د پاکستان خزانې وزیر: ای ایم ایف ښه رویه نه کوي، یو دوست هېواد به پاکستان ته درې میلیارده ډالر ورکړي

    • Author, نور سعید
    • دنده, بي بي سي لندن

د پاکستان خزانې وزیر اسحاق ډار له پاکستاني خصوصي ټلویزیون جیو نیوز سره خبرو کې ویلي، دوو اونیو کې به له یوه دوست هېواده درې میلیارده ډالر تر لاسه شي.

د نوموړي په وینا دی نه غواړي اوس د دې هېواد نوم واخلي چې پاکستان ته درې میلیارده ډالر ورکوي، خو په وینا یې خبره وروستي پړاو ته رسېدلې ده.

د ښاغلي ډار په وینا له دې درې میلیاردو ډالرو سره به د پاکستان بهرنیو اسعارو زېرمو کې زیاتوالی راشي.

نوموړي په دې مرکه کې ادعا وکړه، چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق (ای ایم ایف) مسوولینو رویه چې پاکستان ته پور ورکوي، عادي نه ده، خو د دې تر څنګ ښاغلي ډار زیاته کړه، د دې چارې لاملونو په هکله به د احساساتو څرګندونه د پاکستان په ګټه نه وي.

اسحاق ډار وايي، که ای ایم ایف پاکستان ته د ۵۰۰ ډالرو تازه قسط ور نه کړي، د ده په خبره بدیل پلان یې چمتو کړی دی. ښاغلی ډار وايي، چې دی پوهېږي له ای ایم سره پلان څنګه بشپړېږي.

له دې مخکې په تېره اګست میاشت کې د پاکستان مرکزي بانک ویل شوي وو، د ای ایم ایف اجرايي پلاوي له منظورۍ وروسته یې د پاکستان لپاره د دې ادارې د پور اووم او اتم قسط پیسې ترلاسه کړې دي.

پاکستان د وارداتو او صادراتو تر منځ د ناسم انډول له کبله د بهرنیو اسعارو زېرمې له ستونزې سره مخامخ دی، د دې تر څنګ د سږني دوبي په پای کې د سختو سېلابونو او اوکرایین جګړې له کبله د سونتوکو بیو لوړېدو له امله د پاکستان اقتصاد تر سخت فشار لاندې دی.

د پاکستان حکومت او ای ایم ایف تر منځ له ۲۰۱۹ کال راهیسې دې هېواد ته په درې کالو کې د شپږ میلیارده ډالره پور ورکولو تازه پروګرام په هکله مذاکرات څو ځله وځنډېدل.

په تېر اپریل میاشت کې چې پاکستان کې د میان محمد شهباز شریف په مشرۍ نوی حکومت جوړ شو، له ای ایم ایف سره مذاکرات پیل شول او د پاکستان هغه وخت خزانې وزیر مفتاح اسماعیل دا مذاکرات مثبت بللي وو.

د پاکستان خزاني فدرالي وزیر اسحاق ډار بیا له جیو نیوز سره وروستۍ مرکه کې پر ښاغلي اسماعیل هم نیوکې کړې.

د ۲۰۱۹ کال جولای میاشتې هوکړې له مخکې ای ایم ایف د پاکستان لپاره د شپږ میلیارده ډالره پور پروګرام منظور کړ.

بل لور خبریال تنویر ملک په خپل رپوټ کې وايي، د جمعې پر ورځ د پاکستان ونډو بازار کې راکړه ورکړه، سوکه وه. شنونکي د ونډو په بازار کې د کاروباریانو دلچسپي نه اخیستو لاملونه د پاکستان سیاسي کړکېچ او مخ پر ځوړ اقتصادي وضعیت بولي.

د شنونکو په اند له ای ایم ایف سره د پاکستاني چارواکو په مذاکراتو کې ځنډ او له همدې کبله د وروستي قسط ځنډېدو له امله ښايي له هېواده بهر د پاکستان راکړه، ورکړه اغېزمنه شي، چې د هېواد اقتصاد ته زیان اړولای شي.