تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغانستان کمساری لومړی وزیر
- Author, اصف معروف
- دنده, بي بي سي
محمد موسی شفیق د افغانستان د ولسواکۍ په لسیزه کې مهمه څېره او د نوې حکومتولۍ د دودولو سرلاری یادیږي.
شفیق لکه د افغان سمونپالنې، کودتا، زندانونو او بالاخره د خلق او پرچم ډلګیو له لوري په څرخي پله زندان کې د مرګ سزا هم له محکمې پرته ولیده.
د لومړي وزیر په توګه د محمد موسی شفیق دنده له ۱۹۶۳ تر ۱۹۶۴ میلادي کاله د مشروطه شاهۍ تر چتر لاندې د افغانستان د ډیموکراسۍ لسیزې په سیاسي بهیر کې د یوه مهم ټکي په توګه یادیږي.
موسی شفیق ته د یوه ځیرکه او هوښیار مدیر په سترګه کتل کېده چې نړۍ او افغانستان یې لوستی و او د پاچا ظاهر په پرېکړو یې مخامخ اغېز درلود.
د شخړو او کودتاګانو په اله ګوله کې د ښاغلي شفیق نوم او څېره تر ډېره نا پېژانده پاتې شوه، خو تاریخ لیکونکي وايي په سیاسي واک او افغانستان کې د دین او دیموکراسۍ په پيونده کې د نوموړي ونډه د هېرېدو نه ده.
هغه د مشروطیت په غېږ کې اسلام او موډرنیزم د ولسي ښېګڼې لپاره وکارول.
د افغانستان د سیاسي ډګر یوه فعاله فاطمه ګیلاني وايي موسی شفیق د هغه مهال په دربار کې د روحانیت له مخکښې څېرې پیر سیداحمد ګیلاني سره د پېژندګلوۍ له لاري پاچا ظاهرخان ته لار ومونده.
ظاهر شاه د نور احمد اعتمادي، ډاکتر محمد یوسف، محمد هاشم میوندوال، ډاکتر عبدالظاهر په صدارت له څو کاواکه حکومتونو وروسته هیلې په ده پورې تړلې وې. ده په خپل حکومت کې سیاسي ثبات او ډیموکراسي تمثیل اساسي قانون تصویب او د ګوندونو قانون بشپړ کړ.
محمد موسی شفيق دوکتورا نه لرله. جلال اباد کې يې د نجم المدارس ديني مدرسه او وروسته دکابل په عربی دارلعلوم کې زدکړې کړې وې.
له هغه ځايه مصر کې الازهر پوهنتون ته ولاړ او بيا يې د نيويارک کولمبيا پوهنتون کې ماسټري وکړه.
فاطمه ګیلاني وايي " زما په اند يو له لومړنيو ګامونو چې شفیق يې د افغانستان له وګړو او په ځانګړې توګه له اعليحضرت ظاهر شاه سره معرفي کړ هغه د ۱۹۶۴ کال اساسي قانون کې د ده رول و. هغه اساسي قانون چې افغانستان يې له مطلقه شاهي څخه مشروط شاهي ته ولېږداوه."
محمد موسی شفیق د لویې جرګې په سمبالښت کې مهم نقش ولوباوه. هغه تل د بحثونو او خبرو کوربه وو، په دیني او سیاسي برخو کې یې د پراخې مطالعې له کبله پوخ استدلال کاوه او وړاندیزونو ته به یې موزونه حل لاره لټوله. هغه به د خپل پلار مولوي محمد ابراهیم کاموي اندېښنو ته چې د ده استاد هم و ، په سړه سینه ځواب وایه.
پخوانی دولتي چارواکی محمد امین فرهنګ وايي په لویه جرګه کې د پلار او زوی بحثونو خورا لوړ تاریخي ارزښتونه رامخې ته کړل.
