اسرائیل وايي، پوځ یې د ملګرو ملتونو د هغو بنسټونو نوملړ ته لوېدلی چې د ماشومانو خلاف سرغړونې کوي

په غزه کې د اسرائیلي پوځ عملیاتو سره هممهاله د ماشومانو په ګډون زرګونه خلک له خپلو کورونو تښتېدلي دي.

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/SHUTTERSTOCK

د عکس تشریح، په غزه کې د اسرائیلي پوځ عملیاتو سره هممهاله د ماشومانو په ګډون زرګونه خلک له خپلو کورونو تښتېدلي دي.

اسرائیل وايي، پوځ یې د ملګرو ملتونو هغه د هغو بنسټونو لیست ته لوېدلی چې د ماشومانو خلاف سرغړونې کوي. په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل استازي ویلي، هغه ته په رسمي ډول د دغې پرېکړې په اړه ویل شوي او هغه دا شرموونکې بللې.

دغه لیست په هغه راپور کې شامل دی چې راتلونکې اونۍ امنیت شورا ته وړاندې کېږي.

په ملګرو ملتونو کې د اسرائیل استازي منلې چې اسرائیل په هغه راپور کې چې ټاکلې راتلونکې اونۍ امنیت شورا ته وړاندې شي د ماشومانو خلاف د سرغړوونکو په لیست کې شامل شوی او دا پرېکړه يې غندلې. په دغو سرغړونو کې پر ښوونځیو او روغتونونو بریدونه او د مرستو د مخنيوي موارد شامل دي.

په دغه راپور کې حماس او اسلامي جهاد ډلې هم شاملې دي. د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین دغه پرېکړه وهمي بللې. دا په داسې حال کې دي چې اسرائیلي ځواکونو په غزه کې یو وار بیا پر نصیرات د کډوالو پنډغالي بل برید کړی.

له دې وړاندې يې د ملګرو ملتونو پر یوه ښوونځي هم برید کړی و چې هلته هم ګڼ شمېر ماشومان وژل شوي وو.

په غزه کې هم اسراييلي ځواکونو له هوا او ځمکې په رفح کې بمباريو ته دوام ورکړی. د رفح اوسېدونکو ویلي، اسرائیلي ټانکونه له مصر سره د پولې په اوږدو کې وړاندې تللي او د اسرائیلي ځواکونو او د حماس وسله والو تر منځ د سختو نښتو خبر هم ورکړ شوی.

په رفح کې دغو بې ځایه شویو فلسطینیانو ویلي، دوی ته هېڅ خوندي ځای نه دی ورپاتې.

بل خوا د امریکا پوځ وايي، د غزې په سواحلو کې یې د امریکا جوړ بندر بیا فعال کړی او له هغه ځایه به په راتلونکو ورځو کې د حیاتي خوراکي او نورو توکو مرستې بېرته پیل کړي. دوې اوونۍ وړاندې مخکې له دې چې خرابه هوا يې زیانمن کړي، څه باندې زر ټنه مرسته له دې بندره لېږدېدلې وه.