ایا سالم عقل په سالم بدن کې دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ورزش پر روغتیا مثبتې اغېزې لري، په وجود کې د "ښه مزاج" او د هغو کیمیاوي موادو د لېرې کېدو لامل کېږي چې په فزیکي خوځښتونو سره پر روغتیا او رواني حالت اغېزې کوي.
په وروستیو کې پر یو اعشاریه دوه میلیونو کسانو یوه څېړنه شوې چې ښيي ځینې ځانګړي فعالیتونه له رواني حالت سره مرسته کوي. څېړنې دا هم موندلې چې کومه کچه ورزش یا فعالیت ښې پایلې لرلای شي.
دا څیړنه یوې بلې پایلې ته هم رسېدلې، چې ښايي د هغو کسانو د حیرانتیا وړ وي چې له ورزش سره مینه لري. په دې څېړنه کې ویل شوي، ډېر تمرین کولای شي د خلکو پر رواني روغتیا منفي اغېزې ولري.
یوازې تر ټاکلې اندازې ورزش روغتیا ته ګټه رسوي
هغه څېړنه چې په ۲۰۱۸ کال کې د لانست سایکیاتری علمي مجلې کې چاپ شوې، دغه څېړنه په یو اعشاره دوه میلیونو کسانو ترسره شوې وه. څېړنې ښوولې، هغه کسان چې هره ورځ له ۳۰ دقیقو تر یوه ساعته ورزش کوي، ډېرې ښې پایلې یې تر لاسه کړې دي او د هغو کسان پرتله چې هېڅ ورزش نه کوي، له رواني ستونزې او روغتیايي ناخوالو سره مخ نه دي مخ شوي.
د دې څیړنې یو لیکوال اډم چیکرود وايي: "تر ټولو د مناسب تمرین پروګرام چې د غوره ذهني روغتیا لامل کېږي، په ګډه سپورټ کول دي یا هم په اوونۍ کې له نورو کسانو سره په ګډه درې یا څلور ځله د ۴۵ دقیقو لپاره د بایسکل چلول دي."
دا څېړنه د هغو کسانو لپاره چې د فوټبال په لوبډلو کې د شاملیدو لیوالتیا نه لري، هم ښه خبروته لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
اډم وايي: "په ټولیز ډول، دا روښانه ده چې هر ډول تمرین او ورزش کول مثبتې اغېزې لري او دا چې هېڅ تمرین ونه شي، آن که فزیکي فعالیت یوازې پلی تګ یا د کور کار کول وي، هم غوره دي."
د اولمپیک اتل نیل ویلسن له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، څنګه بدني انډول ورسره مرسته وکړه چې له خپلو رواني ستونزو سره مبارزه وکړي. په ۲۰۱۹ کې، د هغه په غاړه کې ضربه د دې لامل شوه چې په تمرینونو کې یې خنډ رامنځ ته شي. او له همدې امله د هغه په ذهني حالت کې ګډوډي رامنځ ته کړه.
ویلسن اوس د تمرین او بدني روزنې په برخه کې له پېژندل شویو څېرو بلل کېږي. هغه وايي: "کله چې موږ تمرین کوو، د خپل ځان په اړه ښه احساس کوو، زموږ په ځان باور پیاوړی کېږي، آن که تاسو د ژوند په تیاره سوریو کې بند پاتې يئ، ستاسو د بدن حرکت او فزیکي فعالیت په دماغ کې کیمیاوي مواد خپروي چې تاسو ته ښه احساس درکوي او "د انسان احساس له تمې پورته وړي."
په ورزش روږدېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
ډیر ورزش کول بدن ته برعکس ښه پایله نه لري. هغه خلک چې په ورځ کې له دریو ساعتونو ډېر تمرین کوي، د هغو خلکو په پرتله چې هېڅ تمرین نه کوي، دماغي روغتیا یې خرابه وي.
دا هغه څه دي چې اډم په دوامداره توګه د رواني روغتیا خدمتونو مشر په توګه لیدلي. "د سروې شویو خلکو شاوخوا دریمه برخه یې د خوړو د اختلال یا په بدن کې د اختلال نښې درلودې. کله چې یو څوک ګورو، په ورځ کې درې ځله تمرین کوي او په دوامداره توګه د بدن یو ځانګړي برخې پیاوړي کولو هڅه کوي ، دا ښايي د ذهني روغتیا نشتوالی وي، چې د داسې فعالیت لامل کېږي."
د رواني ناروغیو درملنې ډاکټر دی جانسون د رواني روغتیا درملنې لپاره ځینې وړاندیزونه او د حل لارو وړاندیز کوي: "ورزش زموږ د فزیکي او رواني روغتیا لپاره اړین دی، او ډډه کول ترې سمه حل لار نه ده، غوره لاره دا ده چې په دې اړه خبرې وشي او په دې برخه کې له ځان سره ریښتیني و اوسئ. تاسو له خپل ډاکټر سره خبرې وکړئ. وګورئ چې د ډېر تمرین او فعالیتونو تر شا انګېزه څه ده؟ د خپل فعالیت کچې څارولو لپاره له خان سره مهال وېش وساتئ."










