تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ځنډ اوربند ښايي وژنې ودروي، خو شخړه به پای ته ونه رسوي
یوه لوړ پوړي فلسطیني چارواکي بي بي سي ته وویل، حماس به د اوربند په لومړۍ ورځ درې ښځینه سرتېرې خوشې کړي. په دوحه کې منځګړي هڅه کوي، اوربند د یکشنبې پر ځای د پنجشنبې په ماښام ژر پیل شي.
تر هغه چې اوربند پلی نه شي، هغه جګړه به دوام ولري چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس له خوا پر اسرائیلو له برید سره پیل شوه. د اوربند د اعلان پر مهال د غزې په شمال کې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ فلسطینیان ووژل شول.
هغه ویډیوګانې چې د غزې له شماله خپرې شوي، د قربانیانو جسدونه ښیې چې په ټوکرانو کې پوښل شوي او له روغتون بهر له امبولانسونو ښکته په لیکه اېښودل کېږي.
اوربند یوه د پام وړ ډیپلوماټیکه لاسته راوړنه ده، چې له ډېرې مودې راهیسې ځنډول شوی و. د تړون نسخې یې د تېر کال په می میاشت کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن لخوا تر اعلان وروسته د مېز پر سر وې. حماس او اسرائیل یو بل د اوربند د ځنډولو پړه پر یو بل ور اچوي.
د غزې په خان یونس کې، د بي بي سي لپاره کار کوونکو خبریالانو د فلسطینیانو د نڅاوو او شعارونو فلمونه اخیستي چې د اوربند پر موافقې خوښي څرګندوي.
اسرائيل نړيوالو خبريالانو ته اجازه نه ورکوي چې غزې ته په ازاده توګه د راپور ورکولو لپاره ننوځي.
بي بي سي او نورې خبري رسنۍ په هغو خبریالانو تکیه کوي، چې له سیمې خبرونه راټولوي. د دوی له شتون پرته به په تېرو ۱۵ میاشتو کې د جګړې راپور ورکول ناشونی و. اسرائیلو په غزه کې تر ۲۰۰ ډېر فلسطیني خبریالان وژلي دي.
د ام محمد په نوم یوې فلسطیني ښځې زمونږ یوه خبریال ته وویل، د خوښۍ او ارامۍ احساس کوي، "درد یو څه ورک شوی، که څه هم شته. هیله ده چې دا به د خوښۍ له لارې لېرې شي. پرېږدئ زموږ بندیان خوشې شي او د ټپیانو درملنه وشي. خلک ستړي شوي دي."
په غزه کې د فلسطینیانو لپاره له ژوندي پاتې کېدو پرته په غزه کې د لمانځلو لپاره ډېر څه نشته. اسرائیلو لږ تر لږه پنځوس زره کسان وژلي دي. د اسرائیلو د پوځي عملیاتو له امله تر دوه میلیونه ډېر خلک له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس د بریدونو په وړاندې چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل، اسرائیلو یې په غبرګون کې غزه په کنډوالو بدله کړه.
د حماس د روغتیا وزارت په وینا، د اسرائیلو بریدونو نژدې پنځوس زره کسان وژلي دي، چې جنګیالي او ملکي وګړي پکې شامل دي. د "لانسیټ" طبي ژورنال یوه وروستۍ څېړنه وايي ښايي دا تر ریښتینو تلفاتو ډېر کم وي.
په تل ابیب کې، د اسرائیلي یرغمل شویو کورنیو لپاره هم یو د مړي او ژوندي حالت په شان و. ټاکل شوې په راتلونکو شپږو اونیو کې د اوربند په لومړي پړاو کې، ۳۳ ښځې، زاړه نارینه، ناروغان او ټپیان د سلګونو فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې شي، خو د پاتې یرغملو راتلونکی، له نورو خبرو سره تړلی دی.
د موافقې د دویم پړاو خبرې، د فلسطیني بندیانو په بدل کې د پاتې اسرائیلي یرغملو خوشې کولو او له غزې د اسرائیلو د وتلو په اړه خبرې د موافقې له پیله شپاړس ورځې وروسته پیلېږي.
لومړۍ لویه ننګونه د اوربند ټینګښت دی. جګپوړي لوېدیځ ډيپلوماتان اندېښنه لري چې له لومړي پړاو وروسته چې ۴۲ ورځې کېږي، ښايي جګړه بيا پيل شي.
د غزې جګړې په ټول منځني ختیځ کې پراخې اغېزې درلودې. خو لکه څنګه یې چې وېره وه، دا جګړه په سیمه کې پراخه نه شوه. د جو بایډن اداره یې د کرېډېټ خپلولو ادعا کوي ، خو جګړه د جیوسټراتیژیکو بدلونونو لامل شوې ده.
حماس اوس هم د جګړې توان لري، خو د خپل پخواني حالت په سیوري بدل شوی دی. د جرمونو نړیوالې محکمې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او پخوانی د دفاع وزیر په جنګي جرمونو تورن کړي دي. د عدالت نړیواله محکمه هم د سوېلي افریقا لخوا پر اسرائیلو د نسل وژنې تور، قضیه څېړي.
وروسته تر هغه چې د لبنان حزب الله په جګړه کې ور ګډ شو، دا ډله د اسرائیلو د بریدونو له امله ډېره اغېزمنه شوه او له امله یې په سوریه کې د بشار الاسد رژیم هم نسکور شو. ایران او اسرائیل پر یو بل مخامخ بریدونه وکړل، چې ایران یې کمزوری کړ. د دغه هېواد د متحدینو او نیابتي ځواکونو شبکه چې تهران یې د "مقاومت محور" بولي، سخت زیانمن شوی دی.
له اوربنده د سرغړونو سره سره، سیاسي ارادې او سختو ډیپلوماتیکې هڅې له چانس سره ساتل کېدی شي. دا اوربند په چانس کولی شي د وژنو مخه ونیسي او اسرائيلي یرغمل او فلسطیني بندیان خپلو کورنیو ته ورستانه کړي.
خو په غزه کې له ۱۵ میاشتو جګړې وروسته، چې له څه باندې یوې پېړۍ روانې دي، د پخوا په څېر ترخې او د نه منلو وړ پاتې دي.
اوربند د جګړې د پای په معنا نه دی. د دې ټولې تباهۍ او مرګ پایلې به لږ تر لږه یو نسل احساس کړي.