"لويه جرګه کې د قضا په اړه مهم بحث وشو، دلته ډېر په زړه پورې څه وشول - هغه د پلار او زوی يعنې د مولوي محمد ابراهیم کاموي او موسی شفیق ترمنځ سخت بحث و. موسی شفيق دلته وکولی شول پلار ته په احترام سره قناعت ورکړي چې اړينه نه ده، سل په سلو کې په هر قانون کې وويل شي چې د حنفي فقهې له مخې، بلکې همدا چې د افغانستان په اساسي قانون کې ویل شوي چې هېڅ قانون د حنفي شريعت خلاف نشي راتلی، همدا کافي ده، بايد په هره ماده کې د دې يادونه ونکړو."
موسی شفیق په مصر او امریکا کې د حقونو په برخه کې دوه ماسترۍ ترلاسه کړې.
هغه په ځوان عمر کې دولتي مامور او ډیر ژر د لوړ رتبې چارواکی شو. د هغه لومړنۍ دنده په شاهي دارالتحریر کې وه.
ورپسې د عدليې وزارت مامور شو او د کابل پوهنتون استادي یې هم تجربه کړه.
ښاغلي شفیق د افغانستان د اساسي قانون په بشپړولو کې په هر اړخیز ډول مسایل وتراشل.
هغه وخت د عدلیې زوارت یو مامور بها الدین بها له موسی شفیق سره د خپلې کار د تجربې په اړه وايي، هغه د مدیریت خپله ډېره جلا ځانګړنه درلوده او د هېواد له راتلونکو کادرونو سره یې په زړه سوي چلن کاوه.
د هغه مهال جګپوړي قضايي چارواکي وايي، پاچا په ګومارنو کې خورا لوړ تشخیص درلود. موسی شفیق د همدغه بادرکه ګمارنو پایله وه چې تر پایه د نوموړي دنده په ښه ډول پر مخ تله.
" د خدای بښلي اعلیحضرت ظاهرشاه یو جوت، البته ډېر جوت ټکی دا و چې د پوه وګړو او هغو کسانو چې ورباندې به حساب کېدای شوای پېژندګلوي کوله او دې ته له پاملرنې پرته چې کومې سیمې، کوم قوم او یا کومې پرګنې سره تړاو لري، یوازې چې دومره به وپوهېد، چې دغه کس په خپله دغه وړتیا افغانستان او دې خاورې ته ګټور پرېوځي، نو هغه به یې مانه، غېږه به یې ورته پرانیسته او په وړنده کارونو به یې وګوماره.
ښاغلی شفیق هم د هغو کسانو په ډله کې و چې واقعآ په ډېرې وړتیا سره یې ټولې وسپارل شوې دندې ترسره کړې. کله چې ښاغلی شفیق د عدلیې وزارت مرستیال و هغه مهال د افغانستان د اساسي قانون، د ډېموکراسۍ د دورې اساسي قانون د تسوید یا طرحې جوړولو خبره مطرح وه او ښاغلی شفیق په لومړیو کې د اساسي قانون د تسوید د کمیسیون منشي و.
کله چې د اساسي قانون طرحه بشپړه شوه او د اساسي قانون د تصویب لویې جرګې ته وړاندې کېدله نو ښاغلی شفیق بیا د لویې جرګې منشي هم و."
موسی شفیق د جمال عبدالناصر د واکمنۍ پر مهال په مصر کې د یوې دورې لپاره افغان سفیر و. دا ماموریت په ۱۳۰۰۰ کال کې هغه وخت و چې ډاکتر عبدالظاهر د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکل شو.
پاچا ظاهر شاه یو مهال ویلي و، داود خان تل د کېدونکو چارو پر وړاندې راپورته کېده، نور لومړي وزیران به تل د پاچا د لارښوونو په تمه وو. خو موسی شفیق تر دې ټولو ځانګړی و.
فاطمه ګیلانی وایی "خپله اعلیحضرت ماته وویل، محمد موسی شفیق یوازینی صدر اعظم و چې له ستونزو سره به راته راغی او هر یوې ستونزې لپاره به یې څو حل لارې لرلې. دوه درې حل لارې به یې په ګوته کړې او بیا به یې دا هم ویل چې کومه حل لاره غوره بولې او ولې.
