د جامو مینځلو ماشینونه، د ټرمپ د سوداګریزو تعرفو په اړه څه بربنډوي؟

پر کاناډا، مکسیکو او چین د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تعرفو لګولو اعلان، نړیوال بازارونه بې ثباته کړي دي او د بشپړې کچې سوداګریزې جګړې وېره یې را پارولې ده.

د نویو تعرفو لګولو اعلان له امله په ټوله نړۍ کې د ونډو بازارونه را لوېدلي او پانګوال د اقتصادي ګډوډۍ لپاره چمتو کېږي، چې کولی شي د شرکتونو عاید ته زیان واړوي او نړیواله وده ورو کړي.

ښاغلي ټرمپ د تعرفو دفاع کړې، چې د سه شنبې په ورځ عملي کېدل پیل شول او ویلي یې دي، دا د نا قانونه کډوالۍ او مخدره توکو قاچاق د مخنیوي لپاره اړینې دي.

هغه د شنبې په ورځ وویل: "د غدیو ډلې، قاچاق وړونکي، انساني قاچاقیان او هر ډول نا قانونه مخدره توکي زموږ له پولو او ټولنو راوتلي دي."

هغه د یکشنبې پر ورځ، پر اروپايي ټولنې د تعرفو لګولو پلانونه هم تایید کړل، که څه هم وړاندیز یې وکړ ، چې ښايي له بریتانیا سره یو تړون ممکن وي. په همدې حال کې د دوشنبې پر ورځ، د کاناډا او مکسیکو پر توکو د امریکا وړاندیز شوې تعرفې له وروستۍ شېبې خبرو وروسته وځنډول شوې او دواړو هېوادونو موافقه وکړه چې خپلې پولې پیاوړې کړي.

د جامو مینځلو ماشینونه: د یوې قضیې څېړنه

ښاغلی ټرمپ وايي، تعرفې له بهرنیو شرکتونو د عوایدو را اېستلو له لارې امریکایانو ته ګټه رسوي.

هغه د شنبې پر ورځ په خپله اعلامیه کې وویل، پر کاناډايي او مکسیکويي توکو به ۲۵ سلنه تعرفې ولګوي، په داسې حال کې چې چینایي توکي به له موجودو تعرفو سربېره له لس سلنې تعرفې سره مخ شي.

په ځواب کې یې کاناډا هم پر امریکايي توکو د تعرفو لګولو اعلان وکړ. مکسیکو هم د ورته غچ اخیستنې ژمنه وکړه.

دواړه هېوادونه، له امریکا سره یوځای، د خپلو سرحدونو د پیاوړتیا له ژمنې وروسته د ۳۰ ورځو لپاره د تعرفو ځنډولو پر سر یوې موافقې ته ورسېدل. د تړون د یوې برخې په توګه، مکسیکو په جلا توګه موافقه وکړه چې د ملي ګارډ ۱۰،۰۰۰ غړي پر خپله پوله ځای پر ځای کړي.

د سه شنبې پر ورځ پر چینایي وارداتو د ۱۰٪ تعرفې له پلي کېدو لږ وروسته، بېجینګ پر مختلفو امریکایي محصولاتو د غچ اخیستونکو تعرفو اعلان وکړ، چې په هغو کې د ډبرو پر سکرو ۱۵٪ تعرفه او پر خامو تېلو ۱۰٪ تعرفې ولګول شوې.

کارپوهان خبر داری ورکوي، چې ډېر وخت تعرفې پر کورنیو مصرفونکو او سوداګرۍ بار درنوي.

یوه بېلګه یې د ۲۰۱۸ کال د ټرمپ د جامو مینځلو ماشینونو تعرفه ده، چې موخه یې له ارزانه وارداتو د امریکايي تولیدونکو ساتل و.

د اقتصاد کارپوهانو ارون بي فلان، علي هورتاچسو او فلیکس ټینټلناټ په مشرۍ یوې څېړنې وموندله، هغې تګلارې په امریکا کې د جامو مینځلو ماشینونو بیې ۱۲٪ لوړې شوې، ځکه بهرنيو او کورنيو تولیدونکو دواړه خپلې بیې پورته کړې.

د ډیوک پوهنتون پروفیسور او د مطالعې شریک لیکوال فلکیس ټینټلناټ بي بي سي ته وویل، که څه هم ځینې دندې رامنځته شوې، خو لګښت کونکو یې خورا لوړه بیه پرې کړه. "دا د دوی لپاره ښه معامله نه وه."

'دا یوه جلا قضیه نه ده'

د جامو مینځلو ماشینونو تعرفه کومه جلا قضیه نه وه.

