تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یوناما وايي افغان ښځینه کارکوونکو ته یې د مرګ ګواښ شوی
افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما د بشري حقونو د وضعیت په اړه په وروستي راپور کې چې د یکشنبې پر ورځ خپور شو ویلي، ښځینه کارکوونکې یې د مې په میاشت کې د مرګ ګواښونو سره مخ شوې دي.
دغه ارزونه وايي، د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو ته ویلي چې ګواښونه د دوی د کسانو له لوري نه دي شوي او دا چې پلټنې به وکړي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي "دا ناسم معلومات دي" او هیڅ کوم ګواښ نشته. هغه وویل "وزارت د دې لپاره یوه خپلواکه څانګه لري، او موږ یې د ساتنې او امنیت لپاره یو ستراتیژیک پلان لرو نو په هیڅ سیمه کې د دوی لپاره هیڅ ګواښ نشته، او نه څوک دوی ته ګواښ پېښولی شي"
د یوناما تازه راپور کې نور څه دي؟
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) په درې میاشتني راپور کې ویل شوي چې طالبانو د تېر حکومت اووه امنیتي غړي وژلي دي. راپور کې ویلي، طالبانو د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو لږ تر لږه اووه تنه وژلي دي.
راپور د اپرېل له لومړۍ نېټې د جون تر پایه حالت څارلی، د دې ادارې د بشري حقونو څانګې په دې موده کې "لږ تر لږه اته د خپلسري نیونو، درې د شکنجې او بد چلند او اووه د وژنو پېښې ثبت کړې دي." د راپور په خبره دغه ټولې پېښې د تېر حکومت د چارواکو او امنیتي ځواکونو په اړه دي.
یوناما په دې وروستي راپور کې د بېلابېلو موضوعاتو لکه د بشري حقونو سرغړونې، د ښځو پر ازادۍ محدودیتونه، د بېرته ستنېدونکو له ستونزو سره مخامخېدل، ډاګیز اعدامونه او پر رسنیو او مدني فعالانو د فشارونو په تړاو معلومات خپاره کړي دي.
د راپور یوه برخه د فاریاب ولایت د ازبیک توکمیز لږکیو د پراخې نیونې پېښې ته ځانګړې شوې. ویل شوي "د جون پر اتمه د دولتاباد ولسوالۍ په قزبي قلعه کلي کې د ازبیک او پښتون وګړو ترمنځ د نښتې له امله طالبانو لږ تر لږه ۸۷ ازبکان او دوه پښتانه نیولي وو."
یوناما همدارنګه په بدخشان ولایت کې د کوکنارو "د کروندو د لهمنځه وړلو پر ضد د لاریون کوونکو د نیونې، خپلسري توقیف، بد چلند او وژنو" پېښو ته هم اشاره کړې ده.
د راپور د معلوماتو له مخې، د مې پر ۲۵مه په جرم ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د ډزو له امله یو کس ووژل شو او شپږ نور ټپیان شول.
راپور وايي، د جون پر ۳۰مه په خاش ولسوالۍ کې د لاریون کوونکو پر ضد په ډزو کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول او ۲۲ نور ټپیان شول. د دغو وژل شویو کسانو له پېښې یوه ورځ وروسته د دوی د جنازې پر مهال هم ډزې شوې چې یو کس په کې وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د راپور یوه برخه د طالبانو د حکومت لهخوا پر ښځو لګول شویو محدودیتونو ته ځانګړې شوې. ویل شوي چې نجونې لا هم له شپږم ټولګي پورته زدهکړو محرومې دي.
راپور زیاتوي، طالبانو په دې درې میاشتنۍ موده کې پر ښځو د خپل د حجاب د تفسیر د پلي کولو څارنه زیاته کړې. یوناما په هرات او ارزګان کې دوو پېښو ته اشاره کړې چې پکې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر غړو له ښځو غوښتي تر څو داسې پړونی پر سر کړي چې ټول بدن یې پټ کړي.
د جون په میاشت کې د اروزګان په ترینکوټ ښار کې هغه ښځې ونیول شوې چې د بورقې یا څادرۍ پر ځای یې پړونی په سر کړی و.
د بیان ازادي او معلوماتو ته لاسرسی هم د راپور یوه مهمه برخه ده. یوناما لیکي، په دې موده کې د افغانستان خلکو ته د معلوماتو لاسرسی په زیاتېدونکې توګه محدود شوی.
راپور څرګندوي، د طالبانو د لګول شویو محدودیتونو له امله ځېنو خصوصي رسنیو درېمه برخه کارکوونکي بېدندو شوي دي.
د طالبانو حکومت په ټولیز ډول د دې نوي رپوټ په اړه څه نه دي ویلي، خو په تېر کې د یوناما د هغه رپوټ په تړاو یې تازه غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو " له ایرانه ستانه شوي کډوال د غچ پېښو سره مخ شوي" د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویناپاڼه چې باختر دولتي خبري اژانس خپره کړې کاږي" وزارت د یوناما راپور "بې بنسټه" وباله، او استدلال یې وکړ چې دا یوازې د ۴۹ کسانو پر شهادتونو تکیه کوي او د میلیونونو راستنیدونکو مثبتو تجربو په منلو کې پاتې راغلی دی. وزارت د وضعیت د یوې پراخې ارزونې پر اړتیا ټینګار وکړ، او له یوناما څخه یې وغوښتل چې پر خپلو موندنو بیا له سره غور وکړي."
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د یوناما استازي یې وربللي وو" چې د راپور ورکولو پر اوسنۍ طريقې جدي بياکتنه وکړي او د يادو شويو علمي او مسلکي نيمګړتياوو د تصحيح په موخه عملي ګامونه واخلي او د ورته سرغړونو د دوام په صورت کې نظام خپل مکلفيت بولي چې د اذهانو د مغشوشولو په نيت د ورته بېبنسټه راپورونو په تړاو مناسب اقدام وکړي."
په دې ویناپاڼه کې د یوناما استازو ته د دغه خبرداري په تړاو نه ده روښانه شوې چې څه ډول ګام به پورته کوي.
په تېر کې د طالبانو حکومت دا ډول رپوټونه ناسم بللي وو خو دا وار یې ژبه تر نورو تنده بریښي. د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما د طالبانو د غبرګون او د دوی د استازو د ورغوښتو په اړه څه نه دي ویلي.
د ملګرو ملتو دې راپور کې د پاکستان له خاورې د افغانستان سرحدي سیمو کې د توغندیو بریدونو یادونه هم شوې، راپور کې راغلي چې د روان زېږدیز کال د اپرېل او جون په میاشتو کې دپاکستان پوځ د کونړ او نورستان پر څو ولسوالیو څلور توپچي بریدونه کړي چې یو دیارلس کلن هلک په کې وژل شوی او د مېرمنو او کوچنیانو په ګډون اوه کسان په کې ژوبل شوي دي.
پاکستان د ملګرو ملتونو د دې یادونې په اړه لا غبرګون نه دی ښودلی.