ کال په پای کې، اسرائیلي چارواکو د دغه ترور د ځینو جزییاتو بندیز لېرې کړ او د اسرائیل د ۱۳ تلوېزیون په خپرونه کې د عیاش او د هغه د پلار ترمنځ وروستۍ ټیلیفوني خبرې ثبت شوی غږیز یادښت خپور شو.
د عیاش او محمود همشري تصفیوي عملیات د پرمختللو ټکنالوژیو د کارونې یوه اوږده او پېچلې تاریخي برخه جوړوي.
محمود همشري … "وژونکې اړیکه"
په ۱۹۷۲ کال کې، د فلسطیني وسلهوالې ډلې "تور سپتمبر" د مونیخ په اولمپیک کې د اسرائیلو د اولمپیک ټیم دوه غړي ووژل او نور ۹ تنه یې ونیول. وروسته هغوی د ژغورنې ناکاموو عملیاتو کې د لویدیز جرمني پولیسو ووژل.
تر دې پېښې وروسته، موساد د فلسطیني سازمان غړي په نښه کړل، چې له هغو یو محمود همشري و.
محمود همشري په خپل اپارتمان کې په پاریس کې د ټیلیفون له لارې د یوې بمي چاودنې له کبله ټپي شو، چې چاودونکي توکي یې د ټیلیفون دننه ځای پر ځای شوي وو.
په دې چاودنه کې همشري خپله یوه پښه له لاسه ورکړه او بالاخره د خپلو ټپونو له امله ومړ.
د عنتيبي عملیات
د "عنتيبي عملیات" د اسرائیلو په تاریخ کې له ټولو بریالیو عملیاتو ګڼل کېږي.
دا عملیات د ۱۹۷۶ کال جولای کې د یوګندا په عنتيبي هوایي ډګر کې ترسره شول، چې وروسته هم همدا نوم ورکړل شو.
د موساد د استخباراتو په مرسته، د اسرائیلو ځانګړي ځواکونه وتوانېدل چې شاوخوا ۱۰۰ نیول شوي کسان چې لا هم په عنتيبي هوایي ډګر کې بندي وو، وژغورل شي.
دا بحران هغه وخت رامنځته شو کله چې څلور وسله وال - دوه فلسطیني کسان د فلسطین د ولسي ازادۍ جبهې او دوو نورو د جرمني د "بادیر ماینهوف" ډلې غړو - یوه الوتکه وتښتوله او خپله لار یې د یوګندا پر لور واړوله، هلته چې د دوی نور ملګري هم ورسره یوځای شول.
د نیول شویو کسانو کړکېچ نژدې یوه اونۍ دوام وکړ، چې بالاخره د اسرائیلو پوځي عملیاتو په مرسته هغوی وژغورل شول.
په دې عملیاتو کې د یرغملانو او درې یرغمل شویو کسانو ترڅنګ ځینې یوګاندايي پوځیان هم ووژل شول. د عملیاتو قوماندان، یوناتان نتنیاهو، چې د اوسني اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ورور و، هم په دغې عملیاتو کې ووژل شو.
د نازي افسر ادولف ايخمن د نیولو تعقیب
د ۱۹۶۰ کال په ترڅ کې، له ارجنټاین نه د نازي افسر ادولف اخمن تښتول د موساد تر ټولو مشهور او بریالی استخباراتي عملیات ګڼل کېږي.
ايخمن د هولوکاسټ له اصلي معمارانو و، چې په دویمه نړیواله جګړه کې شاوخوا ۶ میلیونه یهودان وژل شوي وو.
د موساد څوارلس کسیزه ډله د ایخمن د تعقیب لاره ونیوه، وروسته له هغه چې هغه څو هېوادنو ته تللی او راغلی و په ارجنټاین کې مېشت شوی و. دغه ډله وتوانېده چې هغه ونیسي او اسرائیلو ته یې ولېږدوي، همالته محکوم او اعدام شو.
ناکامۍ
سره له دې چې موساد څو بریالۍ نتیجې ترلاسه کړې، خو ټول عملیات یې لکه څنګه چې پلان شوي وو، نه وو ترسره شوي. د استخباراتي معلوماتو په راټولولو کې هم ناکامۍ ثبت شوې دي.
