کولرا څه اغېز لري او مخنیوی یې څنګه کېدای شي؟

    • Author, غدہ نصیف
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز

په باراني موسم کې عموما د کولرا پېښې عامې دي. کولرا یو خطرناک باکتریایي انتان دی چې د شدید اسهال او د انسان په بدن کې د اوبو د کمېدو (ډیهایډرېشن) لامل کېږي.

کولرا د درملنې وړ ناروغي ده، خو که پر وخت یې درملنه ونه شي، نو پر وژونکې هغې بدلېدای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو‌اېچ‌او) کولرا د وروسته پاتې سیمو ناروغۍ ګڼلې او دا یې د "غربت ناروغي" بللې ده.

په دې معنا چې دا ناروغي هغه سیمې اغېزمنوي چې لومړنۍ اسانتیاوې لکه د څښاک پاکې اوبه، د پاکوالي ساتنه او د ژوند نورو اړتیاوو ته لاسرسی په کې نه وي.

کولرا ناروغي په عمده توګه د افریقا، اسیا او هایتي په ځینو برخو کې موندل کېږي.

سوډان، چې لا واردمخه د کورنۍ جګړې له امله بشري کړکېچ سره مخامخ دی، اوسمهال یې په خلکو کې د کولرا پېښې پام‌وړ زیاتې شوې دي.

د بې پولو ډاکټرانو خیریه بنسټ (ایم‌ایس‌ایف) وايي، تېر کال سودان کې د کولرا کابو ۱۰۰ زره پېښې ثبتې شوي چې مرکز یې محاصره شوي ښار ال فاشر ته نږدې و.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېرکال دغلته د کولرا ناروغۍ له امله ۲ زره او ۷۰ کسان مړه شوي دي.

یاد بنسټ وايي، یوازې تېره اونۍ یې له ۲۳۰۰ څخه د زیاتو ناروغانو درملنه کړې او ۴۰ مړینې یې ثبتې کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کوي چې هر کال په نړۍ کې د کولرا تر څلور میلیونه پېښې ثبتېږي چې ترڅ کې یې تر ۱۴۳ زره کسان خپل ژوند له لاسه ور کوي.

د کولرا لامل څه دی؟

کولرا یو انتان دی چې د ویبریو کولرا په نوم د باکتریا له امله رامنځ ته کېږي.

دا باکتریا په وړو کولمو کې زهرجن مواد تولیدوي چې له بدن څخه د ډېرو اوبو د ضایع کېدو لامل کېږي.

په دې معنا چې ناروغ باید له اسهال سره مخامخ شي.

په دې وضعیت کې د ناروغ بدن په پراخه کچه اوبه او مالګه له لاسه ور کول پیلوي.

د ناروغ په بدن کې د کولرا نښې په لومړیو ۱۲ ساعتونو کې راڅرګندېږي او ځینې وختونه د نښو له را څرګندېدلو تر پنځو ورځو وخت نیسي.

په هرصورت، د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په دې ناروغۍ اخته ۸۰ سلنه کسان هیڅ نښې نښانې نه ښيي.

له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنې هغه ناروغان چې نښې ښیې د څو ورځو په اوږدو کې د اسهال له امله د مالګې او اوبو له شدید کمښت سره مخامخېږي.

که په وخت یې درملنه ونه شي، نو دا انتان، چې د درملنې وړ دی، د مرګ لامل هم کېدای شي.

د کولرا نښې څه دي؟

د کولرا د انتان نښې نښانې عبارت دي له:

  • سهال چې اوبه لرونکی وي او ډېر کله یې رنګ زېړبخون وي.
  • د ناروغۍ او کمزورۍ احساس کول (په ځانګړي ډول د کولرا ناروغۍ په لومړي پړاو کې د ساعتونو لپاره کانګې کول معمول دي.)
  • د خېټې درد
  • د پښو درد او ستړیا

د نښو له پیل څخه څو ساعته وروسته د اوبو کمښت رامنځ ته کېدای شي. د ډیهایډریشن نښې نښانې عبارت دي له: خارښت، ستړیا، وچه خوله، ډېره تنده، وچ پوستکی، لږ یا هیڅ ادرار، د وینې ټیټ فشار او د زړه بې نظمه ضربان.

په بدن کې د اوبو کمښت کولی شي په وینه کې د منرالونو کمښت هم رامنځ ته کړي.

د شدید اسهال نشتوالی دا معنی هم لري چې ناروغ کس څو ناروغۍ لري چې په بدن کې د کولرا باکتریا خپرېدل ټکني کوي.

د ګانا په (واټرایډ) بنسټ کې د روغتیايي پالیسۍ شنونکې ایرین اووسو پوکو وايي، کولرا یوازې په لابراتوار کې تشخیص کېدای شي: "په هرصورت، هر څوک باید په لابراتوار کې د دې ناروغۍ څرګندې نښې نښانې وګوري."

نوموړې وايي: "که تاسو د درېیو ورځو لپاره تشناب ته ځئ او کانګې هم کوئ او د خېټې درد لرئ، نو تاسو باید ژر تر ژره روغتون ته لاړ شئ او معاینه وکړئ چې ډاډمن شئ په کولرا اخته نه یاست."

کولرا څنګه خپرېږي؟

کولرا د (ویبرو کولرا) باکتریا لرونکو خوړو یا اوبو له امله رامنځ ته کېږي.

هغه ناروغان چې د کولرا نښې نښانې نه ښیې، خپلو شاوخوا خلکو ته نسبتا ډېر ګواښ پېښولی شي، ځکه دوی تر رغېدو وروسته هم د ویبرو کولرا باکتریا خپرولی شي.

