بلوچستان کې د وسله والو په بریدونو کې ۳۹ کسان وژل شوي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو ولسوالیو(ضلعو) کې د وسله والو په برېدونو کې ۳۹ کسان وژل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې تر ټولو زیات یې په موسی خېلو ولسوالۍ (ضلعه) کې دي چې شمېر یې ۲۲ کسان یاد شوی.

حکومتي چارواکو په کلات کې د یوولس کسانو او د کشم ولسوالۍ په بولان سیمه کې یې د شپږو کسان وژل تایید کړي.

بلوڅ بېلتون پاله غورځنګ د دغو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې.

د بلوچستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي له بریدونو وروسته په یوه خبر پاڼه کې ویلي، امنیتي ځواکونو په ځوابي عملیاتو کې تر اوسه دولس وسله وال وژلي دي.

له دې وړاندې د موسی خېلو يوه سيمه ييز چارواکي نجيب الله له بي بي سي سره په خبرو کې د پېښې پخلی کړی و او ویلي یې و چې بريد د موسی خېلو په راړه هاشم سيمه کې شوی.

نجيب الله ویلي و، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ناڅرګندو وسله والو د پنجاب او بلوچستان تر منځ له تلونکو ګاډو سپرلۍ راښکته او بيا يې ډزې پرې کړې دي.

نجيب الله ویلي، ټپيان د درملنې په موخه ډېره غازي خان ته لېږدول شوي. نوموړی وايي، په بريد کې لسو ګاډو ته هم زیان اوښتی دی.

موسی خېل د بلوچستان مرکز کوټې ښار شمال ختيځ ته په ۴۵۰ کيلومترۍ کې پرته سيمه ده.

اعلی وزیر بېړنۍ غونډه رابللې

د بلوچستان اعلی وزير مير سرفراز بګټي دغه بريد غندلی او له اړونده چارواکو يې د پېښې په اړه د معلوماتو او راپور غوښتنه کړې ده.

ښاغلي بګټي د بلوچستان د امنيت په اړه بېړنۍ غونډه هم رابللې ده.

د کورنيو چارو وزير محسن نقوي ويلي، هغه کسان چې په دې پېښه کې لاس لري د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

دغه بريد په داسې حال کې شوې چې د يکشنبې په شپه د بلوچستان په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو بريدونو تر څنګ چاودنې شوې دي چې مرګژوبله يې هم لرله.

د قلات ښار ته څېرمه د ناڅرګندو وسله والو په ډزو يو چارواکی ټپي شوی و او د جيوني سيمې د پولیسو له مرکزه بهره دريو موټرو ته اور اچول شوی و.

په مستونګ کې هم د امنيتي ځواکونو پر يوه پوسته بريد شوی و.

تېره ورځ د بلوچستان په پښين ښار کې د يوې بمې چاودنې له کبله دوه ماشومان او يوه ښځه وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپيان شوي وو. په ټپيانو کې پوليس هم شامل وو.

په دې وروستيو کې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې امنيتي پېښې ډېرې شوې دي چې د دغه هېواد امنيتي چارواکي يې تر ډېره پړه پر پاکستاني طالبانو، بلوڅ بېلتونپالو او نورو اورپکو ډلو اچوي.