شانګهای سرمشريزه: روانه اوونۍ د امریکا پر ضد د نوي ائتلاف پیل دی؟

د عکس سرچینه، EPA
یو میاشت په نړیوال سیاست کې ډېر اوږد وخت ګڼل کېږي.
ولادیمیر پوتین بیا چین ته تللی دی خو دا ځل په دې توپیر چې د اوکرایین د جګړې له پیله لومړی ځل دی چې روسی ولسمشر له خپل اصلي متحد سره ګوري. هغه هم داسې چې نه د شي جین پېنګ د لاس لاندې "تابع" وي او نه هم په لوېدیځ بندیزونو کې ایسار.بلکې د نړۍ د ځواکمن اقتصاد او پوځ څښتن، د امریکا ولسمشر سره د برابر شریک په توګه خبرې کوونکی، له داسې یو هېواد سره چې د چین تر ټولو ستر سیال دی.
دا سفر د پوتین لپاره د بري په مانا دی، ځکه هغه له الاسکا راستنېږي، هلته یې ډونلډ ټرمپ د امریکا پر خاوره په ځانګړي مراسمو هرکلی وکړ او پوتین امریکایی اړخ قانع کړ چې نور د اوکرایین پر نه بمبارولو ټینګار و نه کړي او د روسیې پر ضد د نویو بندیزونو ګواښونه هم پرېږدي.
په چین کې پوتین ته د هرکلي لويه غونډه جوړه شوې. د شنګهای د همکارۍ سازمان دوه ورځنۍ سرمشریزه په بندري ښار تیانجین کې ترسره کېږي او لسګونه سیمهییز مشران یې ګډونوال دي. سږنۍ سرمشرېزه د شانګهای همکاریو سازمان ۲۵مه غونډه ده.
د دې ډلې له ګډونوالو د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون هم دی، هغه چې له لوېدیځ ضد شعارونو سره نابلده نه دی. بل ګډونوال د هند لومړی وزیر نریندرا مودي دی چې له واشنګټن او بیجېنګ سره یې اړیکې پېچلې دي.
خو دا یوازې پیل دی.
د چار شنبې په ورځ به په بیجینګ کې ګڼ مشران ګډ پوځي پرېډ ته ورځي څو په دویمه نړیواله جګړه کې د چاپان د تېري خلاف د چین د خلکو د ۸۰یمې کلیزې بریا ولمانځي. دغه جشن د نړیوال فاشېزم د ماتې جنشن هم دی.
نو په چین کې د دې اونۍ پېښې د نړۍ په کچه د امریکا پر ضد د ائتلاف د پیاوړتیا نښه ده؟
په داسې وخت کې چې د ټرمپ سوداګریزه جګړه په ګرمېدو ده. ایا د روسیې، هند او چین درې اړخیزه بلاک، هغه ځواکمنه ډله چې د لوېدیځ د برلاسۍ د کمزوري کولو لپاره جوړه شوې وه خو په تېرو پنځو کلونو کې غیرفعاله وه، بېرته راژوندۍ کېږي؟
ټرمپ، پوتین او شي جینګ پېنک نه شي جلا کولی
کارپوهان وايي، چین ته پوتین دغه غیر معمولي اوږد سفر د دې لپاره کړی چې لوېدیځ ته وښيي د روسیې او چین "نه ختمېدونکې ملګرتیا" لا پیاوړې شوې ده او د امریکا هڅې چې د دوی ترمنځ واټن پیدا کړي، ناکامې شوې دي.
د کارپوهانو په فکر، که ټرمپ، پوتین ته اوکرایین ور پرېږدي او بندیزونه هم ترې لیرې کړي، روسیه به بیا هم د چین ملګرتیا پرېږندي.
شنونکي هغه وخت ته په اشارې سره وايي، که څه هم په ۱۹۷۰مو کلونو کې د امریکا د ولسمشر نېکسن تر مشرتابه لاندې د بهرنیو چارو وزیر هنري کسېنجر چین د شوروي له اغېز لېرې کړ خو هغه مهال د بیجېنګ او مسکو اړیکې لا دمخه ترینګلې وې. دوی وايي، خو اوس وضعیت هغسې نه دی.
د 'اسیا سوسایټي تګلارې' انسټېټیوټ کارکوونکی او د چین-روسیې اړیکو کارپوه پیېر انډریو، وايي:
"د ټرمپ اداره د چین پر وړاندې د سوداګرۍ د فشارونو په زیاتولو یوازې د روسیې او چین ګډ محور پیاوړی کوي. د دغو دواړو هېوادونو د اړیکو د کمزوري کولو هڅې کومه پایله نه شي لرلي."
