تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق: د ټرمپ پالیسیو په نړیواله کچه د میندوارۍ مهال پر روغتیا ناوړه اغېز کړی
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مشره نتالیا کانیم وايي، د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پالیسیو په ټوله نړۍ کې د ښځو د میندوارۍ مهال روغتیا باندې ویجاړوونکی اغېز کړی دی.
اغلې کانیم د فرانسې خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، د (یو این ایف پي اې) اداره وړاندې هم د بودیجې له کمښت سره مخامخ وه.
دغه اداره په ۱۹۸۵ کال کې چې د امریکا ولسمشر رونالډ رېګن د چین حکومت د جنین په جبري سقط او شنډتوب ته د خلکو په هڅولو تورن کړ، په کانګرس کې د کېمپ-کاسټن تعدیل د تصویب له امله هم په نښه شوې وه.
له هغه مهال راهیسې ټولو جمهوري غوښتونکو ولسمشرانو پر یو این ایف پي اې د امریکا مرستې کمې کړې او د ولسمشر ډونلډ ټرمپ دویم حکومت ترې استثنی نه دی.
اغلې کانیم د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د کلني راپور له خپرېدو سره هممهال په یوه مرکه کې وویل:
"موږ په یوه شپه کې د نړۍ په ځینو سختو ځپل شویو سیمو لکه افغانستان کې له ۳۳۰ میلیونو ډالرو څخه زیاتې پروژې بندې کړې دي."
هغې زیاته کړې: " موږ له دې امله له ستونزو سره مخ یو."
اغلې کانیم د بېلګې په ډول د اردن د کډوالو په زعتري نومي پنډغالي کې د یوه زېږنتون بندېدو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې په تېرو څو کلونو کې هلته، "اتلو قابلو" له ۱۸زرو د ډېرو زېږنو چارې پر مخ وړي، پرته له دې چې کومه مور په زېږون مړه شي، نو تاسو پوهېږئ چې په کړکېچن وضعیت کې دغسې یو څه غیرمعمول دي:
"هغه زېږنتون اوس تړل شوی دی. د بودیجې د سملاسي کمښت معنی دا ده چې هلته شته قابلې نور خپلې دندې پرمخ نه شي وړای."
که څه هم د متحده ایالتونو د مرستو د کمولو د کره اغېز اټکلول له وخته مخکې دي، خو د اغلې کانیم په وینا، دا کمښت به هرومرو د میندوارو ښځو د مړینې او د ناغوښتل شوې میندوارۍ د زیاتوالي لامل شي:
"د زېږون مهال روغتیا له تمویل څخه د متحده ایالتونو وتل ویجاړوونکي وو."
د یادولو ده چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې د بهرنیو مرستو ډیری داسې پروګرامونه کم کړي دي.
هیلې او حقونه
اغلې کانیم وايي، د امریکا د حکومت پالیسۍ نه یوازې د میندوارۍ مهال روغتیا برخې تمویل کم کړی، بلکې د جنسیتي مساواتو مسلې ته هم یوه ننګونه ده.
هغه ټینګار کوي چې د مفاهیمو په اړه به بحثونه وشي، خو د ښځو او پېغلو د حقونو او انتخابونو پر 'نه مذاکره' باید هیڅ بحث ونه شي:
"موږ تل بدلون منو، خو موږ باید په دې ګډو ارزښتونو چې په ټوله نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره د ژوند او مرګ ترمنځ توپیر رامنځته کوي، جوړجاړی ونه کړو."
اغلې کانیم پخپلو خبرو کې ویلي چې ښځې د ملاتړ مستحقې دي. ځوانې نجونې مستحقې دي چې خپلې زده کړې بشپړې کړي، میندواره نه شي، د هغو ستونزه د حل لپاره چې کورنۍ ور سره مخامخېږي، باید نجونې بدل کې ور نه کړل شي او واده ته اړې نه اېستل شي:
"هغه څه چې یو این ایف پي اې یې کلک ملاتړ کوي، هغه د یوې ښځې ریښتینې هیله، حقونه او انتخابونه دي."
کلنی راپور
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق کلنی راپور، چې د سې شنبې په ورځ خپور شو، وايي، په ټوله نړۍ کې میلیونونه کسان نه شي کولی د خپلې خوښې کورنۍ جوړه کړي.
په دغه راپور کې په ۱۴ هېوادونو کې چې د نړۍ درېیمه برخه نفوس جوړوي، له ۱۴ زرو کسانو سره خبرې شوې دي.
له ۵۰ کلونو څخه پورته عمر لرونکو له ډلې له ۴۰ سلنې څخه زیاتو کسانو ویلي، د ماشومانو شمېر یې هغومره نه دی چې دوی غوښتل.
د همدغو کسانو ۳۱ سلنه برخې ویلي، له خپلې غوښتنې کم ماشومان لري او ۱۲ سلنې یې بیا ویلي، د ماشومانو شمېر یې له هغه زیات دی چې دوی یې هیله لرله.
په دغه نظر پوښتنه کې له نیمايي زیاتو پوښتل شویو کسانو ویلي، اقتصادي خنډونه د دوی د ډېرو ماشومانو لرلو مخه نیسي.