تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا متحده ایالاتو کې "کوچنی فلسطین"
- Author, سالي نبيل
- دنده, بي بي سي نيوز عربي - برېچ فیو- ایلینوی ایالت
ایا کله مو اورېدلي چې په امریکا کې د کوچني فلسطین په نامه سیمه هم شته؟ د شیکاګو ښار په یوه څنګه (برېج فیو) سیمه کې دا سیمه له څو کلونو راهیسې په همدې نامه یادېږي؛ ځکه چې استوګن یې تر ډېره فلسطینیان دي.
هلته وګرځېدو چې خوړنځي او پلورنځي ومومو، نومونه یې په عربي ژبه لیکل شوي. د ځینو کورونو له کړکیو د فلسطین بیرغ راځوړند و، همداشان په غزه کې د اوربند د غوښتنې شعارونه مو تر سترګو شول. ته وا په امریکا کې نه یاست.
خو دا خواخوږي کېدای شي ځینې وخت په لوړه بیه تمامه شي.
د وژلو ګواښ
لیلا چې په امریکا کې زیږېدلې ده وايي، د خپل کور پر بڼ یې د یوه لیکل شوي شعار له کبله د وژلو دوه ګواښونه ترلاسه کړي. هغې پر په شعار کې په انګلیسي ژبه لیکلي وو چې (فلسطین ازاد کړئ).
دا راته وايي هغه څه چې ډېره یې دردوي دا دي چې د ځینو ګاونډیانو په منځ کې د عربۍ مسلمانې ښځې په توګه د ترهګرې او سختدریځې په سترګه ورته کتل کېږي.
د درېیو ماشومانو مور لیلا په مخ کې د کړاو نښې له ورایه ښکارېدې، د خبرو پرمهال یې د وژلو ګواښ وېره په سترګو کې ښکارېدله.
خپلې اوښکې یې پاکولې او راته وویل: "د پخوا په شان له خپل کوره نه شم وتلی. ځینې وخت داسې انګېرم چې ګنې د پیغام رالېږونکی مې ښايي وڅاري او کوم اولاد مې وتښتوي. خپلو زامنو ته مې وویل که کوم څوک پر ما د برید لپاره راغی دوی باید ژر خپل کور ته راستانه شي او زما دفاع او ننګ ته ونه درېږي".
لیلا راته وویل دا ترخې تجربې یې ذهن کې د سپتمبر د یوولسمې پېښې او وروسته نورې پېښې په ذهن کې چورلوي. دا زیاتوي: "په یاد مې دي چې په ښوونځي کې مې ځینو ملګرو خبرې راسره بندې کړې. د کرکې خطاب او خبرې کومه نوې خبره نه ده".
"زه مړ یم"
د لیلا وېره وروسته له هغه خورا ډېره شوه چې ګاونډ کې یې د اوسېدونکي ماشوم ودیع د وژل کېدو پېښه ولیدله.
شپږ کلن ودیع د کور څښتن شپږ ویشت چړې وواهه او مړ شو. دی له خپلې مور سره اوسېده. اوس تورن د قتل په تور محاکمه کېږي او چارواکي وايي دا جرم د قرباني شوي د هویت او په غزه کې د روانې جګړې له کبله دی.
ودیع د اونۍ د رخصتیو ورځو کې د خپل پلار عدي د لیدو لپاره روان و چې په یوه بل کور کې اوسېده. عدي چې اته کاله مخکې امریکا ته کډوال شوی، راته وویل د ودیع د وژل کېدو په ورځ یې له کور څخه د هغه ټول انځورونه لیرې کړل. د هغه د قتل د یاد نشي زغملی.
تر اوسه عدي د خپل یوازېني زوی پر جلا والي نه دي ژړلي خو د غم او خپګان نښې یې پر مخ له ورایه ښکاري. دی وايي: "لا هم د ودیع غږ اورم او وینم یې. ګومان کوم چې د کړکۍ څنګ ته ولاړ دی. هره شنبه د هغه په انتظار یم، خو پوهېږم چې هغه به هېڅکله رانه شي".
د عدي ژوند اوس د پخوا په شان نه دی، دنده یې پرېښوده او ځینې وخت له امریکا ته د کډه کولو هوډ وکړي "اوس زه مړ سړی یم، په ظاهره ژوندی ښکارم، خو په حقیقت کې مړ یم".