د خالد مشعل د وژنې ناکامه هڅه
په ۱۹۹۷ کال کې، د حماس پخوانی مشر خالد مشعل په اردن کې د وژنې ناکامه هڅه وشوه.
هغه په عمان کې پر یوه کوڅه کې روان و چې ورته یوه زهري ماده ورپیچکاري شوې وه.
دغه عملیه د یوه ستر دیپلوماتیک کړکېچ سبب شوه، ځکه چې اردني چارواکو اسرائیلي جاسوسان ونیول او د اردن پخواني پاچا حسین بن طلال له اسرائیلو وغوښتل چې د دې زهري موادو ضد (سیروم) ورکړي.
دې پېښې د اردن او اسرائیلو د سولې تړون ته ګواښ پېښ کړ، چې د امریکا پخواني ولسمشر بيل کلينټن یې د حل لپاره منځګړیتوب وکړ او د موساد مشر عمان ته واستول شو چې د زهرو ضد واکسین سره مشعل وژغوري.
د محمود الزهار د وژنې هڅه
په ۲۰۰۳ کال کې، اسرائیلو هڅه وکړه چې د حماس د مشر محمود الزهار د هغه پر کور په بمبارۍ کې ووژني.
الزهار له دې بریده ژوندی ووت، خو د هغه زوی او مېرمن په دې پېښه کې ووژل شول.
"له لافون تر ۷ اکتوبره... "په ارزونه او پلي کېدو کې ناکامي"
د "لافون رسوايي"
په ۱۹۵۴ کال کې، د مصر چارواکو د اسرائیلو د جاسوسۍ یوه هڅه چې د "سوزانا" عملیات په نوم یادېږي، شنډه کړه. ددغو عملیاتو هدف په مصر کې د امریکا او بریتانیا په ځینو تاسیساتو کې بمونه ځای پر ځای کول وو، چې بریتانیا قانع کړي خپل ځواکونه د سویز کانال په سیمه کې وساتي.
دا قضیه د هغه وخت د اسرائیلو د دفاع وزیر بنحاس لافون د نوم پر بنسټ "لافون رسوايي" وبلل شوه، چې ګومان کېږي د دې عملیاتو په پلان جوړولو کې یې لاس درلود.
د اکتوبر جګړه یا د "کیپور ورځ" برید
د ۱۹۷۳ کال د اکتوبر په ۶ مه، مصر او سوریې پر اسرائیلو ناڅاپي برید وکړ، موخه یې د سینا ټاپو ټاپو بیضوي سیمې او د جولان لوړې بېرته نیول وو.
دا برید د یهودانو د تر ټولو مقدسې ورځې، "کیپور" یا د بخښنې اختر په ورځ ترسره شو، چې اسرائیل یې په لومړیو ورځو کې بشپړ حیران کړل.
مصري ځواکونه له سویز کانال تېر شول او له هغه څه چې تمه یې کېده، ډېر لږ تاوان ور واوښت، په داسې حال کې چې سوریايي ځواکونو د جولان پر اسرائیلي ځایونو برید وکړ او دفاعي کرښې یې ماتې کړې.
شوروي اتحاد سوریې او مصر ته تجهیزات برابر کړل او امریکا متحده ایالاتو اسرائیلو ته د بېړنی هوایي پُل پيل کړ.
څلور ورځې وروسته له هغه چې ملګري ملتونو د جګړې د بندولو پرېکړه وکړه- اسرائیل وتوانېده چې دغه بریدونه بېرته ودروي او جګړه د اکتوبر په ۲۵ مه پای ته ورسېده.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې برید
شاوخوا ۵۰ کاله وروسته، اسرائیل د حماس له خوا پر اسرائیلي ښارونو د ناڅاپي برید سره مخ شو چې غزې ته څېرمه وو.
د دې برید وړاند وېینه کې د موساد ناکامي یوه ستره ناکامي ګڼل کېږي.
د اسرائیلي چارواکو په وینا، د اکتوبر ۷مې برید له امله شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول، چې ډېری یې ملکي وګړي وو. حکومتي اټکلونه ښيي چې ۲۵۱ یرغمل شوي له برید وروسته غزې ته وړل شوي دي.
په غبرګون کې، اسرائیلو پر غزه برید پیل کړ چې تر اوسه یې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې له ۵۵۰۰۰ ډېر کسان وژلي دي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.