"لومړی ځل دی چې خپل پلار لمس کوم" - له خپل خوشي شوي پلار سره د فلسطینۍ نجلۍ لومړنۍ لیدنه

رغد (ښي لور ته) او د هغې خور هداية د خپل پلار د لیدو لپاره چمتو کېږي، چې له زېږېدو راهیسې یې نه و لیدلی.
د عکس تشریح، رغد (ښي لور ته) او د هغې خور هداية د خپل پلار د لیدو لپاره چمتو کېږي، چې له زېږېدو راهیسې یې نه و لیدلی.
    • Author, واير ډیویز
    • دنده, بي‌بي‌سي نيوز
    • رپوټ له:, رام الله- لوېدیځه تراډه

له څو ساعتونو ځنډ وروسته، دلته په رام الله کې د خوشالۍ صحنې وې، ځکه چې شاوخوا ۶۰ فلسطیني بندیان، چې د اسرائیل له لوري نیول شوي وو، خوشي شول او د دوی دوستانو د خوشالۍ په فضا کې غېږ کې ونیول.

په خوشي شویو کې ۴۷ کلن حسین نصار هم و، چې په ۲۰۰۳ کال کې د دویمې فلسطینۍ انتفاضې (پاڅون) په تړاو نیول شوی و.

د حسین د هرکلي لپاره د هغه دوه لوڼې ۲۲ کلنه هداية او ۲۱ کلنه رغد ولاړې وې. دواړو د پام وړ جامې اغوستې وې - له فلسطیني دودیزو سور او تور رنګه جامو سره چې دا د دوی د زېږنځای نابلس یوه ځانګړنه ده.

کشرې لور رغد، موږ ته مخکې ویلي وو چې له خپل پلار پرته اوږده موده ژوند کول ناممکن و.

هغې وویل: "دا لومړی ځل دی چې زه به هغه لمس کړم، هغه به غېږ کې ونیسم، زه خپل احساسات نه شم بیانولی."

هغې زیاته کړه، کله یې یې له خپل پلار سره ولیدل، د شدیده اضطراب له امله لړه پرې راغله.

هغې وویل: "کله چې اسرائیلیانو هغه ونیو، زه مې د مور په ګېډه کې وم. داسې انګېزم لکه دا چې لومړی ځل وي پوهېږم پلار لرل څه معنی لري."

دواړه فلسطیني بندیان له خوشي کېدو وروسته د خوشالۍ په فضا کې د خلکو له خوا پر اوږو پورته کړل شول
د عکس تشریح، دواړه فلسطیني بندیان له خوشي کېدو وروسته د خوشالۍ په فضا کې د خلکو له خوا پر اوږو پورته کړل شول

د اوربند په دې پړاو کې، په ۱۱۰ خوشي شویو فلسطیني بندیانو کې ګڼې ښځې او ماشومان هم وو، چې تر ټولو کوچنی یې ۱۵ کلن و.

ځینې یې د کوچنیو جرمونو په تور نیول شوي وو، خو نور نه محکوم شوي وو او حتی رسمي تورونه هم نه وو پرې لګېدلي.

خو اسرائیل هغو ۲۱ بندیانو ته، چې د قتل په ګډون یې د درنو جرمونو لپاره سزا لیدلې وه، خپلو فلسطیني سیمو ته د ستنېدو اجازه ورنه کړه. پر ځای یې هغوی مصر یا نورو ګاونډیو هېوادونو ته تبعید کړل.

زکریا الزبیدي، چې د الاقصی شهیدانو لښکر پخوانی مشر و، د تبعید شویو کسانو له ډلې و، هغه د ګڼو اسرائیلیانو د وژلو په تور محکوم شوی و.

هغه د هغو بندیانو له ډلې و چې د خوښۍ په فضا کې خلکو پر اوږو پورته کړی و او د رام الله د ملکي مرکز شاوخوا یې خوښۍ لمانځلې.

دا صحنه - لکه د حماس د غړو څرګندېدل او په غزه کې د دوی د ځواک ښودنه - د ګڼو اسرائیلیانو غوسه راپارولې ده. دا امکان شته چې دا به ځینې ښي اړخي سیاستوال دې ته وهڅوي چې د اوربند تر پای ته رسېدو وروسته، چې شپږ اونۍ به دوام وکړي، په غزه کې د حماس پر ضد د جګړې د بیا پیل غوښتنه وکړي.

