د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې ' د پښتنو قومي جرګې په ملاتړ' غونډې شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي نن د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پښتنو قومي جرګې د پرېکړه‌لیک پر ملاتړ لاریونونه شوي او ولسونو د "دغې جرګې د غوښتنو پر تطبیق ټینګار کړی دی."

دې غورځنګ وار له مخه نن د یکشنبې پر ورځ څو ښارونو او ولسوالیو کې د امن پاڅونونو، لاریونونو او غونډو اعلان کړی و.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال حنیف پشتین ویلي، "له کوټې تر وزیرستان، سوات، چمن او پېښوره لږ تر لږه ۳۰ سیمو کې دا پاڅونونه له سهاره تر مازدیګره پلان شوي وو.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډيوګانو او انځورونو کې ښکاري چې ګڼ شمېر کسانو دغو پاڅونونو کې د خیبر جرګې پر ننګه او ملاتړ ګډون کړی دی.

له دې مخکې د اکتوبر پر ۱۳مه خیبر کې د پښتنو قومي جرکې پرېکړه‌لیک پر مهال په پښتنو غږ شوی و چې د دغې یکشنبې پر ورځ خپلو سیمو کې هم د جرګې پر ملاتړ راووځي.

دا جرګه د ګډونوالو د شمېر او پرېکړو له مخې تاریخي بلل شوې وه.

د امن پاڅونونو له لارې خلک څه غواړي؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ویلي خیبر کې په بریالي ډول د پښتنو قومي جرګې له جوړېدو وروسته به په هره سیمه کې د جرګې د غوښتنو پر تطبیق ټینګار کېږي.

هغه د ټولنیزو رسنیو له لارې یو ځل بیا خلکو ته یادونه کړې چې، "د امن ټینګښت، پر ډيورنډ کرښه او دروازو د ازاد تګ راتګ، پخپلو وسایلو د خپل اختیار، د ورکو شویو عزیزانو د موندنې او د بندیانو خلاصون" غږ تر څنګ نور هغه موضوعات بیان کړي چې د پښتنو ژوند یې تریخ کړی دی.

ځای ځای د پښتنو دا غونډې داسې مهال کېږي چې څو ورځې وړاندې د اکتوبر په ۱۱مه خیبر کې د 'قومي عدالت' په نوم د لرو پښتنو عمومي جرګه رابلل شوې وه.

دغې جرګه کې د پښتنو عمومي وضعیت و ارزول شو او په پرېکړه‌لیک کې یې د پښتنو له سیمو پاکستاني پوځ او وسله والو ته د وتلو دوه میاشتني مهلت د ټاکلو تر څنګ مهمې غونښتنې مطرح کړې.

یادې جرګې چې پکې د پښتنو له اکثرو سیمو خلک او ګوندونو استازو ګډون درلود، د بې‌ځایه شویو خلکو د ځای پر ځای کولو، د بندیانو د خوشي کولو، پر ډیورنډ کرښه د ازاد تګ راتګ، د برېښنا د بیو په کمښت او ځینو نورو موضوعاتو هم ټینګار کړی دی.