د سلګونو ایرانۍ مېرمنو اعتراض

د عکس سرچینه، Sent to BBC
- Author, فرانک امیدي
- دنده, ګلوبل وومن بي بي سي
سارا (مستعار نوم) بي بي سي ته وویل: "د کیش ماراتون کې منډې وهل زما لپاره د اعتراض یوه بڼه وه، د پای له کرښې اوښتل راته د کلونو بندیزونو پر وړاندې د بریا په څېر وه."
دا د هغو ۲٬۰۰۰ ښځو له ډلې یوه وه، چې ډېرو یې جبري حجاب نه و اغوستی او د همدې میاشتې پیل کې یې د ایران د کیش ټاپو په دې سیالۍ کې ګډون وکړ.
د سیالۍ ځینې ویډیوګانې او انځورونه په چټکۍ سره خپاره شول او ښکاره چې ښځو سپورټي کالي اغوستي.
د دوی ویښتان هم ښکارېدل چې پورته یې تړلي و. غوږونو کې د موسیقي اوریدو لپاره ګوشکیانې وې او د خوشحاله ننداره کوونکو لخوا یې هرکلی کېده.
څو کاله وړاندې داسې ګمان نهکېده، چې ایرانۍ ښځې دې بې له جبري حجابه په ماراتون یا د منډو په دې سیالۍ کې ګډون وکړي.
حکومت له ۱۹۷۹ کال راهیسې په عامه ځایونو کې د ښځو حجاب یا سر پټول جبري کړي، چې زیاتره د زور له لارې او کله ناکله د تاوتریخوالي په کارولو سره پلي شوي دي.
له ۴۰ کلونو زیاته موده کېږي چې ډېرې ښځې د دې قانون پر ضد اعتراضونه کوي، خو دې خوځښت د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې زور واخیست، کله چې جینا مهسا امیني په تهران کې د اخلاقي پولیسو له خوا په دې تور ونیول شوه، چې ګواکې حجاب یې سم نه و اغوستی.
دغه ۲۲ کلنه نجلۍ څو ورځې وروسته د پولیسو په توقیف کې مړه شوه.
وروسته په ټول هېواد کې اعتراضونه وشول او ښځې د دې اعتراضونو په سر کې وې. خپل شالونه یې سوځول او نارې یې وهلې: "ښځه، ژوند، ازادي".
دغه اعتراضونه د زور او ډلهییزو نیونو له لارې وځپل شول، خو له هغه راهیسې ځینې ایرانۍ ښځې لا هم له قوانینو سرغړونه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ارتمیس (مستعار نوم) وایي، له ماشومتوبه یې له جبري حجابه د ښځو سرغړونه لیدلې، خو باور لري چې ۲۰۲۲ کال د ښځو د مقاومت لپاره یو مهم بدلون و.
هغه وایي: "موږ له هغې اوړي څخه چې د اعتراض په توګه مو خپل ټیکري غورځول، تر بل کال پورې دې ته ورسېدو چې په کوڅو کې لنډ کالي (کراپ ټاپونه) او لیګنګونه یا برچسونه واغوندو."
په ټولنیزو رسنیو کې په منظم ډول ویډیوګانې شریک کېږي، چې ښځې په کې په پارکونو کې منډې وهي، پر پلې لارو کې څرخي او خلک ورته چکچکې وهي، یا په سوداګریزو مرکزونو کې منظمې نڅاوې کوي.
د دې پوسټونو ډېرښت چارواکو ته دا ستونزمنه کړې، چې اغېزمن غبرګون وښيي.
ډېری وخت نیول کېږي، پر ښځو جریمې لګېږي او د ټولنیزو رسنیو حسابونه یې د چارواکو له خوا تړل کېږي، خو د پیشو او موږک دا لوبه لا هم روانه ده.
دا چې ایران په کوم لوري روان دی د دې بحث مرکزي ټکي لا هم حجاب دی.
د هغو ښځو پر وړاندې، چې لوڅ سر په عامه ځایونو کې ښکاره کېږي، د حکومت چلند یو شان نه دی؛ کله ناکله د قوانینو د نرمولو اجازه ورکوي او کله بیا د هر ډول سرغړونې پر وړاندې سخت ګامونه اخلي.
د دې ګامونو په لړ کې چارواکو د مخ پېژندنې ټکنالوژي کارولې او ښځو ته یې د خبرداري پیغامونه استولي دي.
ښځې هم وایي، د هغوی د موټرو نمبرپلېټونه د کامرو له لارې پېژندل شوي او چارواکو ګواښ کړی، چې موټرونه به یې ونیول شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران له سویلي ساحل بهر، د کیش په ټاپو کې د ماراتون له ترسره کېدو یوازې دوه ورځې وړاندې د اسلامي جمهوریت ستر مشر علي خامنهيي کورنیو رسنیو ته خبرداری ورکړ، چې "د ښځو او حجاب په اړه دې لوېدیځ ارزښتونه نه ترویجوي."
د هېواد لوی قاضي غلامحسین محسني اجېي زیاته کړه، "د حجاب موضوع د ټولو مسولیت دی او د حجاب او عامه عفت په برخه کې باید نور هم ډېر کار وشي."
نورو چارواکو او د ایران د پارلمان غړو هم په دې وروستیو کې د حجاب د موضوع او د ښځو د دوامدارې سرغړونې پر وړاندې خپله غوسه څرګنده کړې وه او خبرداری یې ورکړی و، چې لا جدي چلند ته اړتیا ده.
د ماراتون نه لږ مخکې تهران کې د لازمي حجاب د ملاتړ لپاره د حکومت په ملاتړ یو لاریون شوی و.
په دې لاریون کې هغو ښځو ګډون کړی و، چې بشپړ پوښاک یا حجاب یې پر تن و؛ اوږدې تورې څادرۍ، چې په ایران کې د حجاب تر ټولو محافظهکاره بڼه بلل کېږي. او داسې لوحې یې لاسونو کې نیولې وې، چې په کې د هغو ښځو پر وړاندې د لا سخت چلند غوښتنه کړې وه، چې د حجاب له اغوستلو ډډه کوي.
خو له دې مخالفت سره سره هغو ښځو، چې په ماراتون کې یې ګډون کړی وو، لا هم پر خپل هوډ ولاړې دي. د ډېرو لپاره ماراتون یوازې د منډې سیالي نه وه.
سارا وایي: "دا د یوه خوب پوره کېدل و. ان یو کال مخکې مې هم فکر نهشو کولی، چې په داسې سیالۍ کې ګډون وکړم."
دا په حقیقت کې کله چې هغه ورځ یادوي احساساتي کېږي: "ان د دې په فکر کولو سره مې ژړا راځي، د دومره ډېرو ښځو تر څنګ ولاړه وم، موږ ځانونه ډېر ازاد احساسول."
ارتمیس وایي، د ټولې تجربې په اړه یې احساس ویاړ او خوښي وه.
هغې وویل: "د منډې پر مهال مې څو ځلې غوښتل ودرېږم او وژاړم، ځکه هر څه د خوب په څېر و؛ خلکو تشویقولو، موسیقي وه… زه تصور کولی شم چې زموږ ایران څومره ښکلی کېدای شي."
ډېرو ښځو موږ ته وویل، دا پېښه احساساتي وه او دا د ټولو ستونزو سره سره د بریا او لاسته راوړنې احساس و.
د دوی په خبره د ایران چارواکو لپاره دا یو بل خبرداری و، چې دا مبارزه به لا هم روانه وي.

This is part of the Global Women series from the BBC World Service, sharing untold and important stories from around the globe.