زکریا الزبیدي د ګڼو اسرائیلیانو په وژلو تورن شوی و

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، زکریا الزبیدي د ګڼو اسرائیلیانو په وژلو تورن شوی و

د رام الله او البیرة والۍ ډاکټره لیلی ابو غنام د ګڼو پخوانیو بندیانو ستنېدل د جشن وړ وبلل.

خو د هغې احساسات بېلابېل وو، ځکه چې په نیول شوې لوېدیځه غاړه- په ځانګړې توګه په شمالي سیمه کې، د اسرائیلو پوځي عملیات سخت شوي وو او له بلې خوا د غزې د اوربند دوام ته اړتیا وه.

هغې وویل: "ټول فلسطینیان د بندیانو خوشي کېدو ته خوشاله دي، خو موږ د دې شېبې پر مهال په نورو ولایتونو کې د روانو پېښو له امله خواشیني یو. نن، میندې که څه هم د خپلو بچیو د خوشي کېدو له امله خوښې دي، خو په عین حال کې د هغو میندو درد هم احساسوي، چې کورونه او ماشومان یې له لاسه ورکړي دي."

د بي بي سي خبریال، وایر ډېویس، وویل: "دا یو له هغو لږو ورځو وه چې ما د دې جګړې د پوښښ پر مهال د فلسطینیانو او اسرائیلیانو دواړو پر مخ د خوشالۍ نښې ولیدې. دا جګړه ډېره ترهوونکې او ورانوونکې وه، چې د ډېرو خلکو ژوند یې ویجاړ کړ."

ډاکټرې لیلی د اسرائیلي حکومت نیت ته د شک په سترګه وکتل، ویې ویل چې هغوی د سولې د رامنځته کېدو لپاره جدي نه دي. خو هغې په موسکا زیاته کړه: "خو موږ هیله نه بایلو. که موږ هیله له لاسه ورکړې وای، نو فلسطینیان به ۷۵ کاله وړاندې ختم شوي وای."

خوشي شوي دوه اسراییليان څوک دي؟

یاردین بیباس او فرانسوی-اسرائیلی عوفر کالدیرون

د عکس سرچینه، Family handout

د عکس تشریح، یاردین بیباس او فرانسوی-اسرائیلی عوفر کالدیرون

د اسرائیلي پوځ اعلان وکړ چې نن (شنبه) د غزې له سوېلي برخې خان یونس څخه یې دوه اسرائیلي یرغمل شوي کسان تر خوشي کېدو وروسته تسلیم کړي دي.

پوځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د یرغمل شويو کسانو لومړنۍ طبي ارزونه به وشي.

اسرائیلی یاردین بیباس او فرانسوی-اسرائیلی عوفر کالدیرون په خان یونس کې سره صلیب ته وسپارل شول. یاردین بیباس ۳۴ کلن دی او د هغه مېرمن شیري (۳۳ کلنه) او دوه ماشومان یې کفیر (۱۰ میاشتنی) او اریېل (۴ کلن) نیر عوز کیبوتس کې له خپل کور څخه برمته شوي وو.

کفیر د ټولو یرغمل شویو کسانو تر ټولو کوچنی و.

حماس د ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې ادعا وکړه چې شیري او دواړه ماشومان د یوه اسرائیلي هوايي برید په ترڅ کې وژل شوي، خو د اسرائیلي پوځ له خوا یې مرګ نه دی تایید شوی.

د بیباس کورنۍ نوم د هغو ۳۴ کسانو په لیست کې و، چې حماس وویل چمتو دي د اوربند د موافقې تر عملي کېدو مخکې یې خوشي کړي.

حماس له ۵۳ کلن عوفر کالدیرون سره د هغه دوه ماشومان ایریز او سحر دنیر اوز هم یرغمل کړی وو. دواړه ماشومان د ۲۰۲۳ کال د نومبر په میاشت کې د لومړۍ جګړې د اوربند په ترڅ کې خوشي شوي وو.