تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین افغانستان کې د ډبرو له سکرو د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید کې پانګونه کوي
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د چین د سوداګرۍ خونې استازو د برېښنا شرکت له چارواکو سره لیدنه کې ویلي هېواد یې لېوال دی چې افغانستان کې د ډبرو له سکرو د ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید پر دستګا پر جوړولو پانګونه وکړي.
د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي د طالبانو تر واک لاندې ملي تلوېزیون ته ویلي:
"د چین د سوداګرۍ خونې استازي راغلي وو، دوی غواړي افغانستان کې د سکرو د ډبرو برېښنا تولید کړي چې د تولیدوونکې دستګا ظرفیت به یې ۵۰۰ مېګاواټه برېښنا جوړول وي".
په وچه کې د ایسار افغانستان د انرژۍ لپاره د چین پانګونه ګټوره ګڼل شوې چې د ځینو کارپوهانو په وینا، د ډبرو له سکرو په سمه توګه ګټه اخیستل به د ګاونډیو هېوادونو پر برېښنا د افغانستان تکیه راکمه او پر خپل ځان به د بسیاینې لوري ته بوتلل شي.
چین افغانستان کې د ډبرو له سکرو د برېښنا تولید ته داسې مهال زړه ښه کړی چې افغانستان د تل په څېر په ژمي کې اوس د برېښنا له جدي کمښت سره مخامخ دی او د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر مولوي عبداللطیف منصور تاشکند ته تللی او له ازبک چارواکو سره د وارداتي برېښنا تړون یې د یو کال لپاره غځولی دی.
ښاغلي منصور له تاشکنده د بي بي سي حفیظ الله معروف ته وویل، دوی له ازبک چارواکو سره تر اوږده بحث وروسته د یو کال لپاره د وارداتي برېښنا تړون لاسلیک شو.
په تېرو نژدې دوو میاشتو کې د کابل په ګډون ځینو نورو ولایتونو د شپې یوازې دوه یا درې ګړۍ برېښنا لرله.
عبداللطیف منصور وویل، له افغان پانګوالو یې غوښتنه دا ده چې برېښنا کې پر ځان د بسیا کېدو لپاره د افغانستان په ځینو لوېدیځو ولایتونو کې د بادي برېښنا فعالولو کې پانګونه وکړي چې په دې سره به افغانستان په کور د ننه تولیدېدونکې شاوخوا ۱۶۰۰ مېګاواټه برېښنا ولري.
دی زیاتوي، د بندونو جوړول هم د برېښنا تولید کې مرسته کوي چې د ډبرو له سکرو په ګټه اخیستنه د برېښنا تولید کې ګټه واخیستله شي.
افغانستان د ډبرو سکرو ډېر کانونه لري او د استخراج چارې یې هم روانې دي چې په معیاري ډول استخراجول او برېښنا کې ترې ګټه اخیستل یې د برېښنا د کمي ستونزې هواري کې مرسته کولی شي.
افغانستان د انرژۍ تولید برخه کې لاس نا وهلی ګاز، د ډبرو سکاره، اوبه او لمر لري.
د طالبانو حکومت وايي، له ازبکستان سره یې تر ۲۰۲۸ کال پورې د وارداتي برېښنا په تړاو خبره کړې ده، خو هر کال یې د تړون غځول ځکه ضروري دي چې کله کله د برېښنا نرخونه لوړ شي یا تخنیکي ستونزې پکې رامنځ ته شي.
ځینو چینايي پانګوالو په تېر حکومت کې د ۲۰۲۱ کال د مې پر ۳۰مه هم افغانستان کې د ۴۰۰ میلیون ډالرو په پانګونه د ډبرو له سکرو په ګټه اخیستو د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا تولیدولو هوډ کړی و.