تمنا پریاني د روغتیايي وضعیت له خرابېدو وروسته روغتون ته لېږدول شوې

د عکس سرچینه، SM
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بيبيسي
د ښځو د حقونو یوه فعاله 'تمنا زریاب پریاني' چې لس ورځې وړاندې یې جرمني کې د نه خوړو اعتصاب پیل کړی، روغتون ته لیږدول شوې ده.
نوموړې چې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو پر کړنلارو له سختو نیوکګرو ده، غوښتنه کوي چې نړۍ دې افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپیژني.
د هغې د کورنۍ غړي وايي ډاکترانو ورته ویلي که د هغې اعتصاب یوه ورځ نور هم دوام کړی وای نو ژوند ته یې جدي خطر پېښېدای شو.
د تمنا پریاني خور شفیقه پریاني بيبيسي ته وویل چې د اعتصاب پر نهمه ورځ د هغې روغتیايي وضعیت له دې کبله نور هم خراب شو چې د اوبو څښکل یې هم بند کړل.
دا وايي پرون ماسپښین مهال یې وضعیت ډېر خراب و خو بیا یې هم غوښتل دوام ورکړي، چې وروسته بې سده او امبولانس کې د روغتون بېړنۍ څانګې ته ورسول شوه.
د ښځو د حقونو د دې فعالې خور زیاتوي ډاکترانو ویلي چې د اغلې تمنا د نه خوړو اعتصاب باید سملاسي پای ته ورسیږي. خو هغه لا هم ټينګار کوي چې اعتصاب ته دوام ورکوي.
څو تنو نورو فعالانو هم له تمنا پریاني سره یو ځای دې اعتصاب کې ګډون کړی.
له دوی یوه تن د نورو په استازیتوب وویل له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو او په ځانګړې توګه له جرمني غواړو چې افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ کېدونکی توپيري چلن په رسمیت وپيژني او له مخې یې پر طالبانو بندیزونه ولګوي.
نږدې دوه کاله وړاندې تمنا پریاني له خپلو دریو خویندو او یوې بلې فعالې 'پروانه ابراهیم خیل' سره یو ځای د طالبانو له خوا ونیول شوه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
دوی د طالبانو له توقیفه تر خوشې کېدو وروسته ادعا وکړه چې په توقیف کې ربړول شوې دي.
فعالان وايي په افغانستان کې د طالبانو له خوا له نجونو او ښځو سره چې له زدکړو او کاره منع شوې، د جنسیت له مخې توپیري چلن کېږي.
دوه ورځې وړاندې د بشري حقونو د څار بنسټ یوه نوي رپوټ کې وویل طالبان د جنسیت له مخې د ښځو او نجونو په مجازاتولو سره د بشریت ضد جرم کوي.
د دغه بنسټ د نړیوال عدالت د برخې مشرې الېزابت ایوینسن وویل د عدالت منګولو ته د طالبانو د مشرانو سپارلو لپاره د اړوندو حکومتونو همغږي ملاتړ ته اړتیا ده.
طالبان له ښځو سره د جنسیت له مخې د ناوړه چلن تورونه ردوي او وايي چې د اسلامي شریعت په رڼا کې د ښځو حقونو ته درناوی لري.











