ای ایم ایف پاکستان د هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ، چې له سختو شخړو سره مخامخ دي

    • Author, تنویر ملک
    • دنده, خبریال

د پیسو نړیوال وجهي صندوق (ای ایم ایف) پاکستان د شپږ هغو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی، چې سږ کال له سختو شخړو سره مخامخ دي.

د ای ایم ایف مسوولینو په خبره د شخړو او سختو مائکرو اکنامک یا اقتصادي پالیسیو له کبله د دې هېوادونو اقتصادي وضعیت اغېزمن کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د ای ایم ایف د پور ورکولو پروګرام کې شامل دی. په همدې لړ کې پاکستان ته روانه میاشت یو اعشاریه یو میلیارد ډالر ورکړل شوي او د همدې پروګرام له مخې پاکستان ته د څه باندې درې میلیارد ډالرو پور ورکولو لپاره ژر خبرې پیلېږي.

د ای ایم په رپوټ کې د پاکستان اقتصادي وضعیت په هکله ځینې وړاندوینې هم شوې دي او د دې تر څنګ دغه هېواد د عراق، سوریې، صومالیې، سودان او یمن تر څنګ د هغو هېوادونو په لیست کې شامل کړی چې د ای ایم ایف په وینا له سختو شخړو سره لاس او ګرېوان دي.

د ای ایم ایف رپوټ ښيي چې پاکستان کې پر ملکي او نظامي ځواکونو د وسله والو بریدونه ډېر شوي، چې دې کې پر پاکستان مېشتو چینایانو شوي بریدونه هم شامل دي.

د یادونې ده، چې تېره میاشت په یوه برید کې پنځه چینایان ووژل شول.

پر پاکستان به یې اغېز څه وي؟

د اقتصادي چارو ماهر ډاکتر اکرام الحق په دې هکله بي بي سي ته وویل، د ای ایم ایف په رپوټ کې د ترهګرۍ پېښو تر څنګ په هېواد کې دننه سیاسي بې ثباتي او د بیو ګرانوالی هم یاد شوي، چې په خبره یې د پاکستان لپاره خطرونه دی.

ای ایم ایف وايي، که د روان کال له جنورۍ تر مارچ میاشتو پورې په یوه هېواد کې ۲۵ کسان په وسله والو بریدونو کې وژل شوي، داسې هېواد په همدې لیست کې شاملېږي.

د ډاکتر اکرام الحق په وینا ای ایم ایف چې کومه تګلاره خپله کړې، په دې کې د وسله والو له لوري پر ملکي تاسیساتو بریدونه او پر چارواکو او بهرنیانو بریدونه شامل دي.

د نوموړي په خبره هېواد ځکه په جنګي وضعیت کې دی، چې د هېواد پوځونه هم د وسله والو او سخت دريځو له بریدونو سره مخامخ دي.