تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائیلو د جګړې کابینې یوه مهم غړي نتنیاهو تورن کړ، چې د غزې په اړه رښتیا نه وايي
د اسرائیلو د جګړې کابینې مهم غړي ګادي ایزنکوټ د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو تورن کړ چې په غزه کې د پوځي اهدافو په اړه حقیقت نه وايي.
ښاغلي نتنیاهو په ښکاره د فلسطیني دولت جوړېدل رد او ویلي، چې پر غزې د اسرائیلو بریدونه به تر بشپړې بریا پورې دوام ولري.
امریکا د اسرائیل او فلسطین د جګړې د پای ته رسولو په موخه د دوو خپلواکو هېوادونو پر جوړولو ټینګار کوي.
ګاډي ایزنکوټ د اسرائیل د پوځ متقاعد جنرال دی او تېره میاشت یې زوی هم د غزې په جګړه کې ووژل شو.
هغه وايي، څوک چې د حماس د بشپړې ماتې باټې وهي، "رښتیا نه وايي."
نوموړي دا هم وویل، چې ښاغلی نتنیاهو د اکتوبر په اوومه د خپل هېواد په ساتنه کې د پاتې راتلو له کبله "څرګند مسؤلیت" لري.
هغه د نویو ټاکنو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د اسرائیلو په اوسنۍ مشرتابه "هیڅ باور" نه شته.
حماس د اکتوبر اوومه د اسرائیلو پر سویل په ناڅاپي برید سره شاوخوا ۱۳۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰ نور یې یرغمل کړل.
له هغې را راوروسته د اسرائیل لخوا غزه کې په روانو عملیاتو کې هم شاوخوا ۲۵ زره کسان وژل شوي دي.
د ښاغلي نتنیاهو په کابینه کې د اختلاف دا تازه خبر په داسې حال کې رامخ ته شوې، چې ویل کېږي نوموړی او د دفاع وزیر یې 'یواو ګالانت' هم کمې خبرې سره کوي، او د اسرائیلو او د هغه د لویدیځو متحدینو ترمنځ لویدلی درز په پراخېدو دی.
د فلسطیني دولت د جوړولو په اړه د ښاغلي نتنیاهو له څرګندونو وروسته د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جان کربي وویل، چې متحد ایالتونه او اسرائیل "په ښکاره هر څه ته په متفاوت نظر ګوري."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي، چې د فلسطیني دولت له جوړېدو پرته د اسرائیلو د امنیتي ننګونو د حل بله لار نشته.
سپینه ماڼۍ وايي، چې جو بایډن د جمعې په ورځ د تلیفوني اړیکې له لارې چې تېره یوه میاشت کې یوازنۍ تلیفوني اړیکه وه، له نتنیاهو سره د دوو هېوادونو د جوړولو پر حل لارې خبرې وکړې.
خو ښاغلي بایډن په واشنګټن کې خبریالانو سره خبرو کې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا د نتنیاهو په موجودیت کې د دوو هېوادونو جوړول ناشونې دي، وویل: "نه، داسې نه ده."
هغه زیاته کړه "د دوه دولتونو د جوړولو اړوند ډیرې حل لارې شته. د ملګرو ملتونو یو شمېر داسې غړي هېوادونه هم شته چې.... خپل پوځ نه لري."
په بیت المقدس کې د بي بي سي خبریال مارک لوون وايي، ښاغلي نتنیاهو په سیاست کې خپل ټول کاري وخت د یوه فلسطیني دولت د رامنځته کېدو پر وړاندې پر مقاومت تېر کړی او همدا تېره میاشت یې په زغرده په دې ویاړ وښود چې د فلسطیني دولت د رامنځته کېدو مخه یې نیولې ده.
په روانو حالاتو کې یو ځل بیا دا موضوع ردول له نړۍ د ښاغلي نتنیاهو د انزوا زیاتیدونکي حس ته چټکتیا وربخښي.
دا هر څه په داسې حال کې مخې ته راځي، چې ملګرو ملتونو اسرائیل د فلسطیني بندیانو په وهلو شکنجه کولو تورن کړی.
همدارنګه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوه چارواکي اسرائیل په غزه کې د خپلو پوځي عملیاتو پر مهال د فلسطیني بندیانو په وهلو ټکولو او بربنډولو تورن کړی دی.
په اشغال شویو فلسطیني سیمو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې مشر اجیت سونګای بي بي سي ته وویل، ځینې پخواني بندیان چې هغه سیمې ته یې د خپل سفر پر مهال لیدلي، نږدې دوه میاشتې کېږي چې په سختو شرایطو کې ساتل کېږي.
اسرائیل بیا وايي، چې له ټولو بندیانو سره د نړیوالو قوانینو سره سم چلند کوي.
اسرائیلي پوځ بي بي سي ته په یوه بیان کې وویل، "مشکوک ترهګر ډیر وخت اړ دي، چې خپلې جامې وسپاري چې ډاډ ترلاسه شي وسلې یا چاودیدونکي توکي نه لري."
په ډسمبر میاشت کې د اسرائیل پر تلویزیون د فلسطیني بندیانو د داسې تصویرونو خپرېدل ډېر وغندل شول،چې جامې یې پکې پر تن نه وې.