د افغانستان کرېکټ بورډ او روزونکی جانتن ټروټ له یوه بل سره د کار دوام ته لېواله دي، خو شرایط څه دي؟

    • Author, یوسف خان ځدران
    • دنده, بي بي سي، لندن

په داسې حال کې چې نږدې راتلونکو ورځو کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي جانتن ټروټ سره دافغان کرېکټ بورډ قرارداد پای ته رسیږي، افغان لوری د هغه د کار دوام ته لېواله دی.

د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات بي بي سي پښتو ته ویلي "له جانتن ټروټ سره د قرارداد غځولو پر سر خبرې روانې دي، خو کله چې هوکړې ته سره ورسېدو مونږ به یې رسمي اعلان وکړو."

په خټه انګرېز جانتن ټروټ د افغان لوبډلې یو پیاوړی او بریالی روزونکی بلل کېږي.

د ۲۰۲۳م کال په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې تاریخي بریاوې او په زړه پورې لوبې هم د هغه د خوارۍ او تجربو له کبله یادېږي.

افغان لوبډلې په دغه نړیوال جام کې انګرېزې، پاکستانۍ، شري لنکايۍ او نېدرلنډۍ لوبډلو ته ماتې ورکړې او له پاتې پنځو نورو لوبډلو سره یې هم د پام وړ ښې لوبې وکړې.

جانتن ټروټ د ۲۰۲۲م کال جولای میاشتې راهیسې د افغان لوبډلې د روزنې مسولیت په غاړه لري او ویل کیږي چې،قرارداد یې تر یوې بلې اونۍ (ډېسمبر تر پایه) ختمېږي.

افغانستان سبا (د ډیسمبر ۲۵مه) د متحده عربي اماراتو پر وړاندې درې یو ورځنۍ تمریني لوبې هم پیلوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند ښاغلي سادات بي بي سي ته وویل په دغو سیالیو کې به د هغه مشورې وي خو دا نده معلومه چې له لوبډلې سره به کله یو ځای شي.

د هغه په ټکو په همدې ورځو کې له روزونکي سره د قرارداد د غځولو برخلیک معلومیږي.

د اصولو له مخې د قرارداد له ختمیدو وروسته د کار د دوام په صورت کې باید له ده سره شوی قرارداد تمدید یا له سره نوی لاسلیک شي.

د شاوخوا یو نیم کال روزنې په موده کې ډېرو افغان لوبغاړو هم د هغه د ښه کار ستاینه کړې او په ښکاره لوبډله هم ورسره له پخوا ډېره پیاوړې شوې.

جانتن ټروټ څه وايي؟

خپله جانتن ټروټ هم د ځینو شرایطو پر بنسټ د کار دوام ته لېوالتیا ښودلې او داسې ښکاري چې ښاغلی ټروټ د لاپیاوړي رول غوښتونکی دی.

نوموړي همدا روانه اونۍ د بریتانیا یوه خبري اژانس پي اې ته ویلي " زه له افغان لوبډلې سره د کار دوام غواړم، خو باید په دې هم ډاډه وم چې هر څه د افغان لوبډلې په ګټه وي."

ښاغلي ټروټ د لوبډلې د لا غښتلتیا او بریاوو لپاره د روزونکو د یوې متوازنې ډلې په رامنځته کولو هم ټینګار کړی اوپه وینا یې "که زه بیا ګمارل کېږم دا هم باید یقیني کړو چې د روزونکي ډلې نور کسان څوک دي او ایا زه ډاډمن یم چې د دوی کار اغېزناک دی که نه."

هغه ټينګار کړی، چې غواړي افغان لوبډله ډېرې بریاوې خپلې کړي او د دې لپاره باید د روزونکو یو ښه معیار غوره شي.

د ښاغلي ټروټ په ټکو 'مونږ باید په مخکې ولاړ شو نه په شا.'

جانتن چې د وخت تکړه توپوهونکی بلل کېده د انګلنډ ملې لوبډلې لپاره يې ټولې ۲۵ ټېسټ لوبې کړې چې ۹ سليزې،۱۹ پنځوسيزې او ټولې ۳۸۳۵ منډې يې جوړې کړې دي. نوموړي په يو ورځنيو لوبو کې بيا ۴ سليزې او ۲۲پنځوسيزې کړي او ټولې ۲۸۳۸ منډې يې جوړې کړي دي.

جانتن تر دې وړاندې د انګلنډ ملي لوبډلې سره په بېلابېلو لوبلړيو کې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې ده.

دا باور چې نوموړي دې د همدې تجربو پر مټ افغان لوبډله دې ته چمتو کړې وي چې په لومړي ځل انګلنډ ته ماتهورکړې هم نشي ردیدی.

په نړیوال جام کې د انګلنډ له ماتولو وروسته د افغان لوبډلې مورال ډېر لوړی شوی و.