یوه بل شنونکي د روسیې ـ چین اړیکو په اړه د اروپايي پالیسي مرکز (CEPA) لپاره په یوه مقاله کې لیکي:
"که د امریکا ستراتیژي دا وي چې د اوکرایین د جګړې پای ته رسولو او د ځینو بندیزونو په لېرې کولو سره د مسکو او بیجېنګ ترمنځ بیلتون راولي نو واشنګټن د دې ملګرتیا ژورتیا او پېچلتیا له پامه غورځوي."

د عکس سرچینه، Reuters
وروسته له هغه چې لوېدیځ شرکتونه له روسیې وتلي، چین اوس د روسیې د انرژۍ منابعو لوی پېرودونکی او د موټرو او نورو توکو لوی عرضه کوونکی دی. خو پر اوکرایین برید د روسیې او چین د ملګرتیا فکري تړونونه لاپسې پیاوړي کړي دي.
پیېر انډریو وايي: "دواړه هېوادونه د لوېدیځ د ازادۍ ارزښتونو مخالف دي او د امریکا د برلاسۍ پر وړاندې ننګونې پیدا کوي. دواړه هېوادونه اتومي ځواک لري او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي دي. د دوی ستراتیژیکې ګټې سره برابرې دي."
هغه زیاتوي: "د اقتصاد له اړخه، دوی یو بل بشپړوي. روسیه خام مواد لري، چین بیا یو صنعتي او ټیکنالوژیکي ځواک دی."
خو هغه باور لري چې د دوی د مشرانو نږدې شخصي اړیکې تر ټولو مهمه خبره ده.
پوتین او شي ډېرې شریکې ځانګړتیاوې لري. د دواړو عمر ۷۲ کاله دی، دواړه د شوروي دورې کمونیزم کې لوی شوي او اوږده موده واک لري. دواړو د ځواک مستبد عمودي جوړښتونه رامنځته کړي او داسې ښکاري چې مخالف نظر نه زغمي.
د اوکرایین له یرغل لږ وړاندې په ۲۰۲۲ کې پوتین له شي سره د "بې پولو ملګرتیا او بې خنډه همکارۍ" په اړه یوه اعلامیه لاسلیک کړه. شي، پوتین ته "ګرانه ملګریه" وايي، هغه له پوتین سره تر ۴۰ ډېر ځلې لیدلې دي چې په دې شمېر یې له هېڅ بل نړیوال مشر سره لیده نه دي شوي.
خو دا سفر ځانګړی دی.
د واشنګټن په بروکېنګز انسټېټیوټ کې د چین د بهرنۍ پالیسۍ او د امریکا او چین د اړیکو کارپوه پاتریشیا کېم وايي،
"چین، پوتین د "لنډې مودې" لپاره ساتي او لوېدیځ ته یې د بیا مخه کولو له مخنیوي هم ګټه اخلي. چین دا هم نه غواړي چې روسیه ډېره پیاوړې شي."
د نوموړي په خبره: "د بیجینګ لپاره غوره دا ده چې روسیه د لوېدیځ پر وړاندې پیاوړې وي خو دومره هم نه چې پر چین یې تکیه ختمه شي."
انډریو وايي: "روسیه د چین لپاره یو ګټور ملګری دی. دا د شي جېنک پینګ سره مرسته کوي چې د منځنۍ اسیا په سیمه کې او په ټوله کې ثبات وساتي. دا له بیجېنګ سره دا مرسته هم کوي چې د نړیوال سویل ملاتړ راټول کړي او د لوېدیځ لپاره د نړیوال نظم بدیل ومومي."
نرېندرا مودي راځي

د عکس سرچینه، Pablo Porciuncula/AFP via Getty Images
د دغې سرمشریزې درېیم غړی هند له بیجېنګ او واشنګټن دواړو سره پېچلې او خطرناکې اړیکې لري، نو د دې امکان هم شته چې د دې بلاک د بیا راژوندۍ کولو هڅې ګډوډې کړي.
شي جېنګ پېنګ او نريندرا مودي د سرمشریزې په څنډه کې سره ولیدل. دا له اوو کلونو وروسته د مودي لپاره د چین لومړی سفر و، چې ډېر مهم دی. دواړو هېوادونو له ۲۰۲۰ کال د ګلوان پر پولهییزې درې له شخړې وروسته له یو او بل سره یې خبرې نه وې کړې.
