اسرائیلو د غزې له مرکزه څلور یرغمل شوي خوشي‌کړي، حماس وايي د خلاصون پرمهال ۲۱۰ تنه وژل شوي

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د رپوټونو پر بنسټ د حماس لخوا د اکتوبر اوومه پر اسرائیل د برید پر مهال د یرغمل شويو کسانو له ډلې څلور اسرائیلیان غزه کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال پیدا او ازاد شوي دي.

د حماس د رسنیو دفتر ویلي، په غزه کې پر یوه مرکز د اسرائیلو د پوځ عملیاتو کې چې په لړ کې یې څلور تنه یرغمل شوي اسرائیلیان خوشي شول، لږ تر لږه ۲۱۰ تنه وژل شوي دي.

د اسرائیل دفاع وزارت د حماس له بنده د ازادو شویو کسانو نومونه او نور معلومات هم خپاره کړي دي.

اسرائیلو د ژغورنې دغو عملیاتو څرنګوالی هم بیان کړی او په وینا یې "دا کسان د خورا ګواښمنو او پېچلو عملیاتو وروسته چې له نږدې دوه ودانیو رهبري کیدل د دوی لاس ته ورغلي دي."

د اسرائیلو دفاع وزارت ویلي چې د څلورو واړو خوشي شويو بندیانو روغتیايي وضعیت ښه دی خو د نورې کتنې لپاره شیبې سیمه کې یوه روغتیايي کلینیک ته وړل شوي دي.

ویل کېږي دوی به همدلته د کورنیو له غړو سره هم وګوري، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د لیدو په تمه وو.

خوشي شوي کسان: اندري کوزلوف، نوا ارګاماني، الموګ ماییر جان او شلومي زیو

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، خوشي شوي کسان: اندري کوزلوف، نوا ارګاماني، الموګ ماییر جان او شلومي زیو

د دوی خلاصون لپاره په شویو عملیاتو کې د ماشومانو په ګډون لسګونو نورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او په خپرو شویو ویډیوګانو او انځورونو کې د لوړې کچې تلفات ښکاري.

د الاقصا روغتون چارواکو ویلي دوی ژوبلو کسانو ته په رسېدو کې له ستونزو سره مخ دي.

دا کسان شاوخوا اته میاشتې وروسته د اسرائیلي پولیسو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو پایله کې خوشي شوي.

د اسرائیلو د دفاع وزارت ویاند ډانېل هاګري ویلي چې دا عملیات د باوري استخباراتي معلوماتو په پایله کې تنظیم شوي وو.

نوموړي په یوه خبري غونډه کې وویل چې په دغو عملیاتو کې یو اسرائیلي سرتېری هم سخت ټپي شوی دی.

غزه

د عکس سرچینه، Reuters

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د خپلو پوځیانو مېړانه ستایلې او یو ځل بیا یې ګواښ کړی چې "تر هغې به شا ته نشي چې ټول یرغمل شوي کسان راخوشي شوي نه وي."

هغه تر اوسه د اوربند لپاره هېڅ راز نړیوالو فشارونو ته غاړه نه ده ایښې او تل یې په نظامي حل لارې ټینګار کړی دی.

د شنبې ورځې دا عملیات داسې مهال کېږي او څلور کسان په بریالي ډول د یرغمل کونکو له منګولو ازادېږي چې د اسرائیلو پر لومړي وزیر د اروبند لپاره فشارونه او نېوکې په ډېریدو دي.

د اسرائیلو د دغه دریځ په غبرګون د حماس سیاسي مشر اسماعیل هانیه هم ویلي چې فشارو ته غاړه نه ږدي او اسرائیل نشي کولی چې پر دوی خپله خوښه وتپي.

نوموړي ویلي چې دوی به هم تر هغې اوربند ونه مني چې د فلسطین بشپړه خپلواکي یې نه وي اخیستي.

غزه

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، د حماس روغتیا وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د اسرائیلو په بمباریو او عملیاتو کې د وژل شویو کسانو شمېر نږدې ۳۷ زره کسانو ته رسېږي

د رپوټونو پر بنسټ د تېر اکتوبر پر اومه نیټه د حماس په برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۲ نور یرغمل نیول شوي وو.

له دغو کسانو ۱۱۶ لا په غزه کې دي. د اسرائیل پوځ له ډلې د ۴۱ کسانو د مړینې هم ویلي دي.

حماس نومبر میاشت کې د لنډ مهالي اوربند پر مهال څه باندې سل یرغمل کړي کسان د فلسطیني بندیانو سره تبادله کړل.

د دوی په بدل کې د اسرائیل له زندانونو ۲۴۰ فلسطېنیان ازاد شول.

بلخوا د شنبې په ورځ د حماس روغتیا وزارت د اسرائیلو په بمباریو او عملیاتو کې د وژل شویو کسانو تازه شمېرې هم خپرې کړې.

دغه بنسټ ویلي اسرائیلو د عملیاتو له پيل راهیسې نږدې ۳۷ زره ( ۳۶۸۰۱ ) کسان وژلي دي.