د ټرمپ په لومړۍ دورې کې، ډېری څېړنو ښوولې چې تعرفو د امریکایی مصرف کونکو لپاره لګښتونه لوړ کړل ځینې یې یا هم ټول بار پر امریکایی پېرودونکو پرېوت، چې ورسره د پیسو پاړسوب یا انفلاسیون هم زیات شو.

خو د ټرمپ متحدین، لکه د سوداګرۍ سلاکار پیټر ناوارو، له دې موندنو سره مخالفت ښيي.

ناوارو ادعا کوي، "موږ د تعرفو له امله صفر انفلاسیون درلود" که څه هم هغې د مرستې لپاره کوم معلومات نه دي ورکړي.

'د سوداګریزو تړونونو ماتول'

له اقتصادي اغېزو ور هاخوا، د کاناډا او مکسیکو په اړه د ټرمپ تعرفې د لسیزو ازادې سوداګرۍ تړونونه ننګوي.

د مکسیکو د یوه فکري مرکز (ای اېم سي او) عمومي مشره والري موی، د تعرفې معافۍ عملي کول د سوداګریز تړون ماتولو له مفکورې سره پرتله کوي، هغه وايي، دا داسې دي لکه چې ووایې، "زه لېوالتیا نه لرم.'"

مېرمن موی زیاتوي، مکسیکو، د امریکا تر ټولو لوی سوداګریز ملګری دی، چې خپل تر اتیا سلنې ډېر توکي امریکا ته صادروي. ډېرې امریکایی سوداګرۍ پر مکسیکويي تولیداتو تکیه کوي او د دوی د وارداتو له لاسه تلل به ښايي د اکمالاتو کړۍ په جدي توګه ګډوډې کړي.

ایا تاریخ بیا تکرارېږي؟

ټرمپ پخوا هم تعرفې د فشار په توګه کارولې وې. په ۲۰۱۸ کال کې یې پر پولادو ۲۵٪ او پر المونیمو ۱۰٪ تعرفه ولګوله، چې د کسب او کار د اندېښنو او د لګوونکو لپاره یې بیې لوړې کړې.

په مکسیکو کې د مونټري ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ د سیاسي علومو پروفیسور، ژوچیټل پیمینټا وايي، پر تعرفو څېړنو موندلې، چې د امریکايي موټرو، جامو مینځلو ماشینونو او مخلوط کوونکو بیې د ۸٪ او ۲۰٪ ترمنځ لوړې شوې.

یوې بلې څېړنې اټکل کړی، چې د تعرفې لوړېدل د امریکايي کورنیو لپاره په کال کې په منځنۍ توګه شاوخوا ۱۲۰۰ ډالر لګښت لري. دغه راز مکسیکو ته د ټرمپ د کړي ګواښ له امله، ناڅرګندتیا او د نرخونو اټکلونو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

پیمینټا وايي: "په پایله کې به یې امریکا کې وروستي لګوونکي اغېزمن شي."

د ټرمپ 'اصلي نیت'

کارپوهان وايي، د ټرمپ د دقیقو موخو معلومول ګران دي، خو ځینې نښې یې شته.

د برازیل اقتصاد پوه اندرې پرفیټو، چې په مالي بازارونو کې د لسیزو تجربه لري وايي، "یو څه روښانه دي، زما په اند، دا اقدام د امریکا د ستر مالي کسر سره د مبارزې په موخه د مالي عوایدو د لوړولو لپاره جوړ شوی دی."

پرفیټو زیاتوي تعرفې د وارداتي توکو لګښت زیاتوي، چې په تیوري کې، کورني تولید ته ګټه رسوي.

خو هغه وايي، سیمه ییزه سوداګري ښايي له نوي او لوړ توازن سره د سمون لپاره د نرخونو لوړولو ته ځواب ووایي.

د جامو مینځلو پر ماشینونو تعرفو په اړه څېړنو ښوولې چې دا دقیقا هغه څه دي، چې بهرنيو او سیمه ییزو تولیدونکو دواړو خپل نرخونه ورسره لوړ کړل.

پرفیټو وايي: "د تعرفو کارول یوازې هغه وخت معنا لري، چې په ستراتیژیک او ځانګړي ډول، له پام وړ انعطاف سره پلي شي."

هغه خبر داری ورکوي چې تعرفې "د ناکامۍ لوړ خطر لري، خو بشپړ اغېز یې د لیدلو وړ دی." هغه زیاتوي، "که لنډمهاله زیان، لکه د پیسو پړسوب یا انفلاسیون کنټرول وي او ټرمپ د اضافي عاید په رامنځ ته کولو کې بریالی شي، کېدای شي د مالي پرمختګ شاهدان واوسو."

"دا چې دا تګلاره مخکې هېڅکله نه ده ازمویل شوې، هېڅوک نشي کولی، په ډاډ سره ووایي، چې دا به له ماتې سره مخ شي."