خو د هند په افق کې تیاره اقتصادي ورېځو پر ځمکه واقعیتونه بدل کړي دي. ټرمپ د هند د تېلو د دوامداره پېرولو لپاره پر هندي توکو لوړې تعرفې لګولي دي چې ظاهرآ پخواني دښمنان یو بل ته نږدې کوي.
شي جېنګ پېنګ مودي ته وویل، چین او هند باید شریکان وي، نه سیالان او مودي وویل، اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ "د سولې او ثبات فضا" رامنځته شوې ده.
دواړه هېوادونه نه یوازې ډېر نفوس لري، بلکې د نړۍ دوه لوی اقتصادونه هم دي.
مودي اعلان وکړ چې د هند او چین ترمنځ الوتنې چې د سرحدي شخړې له امله له پنځو کلونو راهیسې درولې وې، بیا پیلېږي خو دقیقه نېټه یې و نه ښودله.
چینايي اړخ وویل: "دواړه خواوې اړتیا لرو چې زموږ اړیکې د ستراتیژیک ارزښت او اوږدمهاله لید لوري له نظره وڅېړو او همدا اراده ده." او همداراز "د دواړو هېوادونو لپاره غوره انتخاب دا دی چې ملګري پاتې شي."
د ائتلافونو راتلونکی څه کېږي؟
شنونکي وايي، که د (ارایسي) لوی درې اړخیز بلاک په اغېزمنه توګه بیا راژوندی شي او د نړۍ د تر ټولو لویو اقتصادونو ځینې غړي ولري او برېکس غړي هېوادونه (برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا) هم ورسره شي نو دا به د واشنګټن د پراخېدونکي نفوذ پر وړاندې یو متوازن ځواک جوړ کړي.
هند پرته له دې چې د ټرمپ د مالیاتي بندیزونو اقتصادي واقعیتونه په پام کې و نه نیسي خو لږ تر لږه یو ډېر حساس توازن ساتي. هند باید همدا راز له چین سره د ژور باور مسایلو ساتنې سره هم ځان عادت کړي.
که څه هم له چین سره د وژونکو پولهییزو شخړو یادونه لا هم تازه دي خو کارپوهان وايي، هند غواړي خپلواکه بهرنۍ پالیسي وساتي. هند د خپل زاړه دښمن پاکستان سره د چین د نږدې اړیکو په اړه هم اندیښنه لري.
ورپسې هغه څو لسیزې پېچلې ډیپلوماسي چې هند یې امریکا ته نږدې کړی، باید له سره وڅېړل شي او ښايي پرېښودل شي. دا کېدای شي د هندي حکومت لپاره د هغه قیمت وي چې په بشپړ ډول د واشنګټن ضد ائتلاف سره یو ځای شي.

د عکس سرچینه، Reuters
خو د دې اونۍ ننداره له پامه هم نه غورځول کېږي.
پوتین او کېم به د نورو ۲۶ دولتي مشرانو ترڅنګ د بیجېنګ په پوځي ننداره کې برخه واخلي، په دې کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم شامل دی.
په دغه لوړو تنظیم شويو مراسمو کې به لسګونه زره پوځي پرسونل د تاریخي تیانانمن چوک له لارې په منظم صف روان شي چې د چین د پوځ د ۴۵ مختلفو پوځي واحدونو سرتېري او د جګړو تجربه لرونکي عسکر به برخهوال وي.
د اسیا سوسایټي د پالیسۍ انسټېټیوټ د چین کارپوه نیل توماس، وايي: "د سپټمبر په دریېمه به په لومړي ځل به د چین، روسیې، ایران او شمالي کوریا مشران یو ځای د بیجېنګ په پوځي پرېډ په مراسمو کې راټول شي.
ایا دا غونډه به د 'استبداد محور' لومړۍ سرمشرېزه وي؟"
خو هغه زیاتوي، دغه اتحاد ډېر دوامدار نه ښکاري ځکه ګډونوال یې بېلابېلې موخې لري او یو پر بل باور هم نه کوي.
توماس وايي: "خو د پوتین، پزیشکیان او کېم شتون د دې ښکارندویي کوي چې چین د نړۍ د مخکښ مستبد ځواک په توګه خپله ونډه ټینګه ساتي."
نو، په چین کې د دې اونۍ پېښې ښايي یوازې د واشنګټن پر وړاندې د شنګهای او برېکس په څېر د ائتلافونو د رولو ښودنه نه وي، بلکې د چین د موقعیت د ټېنګولو یوه ځواکمنه ننداره وي چې د راتلونکو کلونو لپاره به د هر ډول نړیوالو ائتلافونو مرکز پاتې شي.








