د اسرائیل د جګړې د کابینې وزیر بیني ګانټز له بېړني حکومته استعفا وکړه

ګانټز

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ګانټز د اسرائیلي یرغمل شویو له کورنیو بخښنه وغوښته، ویې ویل: "زه بخښنه غواړم، موږ ناکام شوي یو." هغه زياته کړه: "د تښتول شويو کسانو کورنيو ته وايم چې موږ په ازموينه کې ناکام شوي او د خپلو بچیانو د راستنولو توان نه لرو."

د اسرائیلو د جګړې د شورا غړو بیني ګانټز او ګادي ایزنکوټ د اسرائیلو له بېړني حکومته خپلې استعفاوې اعلان کړې دي.

ګانټز د اسرائیلو پر لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو غږ وکړ چې ژر تر ژره ټاکنې وکړي.

ګانټز وویل: "موږ نن په درانه زړه سره اضطراري حکومت پرېږدو او د حکومت پرېښودو پرېکړه پېچلې او دردوونکې ده." هغه زیاته کړه: "نتنیاهو د ریښتینې بریا مخه نیسي. د نتنیاهو په حکومت کې سیاسي ملاحظات د غزې په جګړه کې د ستراتیژیکو پرېکړو مخه نیسي."

هغه د ګوند په مشرانو غږ وکړ چې د "ملي صهیونیسټي ملي وحدت حکومت" د جوړولو لپاره د ټاکنو ترسره کولو لپاره زما تر څنګ ودرېږي.

ګانټز د دفاع وزیر یوف ګالنټ ته په خطاب کې زیاته کړه: "ته باید زړور اوسې او هغه څه وکړې چې باید ترسره شي."

ګانټز خپله استعفا وړمه ورځ (شنبه) له نصیرات کمپه د څلورو یرغمل شویو کسانو د ژغورنې د عملیاتو له امله ځنډولې وه.

د اسرائيلو دغه پخواني لوی درستیز ګانټز تېره میاشت ګواښ وکړ که د بنیامین نتنیاهو په مشرۍ حکومت د جون تر اتمې د غزې د جګړې لپاره نوی پلان تصویب نه کړي، نو دی به له حکومته استعفا وکړي.

ایزنکوټ نتانیاهو ته په خپل استعفا لیک کې ویلي چې هغه کابینې چې هغه یې مشري کوي "د جګړې اهدافو ته د رسېدو لپاره اړین تصمیمونه نه دي نیولي،" هغه زیاته کړه، له پرېکنده پرېکړې کولو ډډه کول د اسرائیلو ستراتیژیک وضعیت او ملي امنیت ته زیان رسوي.

هغه وویل: "موږ په وروستیو کې شاهدان یو چې د نتنیاهو لخوا شوې پرېکړې د هېواد د مصلحت لپاره اړینې نه دي."

"جګړه کې بیه دردونکې ده او تر زرو ډېرو اسرائیلي کورنیو دروند قېمت ادا کړی"

د اسرائیلي یرغمل شویو کورنیو مظاهره

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اسرائیلي یرغمل شویو کورنیو مظاهره

ګانټز په یوه کنفرانس کې وویل چې د جګړې بیه پرې کول دردناک وو او له زرو ډېرو اسرائیلو کورنیو خورا درنه بیه پرې کړه، هغه زیاته کړه: "د برمته شویو خلکو د خلاصون لپاره د وړاندیز شوې معاملې لپاره هرڅه باید وشي."

ګانټز د اسرائیلي یرغمل شویو له کورنیو بخښنه وغوښته، ویې ویل: "زه بخښنه غواړم، موږ ناکام شوي یو." هغه زياته کړه: "د تښتول شويو کسانو کورنيو ته وايم چې موږ په ازموينه کې ناکام شوي او د خپلو بچیانو د راستنولو توان نه لرو."

د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر یایر لاپید پخپله تبصره کې ویلي چې د ګانټز او ایزینکوټ پرېکړه د "ناکام" اسرائیلي حکومت پرېښودو لپاره "مهمه او سمه ده."

