تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ: پر ایران برید ته بېړه نه لرم
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، "پر ایران برید ته بېړه نه لري." هغه همدا راز یو ځل بیا ټینګار کړی چې له ایران سره "د مذاکراتو غوښتونکی" دی.
د امریکا ولسمشر د نیویارک ټایمز د هغه رپوټ په اړه د پوښتنې په ځواب کې چې وايي نوموړي اسرائیل پر ایران له بریده راګرځولي، وویل: "دا نه وایم چې دغه برید مې رد کړ. زه یې ترسره کېدو ته بېړه نه لرم، ځکه فکر کوم چې ایران د یوه ستر هېواد د درلودو فرصت لري."
نیویارک ټایمز په خپل رپوټ کې د ټرمپ د حکومت د چارواکو او نورو سرچینو په حواله ویلي وو، چې هغه د خبرو اترو له لارې د ایران د اټومي پروګرام د محدودېدو لپاره د اسرائیل لخوا د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو د پلان شوي برید مخه نیولې ده.
د امریکا ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کړې چې ټاکل شوې د راتلونکې شنبې پر ورځ د ایټالیا په روم ښار کې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي هوکړې په تړاو د مذاکراتو دوم پړاو ترسره شي.
د دغو مذاکراتو لومړی پړاو د تېرې شنبې پر ورځ عمان کې تر سره شو او منځني ختیځ لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویټکاف او د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پکې برخه اخیستې وه.
امریکايي چارواکي وايي ایران باید واشنګټن سره یوې هوکړې ته رسېدو لپاره د یورانیمو د بډاینې له پروګرامه په بشپړ ډول لاس واخلي.
ښاغلي ویټکاف له فاکسنیوز سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې "ایران له ۳ اعشاریه ۶۷ سلنې په لوړه کچه د یورانیمو بډاینې ته اړتیا نه لري" خو وروسته یې د اېکس په یوه پیغام کې ټینګار وکړ چې تهران باید د اټومي بډاینې پروګرام او د هغې پوځي کېدل ودروي او لمنځه یې یوسي.
ایران ته د یورانیمو د بډاینې دا ۳ اعشاریه ۶۷ سلنه کچه د ۲۰۱۵ کال په اټومي هوکړه کې ټاکل شوې وه.
بلخوا ایران بیا ویلي چې د یورانیمو د بډاینې د موضوع پر سر مذاکره نه مني او دا خپل حق ګڼي.
روم کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د پلان شویو خبرو اترو منځګړتوب هم عمان کوي.
دغو مذاکراتو ته چمتووالی داسې مهال روان دی، چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رفایل ګروسي تهران ته خپل دوه ورځنی سفر د دغه هېواد د اټومي اژانس له مشر او له بهرنیو چارو وزیر سره تر کتنو وروسته پای ته رسولی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د ایتالله علي خامنهای د یوه پیغام لېږدولو لپاره مسکو ته روان شوی، له تهرانه تر خوځېدو مخکې له ښاغلي ګروسي سره خپله لیدنه ګټوره بللې ده.
تر اوسه د خامنهای لخوا پوتین ته د استول شوي پیغام جزییات نه دي خپاره شوي.