پښتونخوا کې د ځمک‌ ښويېدنې په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په دیره بالا سیمه کې د پرله پسې بارانونو له امله د ځمکې ښویېدو په پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.

د ژغورنې ټیم غړي وايي، چی کور په بشپړه توګه ړنګ شوی دی او د کور دننه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه تر چتونو او دیوالونو لاندې شوي‌ دي .

د ځايي خلکو په مرسته د ژغورنې ټیم د لټون عملیات پیل کړي‌ دي.

دوی وايي، چې جسدونه یې له خاورو او ورانیو رابهر کړي او روغتون ته یې لېږدولي دي.

بل خوا په دیره بالا کې د سختو بارانونو له امله د سیند اوبه لوړې شوې، چې د سیلابونو راوتلو له کبله د تګ را تګ یو شمېر پلونه او سرکونه زیانمن شوي دي.

همدارنګه د ځمکې له لارې د تګ راتګ پر لارو د خنډونو له کبله ګڼ شمېر سېلانیان او سیمه ییز اوسیدوونکي له ګڼو ستونزه سره مخامخ دي.

ورته وخت کې په بلوچستان کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د بارانونو له کبله ځینو سیمو کې مالي زیانونه اوښتي دي.

د بلوچستان په بېلا بېلو برخو کې د موسمي (مون سون) بارانونه دوام لري.

هالته د بولان له لارې د سیلابونو راوتلو له کبله د ګازو پایپ لاین زیانمن شوی، چې له امله یې ګڼو سیمو ته د ګازو رسول بند شوي دي.

د مسولینو په وینا، د بولان په بېلابېلو سیمو کې پر لویو لارو د سیلابونو له کبله د څو ساعتونو لپاره ټرافیک ځای په ځای ولاړ و.

د پاکستان د هوا پېژندنې اداره وايي، ساحلي سیمو ته د توپان رسېدو ګواښ له منځه تللی، خو د بارانونو او سختو بادونو امکان شته دی.

له بي بي سي سره په خبرو کې د هوا پېژندنې مشر سردار سرفراز وویل، د هوا ټيټ فشار تر کراچۍ رسېدلی او دا مهال له یادې سیمې ۱۹۰ کیلومتره ختیځ لوري کې دی.

د نوموړي په خبره، د دې امکان شته چې د نن ورځې په هره شېبې کې د سمندري توپان بڼه ځان ته خپله کړي خو د حرکت لوری یې د عمان په خوا دی، چې له امله یې د پاکستان هېڅ ساحل ته مستقیم ګواښ نه دی.

ښاغلي‌ سرفراز وويل، چې په راتلونکو دوو ورځو کې به بارانونه او سخت بادونه وي.

کراچۍ کې هم د پله پسې بارانونو رپوټونه ورکړل شوي‌ دي.