اسپانوۍ ورزشکاره چې ۵۰۰ ورځې یې یوازې غار کې تېرې کړې

د عکس سرچینه، EPA
یوه اسپانوۍ ورزشکاره "بیتریز فلامیني"بهر نړۍ او خلکو سره له اړیکو پرته یوه سمڅ یا غار کې د ۵۰۰ ورځو له تېرولو وروسته راوتلې ده.
په داسې شرایطو کې دومره اوږده موده یوازې او ګوښه تېرول نړیوال ریکارډ بلل کېدای شي.
کله چې اغلې فلامیني دې سمڅ ته ننوتله، روسیې لا پر اوکرایین یرغل نه و کړی او نړۍ د کورونا وېروس وبا سره لاس ګریوان وه.
دا د یوې داسې تجربې برخه وه چې په خورا غور د څېړونکو لخوا څارل کېده.
اغلې فلامیني له سمڅ د راوتلو پر مهال وویل "زه لا هم د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۲۱مه نیټه کې پاتې یم. د نړۍ په اړه پر هېڅ څه خبره نه یم."
دا غار شاوخوا ۷۰ متره ژور دی او کله چې ۵۰ کلنه بیتریز فلامیني ورننوتله نو ۴۸ کلنه وه.
هغې دلته خپل وخت په مطالعې، سپورت، انځورګرۍ او د وړینو خولیو په اوبدلو تېراوه.
دې څېړنه کې ښکېله ډله وايي، اغلې فلامیني په دې موده کې ۶۰ کتابونه لوستي او ۱۰۰۰ لیټره اوبه څښلې دي.
هغه که څه هم په دې موده کې د څېړونکو، ارواپوهانو او د سپېولیوژیستانو یا د غار مېشتو په اړه د مطالعې متخصصانو لخوا څارل کېده، خو یوه هم ورسره اړیکه نه نیوله.
د اسپانیا د 'ټيوييي' شبکې لخوا په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې اغلې فلامیني له غاره د راوتلو پر مهال خاندي او د خپل ټیم غړو سره روغبړ کوي.

د عکس سرچینه، Reuters
هغې لږ وروسته وویل چې دا څېړنه "عالي او بې سارې" وه.
نوموړې زیاته کړه "یو نیم کال کېږي چې یوازې مې له ځان سره خبرې کړې."
هغې د رسنیو د ګڼو پوښتنو ځواب کې وویل چې "موازنه نشم ساتلی، د همدې لپاره یې نیولې یم. که اجازه راکړئ چې په ځان اوبه تېرې کړم – دا یو نیم کال مې اوبه نه دي کتلې. که خوښه مو وي، لږ وروسته به سره وګورو."
اغلې فلامیني وروسته رسنیو ته وویل چې غار ته تر ننوتلو شاوخوا دوه میاشتې وروسته ترې د وخت او نیټې درک ورک شو.
هغې وویل "داسې شیبه راغله چې ومې ویل نور باید ورځې ونه شمېرم".
نوموړې زیاته کړې، داسې یې انګېرله چې په غار کې به یې د "۱۶۰ او ۱۷۰ ورځو ترمنځ" وخت تېر کړی وي.
بیتریز فلامیني وايي تر ټولو سختې ورځې یې هغه وې چې مچانو غار ته لار وکړه او له پښو تر سر پورې یې پوښلې وه.
هغه همدا راز د غږونو تر غوږ کېدو یادونه کوي چې "تاسې به غلي یاست خو مغز به هغه جوړوي."

څېړونکي او ارواپوهان د نوموړې له دې تجربې د ټولنیزې او لنډ مهاله ګوښه کېدو د اغېزو په اړه مطالعه کړې.
د اغلې فلامیني ملاتړې ډله وايي، چې هغې "په غار کې د اوږده وخت تېرولو" نړیوال ریکارډ مات کړی دی.
خو ګېنس چې دا ډول ریکارډونه ثبتوي، تر اوسه دا نه ده تایید کړې چې ایا په خپله خوښه غار کې د ګوښه ژوند تېرولو ریکارډ هم مني، که څنګه.
دغه سازمان مخکې د چلي او بولیویا د کان کېندونکو د یوې ۳۳ کسیزې ډلې په نوم چې ۶۹ ورځې په یوه کان کې ایسار پاتې وو، تر ځمکې لاندې د اوږدې مودې لپاره د ژوندي پاتې کېدو ریکارډ ثبت کړی و.
دوی په ۲۰۱۰ کال چلي کې د ځمکې له سطحې ۶۸۸ متره لاندې د مسو او طلا پر کېندونو بوخت و، چې کان پرې را ونړېد.











