تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په افغانستان کې د بندي جوړې کورنۍ یې روغتیا ته اندېښمنه ده
د یوې بریتانوي جوړې چې د اویا کلونو په عمر دي او په افغانستان کې بندیان دي، کورنۍ، د هغوی د محکمې د ناستې له ځنډېدو وروسته د دوی د روغتیا په اړه اندېښنه ښودلې ده.
پیټر رېنولډز (۷۹ کلن) او د هغه مېرمن باربي (۷۵ کلنه) د فبرورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه بامیان ولایت ته د ستنېدو پر مهال ونیول شول.
د دوی لور سارا اېنټوېسل ویلي، دواړه د محکمې لپاره له زندانه وایستل شول او څلور ساعته له نورو بندیانو سره ځنځیر تړلي پر ځمکه ناست وو، خو بېرته زندان ته ستانه کړل شول.
هغې زیاته کړه، مور یې "د خوارځواکۍ له امله نژدې وه، چې بېسده شي" او د پلار روغتیا یې هم "له رواني پلوه خرابېږي"، سره له دې چې "یو یې هم رسمآ پړ نه دی پېژندل شوی".
سارا وویل، د شنبې پر ورځ دوی ته "په وروستۍ شېبه کې" خبر ورکړل شو، چې قاضي به وسره و نه ګوري. د زندان ساتونکو ویلي، بل قاضي به اوس دا قضیه پر مخ وړي او دوی لا هم تمه لري، چې راتلونکې اونۍ به عادلانه محاکمه وشي.
دغه جوړه په جلا زندانونو کې ساتل کېږي او د شنبې پر ورځ یې یو بل نه دي سره لیدلي.
رېنولډز او باربي، چې په ۱۹۷۰ کال کې یې په کابل کې واده کړی، له ۱۸ کلونو راهیسې په افغانستان کې د روزنیزو پروژو مشري کوله. یو یې د میندو او ماشومانو د روزنې پروګرام و.
سره له دې چې طالبانو د ۱۲ کلنۍ پورته نجونو ته زدهکړې بندې کړې او ښځو ته یې د کار اجازه نه ورکوله، د دوی کار د سیمې له چارواکو سره تأیید شوی و.
په ۲۰۲۲ کال کې طالبانو اعلان وکړ، چې ښځې به له غیرحکومتي موسسو سره له کاره منع کېږي او د ۲۰۲۴ کال دسمبر کې یې وویل، هره هغه موسسه به وتړل شي چې ښځې په کې کار کوي.
د باربي رېنولډز لور ویلي، مور ته یې یوازې یو ځل ډوډۍ ورکول کېږي او څلورم پوړ کې د محکمې د قاضي دفتر ته په زینو کې ختلو کې یې مرستې ته اړتیا درلوده.
هغې زیاته کړه: "د مور روغتیا په چټکۍ سره خرابېږي او د خوارځواکۍ له امله بېسده کېږي."
نوموړې وویل، "هغې او نورو ښځینه بندیانو ته یوازې یو وخت ډوډۍ ورکول کېږي، په داسې حال کې چې نارینه درې وخته خواړه ترلاسه کوي."
هغې دا هم وویل: "د پلار روغتیا لا هم مخ پر خرابېدو ده، سر او کېڼ لاس یې رپېږي."
د دوی کورنۍ تېرې اونۍ له طالبانو غوښتي وو، چې د روژې میاشتې ته په کتو دې یې خوشي کړي.
لور یې وايي، "دوی په هېڅ ډول جرم پړه نه پېژندل شوي او د کوم جرم شواهد هم وړاندې شوي نه دي."
سارا اېنټویسل وویل: "موږ د دې ځنډ له امله سخت ناهیلي یو. دا بېمعنا ښکاري، په ځانګړې توګه ځکه طالبانو څو ځله ویلي، دا موضوع یوازې د ناسم پوهاوي له امله رامنځته شوې او دوی به ژر خوشي کړای شي."
د طالبانو یوه ویاند عبدالمتين قانع د فبرورۍ پر ۲۴مه بيبيسي ته ویلي وو: "یوه لړۍ فکري ارزونې روانې دي او وروسته به هڅه وکړو، چې دوی ژر تر ژره خوشي کړو."
د بریتانیا حکومت د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په کابل کې خپل سفارت بند کړی او ډېپلوماتان یې ایستلي دي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې، چې افغانستان ته له سفره ډډه وکړي.