"د کرکې جرمونه"
ځینې کسان په برېج فیو او ورڅېرمه سیمو کې دا ډول پېښې د کرکې په جرمونو کې نه شماري، ځکه چې وايي هلته د عربانو حضور خورا ډېر دی.
خالد له شلو کلونو راهیسې د عربي خوړو یو خوړنځی لري. خو په غزه کې جګړې په پام وړ ډول د هغه پر کار اغېز کړی، امریکايي مشتریان یې کم شوي دي.
دی وايي "زموږ نژدې نیمايي مشتریان امریکایان وو، خو اوس نژدې پنځه سلنه راکم شوي دي".
دی راته وايي، اوس یې وېرې پر ذهن غلبه کړې ده. "ښايي امریکایان به زموږ خوړنځي ته له راتګه وېرېږي، همداشان موږ هم وېرېږو که کوم سخت دریځی امریکایی راشي، دې ځای او یا زموږ کوم مشتري ته زیان ورسوي".
"پراخه همغږي"
خو دا دردوونکې پېښې د انځور یوازېنی اړخ نه دی. په تېرو څو میاشتو کې شیکاګو ښار له فلسطینیانو سره د ګڼو راغونډېدنو شاهد و، چې د بېلابېلو اصلیتونو ګڼو امریکایانو ګډون پکې کړی و.
په امریکا کې د فلسطیني ټولنې د شبکې مسؤل حاتم ابو دیة وايي، په دې راغونډېنو کې ګڼو افریقا، لاتینیانو او اسیا الاصله وګړو ګډون کړی و.
حاتم زیاتوي چې "ددغو ټولنو غړي له فلسطیني قضیې سره د خپلې قضیې چلن کوي؛ ځکه چې دوی د ظلم په معنا پوهېږي. همداشان موږ هم کاملا درک لور چې د ټولنې د بېلابېلو پاړکیو او ډلو له پراخې همغږۍ پرته موږ دا قضیه نه شو ګټلی".
اورلوبې
وکیلې فداء العایدي په غزه تراډه کې له المغازي کډوالو کمپه په تېرو څو کلونو کې ګڼ پیغامونه راستولي. دا وايي د جګړې په لومړۍ میاشت کې یې خپله دنده پرېښوده. پر غزه د اسرائیلو بمبارۍ کې یې عمه ووژل شوه.
فداء وايي، د ماشومانو د اورلوبو غږ یې واورېد، سخته یې ووېروله او بچیان یې ورسره بوتلل او پخپل کور کې پټه شوه.
دا وايي "داسې مې وانګېرله چې ګنې دا د مرمیو غږونه دي او یو څوک راغلی پر موږ ډزې کوي. ومې ویل ښايي دلته پر موږ فلسطینیانو د برید وار رارسدېلی دی".
"د ګنا احساس کوم"
عطاف عصفور هم د غزې تړانګې ده، خو څه باندې شل کاله وړاندې امریکا ته کډه شوې ده. دا راته وايي د تېرو دوو میاشتو بمباریو کې یې د خپلې کورنۍ او خپلوانو له دوو سوو ډېر کسان له لاسه ورکړي.
کله چې هغې د جګړې په اړه خبرې پیل کړې، په ژړا شوه. په ژړغوني غږ یې راته وویل: "هره ورځ چې ویدېږم، داسې سوچ کوم چې غزه کې به مې د کورنۍ بل کوم غړی مري؟ دا ټول خپلوان مې اوس یوازې شمېرې ګرځېدلي".
د عطاف زوی ویلیم څلور کلن و چې له غزې راووت. دا شل کلن ځوان وايي، په پام کې وه چې په تېره اکتوبر میاشت کې غزې ته ولاړ شي، خو له جګړې پیلېدا مخکې یې د ځینو کورنیو دلایلو له کبله خپل سفر وځنډاوه.
دی زیاتوي: "کله چې ګورم دلته کوم نعمتونه او هوسا ژوند دی، اوبه، برېښنا او خواړه لرو، د ګنا ژور احساس وکړم".
هلته مو چې هر وګړی لیدلی د وېرې او درد یو پړاو یې تجربه کړی دی. که جګړه پای ته هم ورسېږي، د دوی ټپ به ژر ونه رغېږي.