د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې لانجې د حل غوښتنه شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر جنید ماکدا په یوه بیان کې ویلي، له مهمو اړوندو چارواکو او وزارتونو سره له ګڼو ناستو سره سره د نویو مقرراتو پر سر د کړکېچ په ختمولو کې پاتې راغلي دي.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر جنید مقداد وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د نویو مقرراتو پر سر د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره له مهمو چارواکو او وزارتونو سره یې ناستې بې پایلې پای ته رسېدلي.
دوی په یوه اعلامیه کې ویلي، په نویو مقرراتو کې د پروسس لس سلنه فیس ټاکل، د ځینو ځانګړو تجارتي توکو پر صادراتو بندیز او د دواړو هیوادونو ترمنځ په سوداګرۍ کې د بانکي ضمانت خط پرځای دوراني ضمانت خطر ټاکل شامل دي.
د پاکستان "ده نیوز" ورځپاڼې د ښاغلي ماکدا له قوله ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کړکېچ سوداګرو او ښکېلو اړخونو ته پاموړ زیان اړولی.
نوموړي ویلي چې پر سوداګریزو توکو د تعرفو د زياتوالي له امله پر پولو درول شوي ګڼ مالونه خوسا یا خراب شوي دي.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر له اړوندو چارواکو غوښتي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ او صنایعو د راکړې ورکړې پر وړاندې د شته خنډونو او ستونزو د لرې کولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.

د عکس سرچینه، Social Media
هغه ویلي، چې دا وضعیت د دواړو هېوادونو اقتصادي ګټو ته زیان رسوي او د پولې دواړو خواوو ته سوداګرو او ښکېلو خلکو ژوند له ستونزو سره مخامخ کوي.
دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او د پاکستان د موقت حکومت ترمنځ ورستیو کې سیاسي ناندرۍ زیاتې شوي چې له کبله یې پاکستان سلګونه زره افغان کډوالو له دغه هېواده وایستل او افغانستان ته یې ستانه کړل.
ترڅنګ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم اغېزمنه شوې ده چې له اوږدې مودې راهیسې د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو څه باندې درې زره کانټینرونه درول شوي چې له کبله یې افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالره زیان اوښتی.
خو پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې دغه توکي د ګمرکي معافیت څخه په استفادې افغانستان ته ځي او بیا له هغه ځایه بېرته پاکستان ته قاچاق کېږي.











