تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
مولوي کبیر: د امر بالمعروف کسان باید له خلکو سره په نرمښت چلن وکړي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزار سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خپل امر بالمعروف وزارت له چارواکو څخه غوښتي چې له خلکو سره په چلن کې له نرمښت او (حکمته) کار واخلي.
نوموړي په کابل کې د "اسلامي نظام او یووالي استحکام" په نامه یوې غونډې ته وینا کې زیاته کړه، "زموږ قوت د دې لپاره نه دی، چې د خپل ملت په مقابل کې یې وکاروو، ولې به یې کاروو؟ چې په قربانۍ کې او په نظام کې یې له ځان سره شریک بولې، نو بیا څه حق لرې،چې تکلیف ورته ورکوې."
مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، دوی پخواني مجاهدین خپل مشران وروڼه بولي، خو په وینا یې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته د اسلامي نظام په ټینګښت کې پاتې راتلل د ټولو مجاهدینو له کبله نه وو، بلکې (ځینې جګړه غوښتونکي، قدرت طلبه او ماده پرست خلک وو، چې له کبله یې ټول مجاهدین بدنام شول.))
د یادونې ده، چې همدا تېره اونۍ بي بي سي ته مالومه شوه چې لسګونه نجونې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د امربالمعروف محتسبیونو نیولې دي.
د خواله رسنیو په ځینو هغو تصویرونو کې چې د جنورۍ په لومړیو کې خپاره شوي وو، لیدل کېږي چې د کابل په تایمني او د کابل ښار په لویدیځ کې ځینې ښځې د امر بالمعروف له خوا نیول کېږي او موټرو ته پورته کېږي.
د طالبانو دغه چارواکو ادعا کوله، چې دغه ښځې یې "د هغوی د شرعي محرمانو په غوښتنه ښځینه پولیسو نیولې دي."
د طالبانو امر بالمعروف وزارت ویاند مولوي عبدالغفار سباوون هم بي بي سي پښتو ته تائید کړې وه چې محتسبیونو یې یو شمېر ښځې نیولې دي، خو د شمېر په اړه یې له څه ویلو ډډه کړې وه.
مولوي عبدالکبیر د کابل نننۍ غونډې ته وینا کې پر دې موضوع د خبرو په ترڅ کې د امربالمعروف او نهي عن المنکر ادارې کړنو ته په اشارې سره وویل: "ما (دوی ته) په مجلس کې هم ویلي چې یوه سړي مستحب پرې ایښي وي او ته د فرض پرې ښوولو سزا ورکوې، نه! په ارام سره، په خاموشۍ سره په توصیه باید کار وشي."
مولوي کبیر وویل، د امربالمعروف ادارې په مشرتابه کې د (شیخ الحدیث) کچې دیني عالمان شته او په وینا یې "داسې هېڅکله نه شي کېدای چې هغه به داسې څه کوي، چې د امر بالمعروف طریقه نه وي او له خلکو سره به ظلم او زیاتي وي، دا به هېڅکله انشاالله له تاسې سره نه کېږي."
په ورته مهال د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري په ملګرو ملتونو کې د بلجیم له استازولۍ مننه کړې، چې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره یې د لسو هېوادونو د استازو یوه غونډه رابللې.
اغلې امیري په یوه ایکس پیغام کې ویلي: په داسې حال کې چې د طالبانو لخوا د ښځو مقابل کې ځپونکي اقدامات زور اخلي زموږ لپاره اړینه ده، چې په ټولیزه توګه د افغان ښځو لپاره د ملاتړ لپاره رغنده ګامونه پورته کړو.
له هغې راهیسې چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، د ملګرو ملتونو په وینا یې لسګونه بندیزونه او سپارښتنې پر ښځو د بندیزونو لپاره خپرې کړې دي.
له ښوونځیو او پوهنتونونو د نجونو منع کول، کارونو ته نه پرېښودل او له سیل ځایونو او پارکونو را ګرځولو یې مهمه هغه بلل کېږي.
طالب چارواکي بیا ټینګار کوي چې "نظام یې اسلامي دی" او هغه څه پلي کوي چې "دوی یې په خپل تعبیر سوچه اسلامي ګڼي."