روغتیا پالان وايي، له کولرا رغېدلي کسان له یوې تر لسو ورځو پورې دغه باکتریا نورو ته لېږدولی شي.

اغلې اووسو پوکو وايي، بې نښو نښانو ناروغان کولی شي باکتریا په اسانۍ سره چاپیریال ته خپره کړي، په ځانګړې توګه په هغو ځایونو کې چې تشنابونه نه وي او د څښاک پاکو اوبو او خوړو ته لاسرسی ستونزمن وي.

د روغتیا نړیوال سازمان د کولرا نیولي کس له تشو او ډکو متیازو او همدارنګه له کانګو او په کانکو له ککړو شیانو څخه د ځان ساتلو سپارښتنه کوي.

دغه بنسټ سپارښتنه کوي چې ان له کولرا د مړو شویو کسانو له جسدونو څخه هم باید خوندي واټن وساتل شي.

له کولرا څخه څنګه ځان ژغورلی شو؟

د انګلستان روغتیا ملي اداره (این‌ایچ‌ایس) هغو سیمو ته چې کولرا په کې خپره وي، د سفر کولو پرمهال د نه ناروغه کېدو لپاره ځینې سپارښتنې خپرې کړې دي:

خپل لاسونه په منظم ډول په صابون او اوبو ووینځئ، په ځانګړې توګه له تشناب کارولو وروسته او د خوړو له چمتو کولو یا خوړلو وړاندې.

یوازې خوندي او پاکې اوبه وڅښئ.

  • د غاښونو برش کولو لپاره بوتلي یا جوش شوې اوبه وکاروئ.
  • د خامو سبزیجاتو او مېوو او ان د سلادونو له خوړلو څخه ډډه وکړئ.
  • د سمندري خوراکونو له خوړلو څخه ډډه وکړئ.
  • په خپلو څښاکونو کې یخ مه اچوئ.

هغه میوې او سبزیجات وخورئ چې تاسو یې پخپله پوستولی شئ، لکه کیله، مالټه او اووکاډو او د هغو سلادونو او مېوو له خوړلو ډډه وکړئ چې پوستکی نه لري، لکه انګور، توت او نور

د درملنې وړ ناروغي

که په چټکۍ د شفاهي ریهایډرېشن محلول (او‌ار‌یس) وکارول شي، نو دا محلول د کولرا ناروغۍ درملنه کولی شي.

د روغتیا د نړیوال سازمان معیاري (او‌ار‌ایس) پاکټ په یو لېټر پاکو اوبو کې کارول کېدای شي.

د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنه کوي چې اوار‌ایس له روغتیایی ادارو څخه تر لاسه کېدای شي یا په کور کې له یو لېټر اوبو ۶ کاشوغې بورې او نیمې کاشوغې مالکې له ګډولو جوړېدای شي.

لویان د ناروغۍ په لومړیو کې تر ۶ لېټرو او‌اراس ته اړتیا لري چې په بدن کې پېښېدونکی د اوبو کمښت یې پوره شي.

په هرصورت، د بدن څخه د اوبو د ضایع کېدو د لوړې کچې او د کولرا د شدت له امله، ناروغ ډېر کله د رګ له لارې سیروم ته اړتیا لري.

هممهال که مناسبه وګڼل شي، نو د سیروم له لارې ناروغ کس ته مناسب انټي بیوټیکونه هم ورکول کېږي.

ډېر ناروغان د پر وخت او سمې درملنې له امله ژر رغېږي او له روغتونه رخصتېږي.

د کولرا د مخنیوي لپاره واکسینونه هم شته، خو د دې واکسینونو نړیوال کمښت په دې معنی دی چې ډېر خلک ورته لاسرسی نه لري.

د کولرا ختمول

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د لاسنیوي دارې یا یونیسف د ۲۰۲۴ کال په راپور کې ویلي، په نړیوال کچ د کولرا پېښې دوه برابره شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د مې تر ۲۵ پورې، په ۲۶ هېوادونو کې د کولرا ۲ لکه ۱۱ زره او ۶۷۸ پېښې او ۲۷۵۴ مړینې ثبتې کړې دي.

اووسو- پوکو وايي، په ځانګړي ډول د ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو حکومتونه باید پاکو اوبو او حفظ الصحې ته د لاسرسي په ښه کولو پانګونه وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ګډ راپور اټکل کوي چې په ۲۰۲۲ کال کې:

په نړۍ کې ۲ اعشاریه ۲ میلیارده خلک لاهم په خپلو کورونو کې پاکو او خوندي څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.

په نړیوال کې ۳ اعشاریه ۵ میلیارده خلک لاهم تشنابونو ته لاسرسی نه لري.

۲ میلیارده خلک په کور کې د حفظ الصحې اساسي اسانتیاوو لکه په سابون او اوبو د لاسونو وینځلو ته لاسرسی نه لري.

د ۲۰۱۷ کال په اکټوبر کې، د کولرا د کنټرول په اړه نړیوال کاري ځواک (جي‌ټي‌ایف‌سي‌سي) له ۵۰ څخه د زیاتو نادولتي موسسو، اکاډمیکو ادارو او د ملګرو ملتونو ادارو په ګډون د کولرا کنټرول لپاره یوه تګلاره جوړه کړه.

دا ډله پلان لري چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې د کولرا مړینې ۹۰ سلنه کمې کړي او په ۲۰ هېوادونو کې یې چورلټ له منځه یوسي.