یو استثنايي کس و. شاعر و. په پښتو، دري او عربي ادبیاتو ښه پوهېده. انګریزي یې ډېره ښه وه. کله چې د اساسي قانون خبره وه او دی فرانسې ته و استول شو چې د قوانینو په تړاو لا ډېر پوهاوی ترلاسه کړي، نو له څلورو میاشتو وروسته چې بېرته راستون شو په فرانسوي ژبې یې خبرې او لیکل کولی شول، دا عادي خبره نه ده."
د مېرمن ګیلاني خبره ده چې هغه د اسلام پوهنې او نوې نړۍ د زده کړو پر بنسټ د دین او مډرنیزم تر منځ د یوه پل حیثیت درلوده.
" کله چې د بهرنیو چارو وزیر او بیا صدر اعظم شو، نو یو ځل بیا د اعلی حضرت ظاهر شاه د خوله خبره یادوم چې ویې ویل، د ایران شاهنشاه ورته ویلي و رخه مې کېږي چې ته داسې صدر اعظم لرې.
پراخ نظر یې درلود. بیا د امریکا نیویارک کې د کولمبیا پوهنتون ته لاړ او هلته یې ډېر څه زده کړل، یانې د مدرنیزم او اسلام ترمنځ یې یو ښه انډول ساتلی و."د ډاکټر محمد یوسف په لومړي وزارت کې د صدارت مرستیال او پاچا ظاهر خان ته نژدې څېره سید شمس الدین مجروح د سمونو او پرمختګونو دغه بهیر کې ورګډ وو.
هغه وايي "وروسته د محمد داود خان په جمهوریت کې هغه دوه نیم کاله زندان کې وساتل شو. پر هغه لګول شويو تورونو کې یې یو لوی هغه له ایران سره د اوبو معمله وه چې د نړیوالو قوانینو له مخې هغه حق چې ایران درلود باید په ګوته شوی وای. ښاغلی بها وايي هغه پخپله د هیرمند د اوبو د تړون په هکله شور ماشور اورېدلی و."
ښاغلي شفیق راته وویل، د هلمند سیند د حقابې تړون مې یوه متخصص ته چې وروسته د هاګ په نړیواله محکمه کې حقوق پوه شو، وسپاره او هغه شپږ میاشتې وخت وغوښت. له شپږو میاشتو وروسته یې راته وویل چې ایا ایران رښتیا دې ته چمتو دی چې دا تړون لاسلیک او تایید کړي، ځکه ټولې مادې یې د افغانستان په ګټه دي.
ښاغلي شفیق وویل، د ایران پاچا رضا شاه وروسته وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د باور جوړونې او د اړیکو ټینګښت لپاره د تړون پر موادو سترګې پټې کړې، هغه یې منلی او لاسلیک کړی دی.
د محمد داود خان د جمهوري دولت چارواکو د هغه له لوري شوی تړون راپورته کړ او وړاندیز دا و چې له ارزونې وروسته دې یې ملامت وپېژندل شي.
محمد داود خان وروسته دغه حقابه ومنله او موسی شفیق له زندانه ازاد شو. خو د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د غوايي د اومې په خونړۍ کودتاه کې بیا د زندان تورو تمبو ته ټیل وهل شو او څلور ورځې وروسته یې د داود خان د حکومت د سلګونو نورو چارواکو په ګډون د څرخي پله زندان په پولي ګون کې په ډزو وواژه.
د هغه مهال یوه افسر نکل کوي چې له مرګ وړاندې ورته ویل شوي و چې د وژنې پلمه ورته پر ایران د هیرمند د اوبو تړون ښودل شوی.
د خلق ګوند یوه غړی وايي موسی شفیق له نور محمد ترکي سره شخصي پېژندګلوي درلوده او وخت ناوخت به یې له هغه سره کتل او ان د استاد خطاب ېې ورته کاوه.
کله چې ترکی واک ته ورسېد او په ۱۹۷۸ کال کې یې د انقلابي شورا مشري یې ترلاسه کړی، غوښتنه یې وکړه چې موسی شفیق ارګ ته ور وبولي دچې دی ورسره وګوري.
خو حفیظالله امین اطلاع ورکړه چې ښاغلی شفیق د کودتا لومړۍ اونۍ کې وژل شوی. دې موضوع ترکی خواشینی کړی او ویې ویل دا کار باید نه وای شوی.