لاپید زیاته کړه د دې وخت را رسېدلی چې دا "افراطي حکومت" پر داسې یوه هوښیار حکومت بدل شي چې امنیت او برمته شوي خلک بېرته راستانه کړي او "د اسرائیل نړیوال موقف بېرته راوګرځوي."

نتنیاهو له خپله اړخه ویلي: "دا د وتلو مناسب وخت نه دی، بلکې د ځواکونو د یو موټی کولو وخت دی."

"د اسرائیلو اتباعو، موږ به تر بریا او د جګړې د ټولو اهدافو تر لاسته راوړلو پورې، تر ټولو لومړی د خپلو ټولو یرغمل شویو خوشې کولو او د حماس د له منځه وړلو پورې دوام ورکوو."

د اسرائیل د ملي امنیت وزیر ایتامار بین ګویر د ګانټز د استعفا په درشل کې وویل هغه نتنیاهو ته یوه غوښتنه لیږلې چې د جګړې له شورا سره یو ځای شي.

د اسرائیل بیتنا ګوند مشر اویګدور لیبرمن وویل له حکومته د ګانټز د وتلو اعلان ان که ناوخته هم دی، خو ښه دی، د نه کولو پرتله ښه کار دی او ټینګار یې وکړ چې د "صهیونیسټ ایتلاف" د جوړولو وخت رارسېدلی دی. "

بله خوا، د اسرائیلو د مالیې وزیر بیزلیل سموتریچ د جګړې له شورا د ګانټز وتل "غیر مسؤلانه ګام" وباله.

 کرښه

بیني ګانټز څوک دی؟

ګانټز

د عکس سرچینه، REUTERS

بیني ګانټز د ۱۹۵۷ کال د جولای پر اومه د اسرائیل په 'کفر احیم' کې زیږېدلی، مور یې د هنګري او پلار یې رومانیا اصاله دی.

هغه په ​​۱۹۷۷ کې اردو کې شامل شو، پراشوټ لېوا کې یې دنده پیل کړه او په ۱۹۹۵ کال یې رتبه قوماندانۍ ته ترفېع شوه،

په ۲۰۱۱ کې، هغه د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز شو؛ هغه یو له مهمو پوځي ماموریتونو څخه چې هغه په ​​​​دې موقف کې د غزې په تړانګه کې د فلسطین حماس غورځنګ پر وړاندې د محافظت عملیات وو.

په دې منصب کې هغه ته سپارل شوې مهمه پوځي دنده په غزه تړانګه کې د حماس ډلې پرضد عملیاتو کې مشري وه.

کرښه

"د ګانټز وتل باید د بندیانو خوشي کولو او غزه کې د جګړې بندولو لپاره یوې موافقې ته پر رسېدو اغېز ونه کړي"

د یرغمل شویو او د ورکو شویو کسانو د کورنیو لپاره فورم په یوه بیان کې وویل چې له ټلوالې د بیني ګانټز او د هغه د ملي یووالي ګوند وتل باید د بندیانو خوشي کولو او په غزه کې د جګړې د بندولو لپاره یوې موافقې ته د رسېدو ملاتړ اغېزمن نه کړي.

په بیان کې ویل شوي، "د نتنیاهو معامله لاهم د مېز پر سر ده او یوازې دا توان لري چې ټول یرغمل بېرته راستانه کړي: که ژوندي وي بېرته عادي ژوند ته راستانه او که مړه وي خښولو ته".

فورم په حکومت غږ کوي چې دا تړون تصویب کړي، که څه هم حماس ویلي چې په بشپړ ډول د جګړې پای ته رسولو له ژمنې پرته به له شرایطو سره موافقه ونه کړي.

په بیان کې ویل شوي، "د اسرائیلو دولت به هغه مشران ونه بخښي چې د حماس په تونلونو کې یرغمل شوي کسان پرېږدي."

د نتنیاهو د حکومت ښي اړخي غړي، چې له حماس سره د یوې موافقې د رسېدو مخالفت کوي، ویلي چې دوی به د ګانټز د استعفا په پایله کې د حکومت په پرېکړو کې د ډېر نفوذ ترلاسه کولو هڅه وکړي.