د تحریک انصاف مرستیال مشر افضل مروت: پاکستاني ادارو مې پر کور چاپه اچولي "زه ترې په تېښته بریالی شوم"

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرستیال مشر شېر افضل مروت ادعا کړې چې پاکستاني ځواکونه یې پر کور ورننوتي خو دی ترې په تېښه بریالی شوی دی.

ښاغلی مروت د پاکستان د تېرې اونۍ په ټولټاکنو کې د پراخو درغلیو ادعا کړې او پر خپلو پلویانو یې د لاریونونو غږ کړی دی.

هغه چې د ټاکنیزو درغلیو پر ضد کمپاین په مخ وړي ادعا کړې چې "قانون پلي کوونکو ځواکونو یې له کوره شخصي کمپیوټر هم له ځانه سره وړی دی."

د ځواکونو له چاپې وروسته هغه پخپله اېکس پاڼه لیکلي " زه په یوه نه یوه ډول خوندي ځای ته په تېښه بریالی شوم."

دی چې د خپل مشر عمران خان وکیل هم پاتې شوی، د ده د نیولو هڅه ناقانونه بولي او ټينګار یې کړی چې "د دې مجرمانه کړنې پر وړاندې به محکمې ته مراجعه وکړي."

پاکستاني ادارو تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.

شېر افضل مروت د پاکستان په تېرو ټاکنو کې ملي اسمبلۍ ته هم کامیاب شوی دی.

د تحریک انصاف مشران له څه مودې راهیسې یو په بل پسې له نیولو او محاکمو سره مخ دي.

د عمران خان لخوا د لومړي وزارت څوکۍ ته نوماند عمر ایوب نن د ګوند له مشر ګوهر علي خان سره یوې خبري ناستې ته وویل "د ګوند هر غړی او پلوی یې له خنډونو سره مخ دی او له بېلابېلو لارو یې په قضیو کې د ښکیلېدو هڅه کېږي.

د دوی ګوند مشر عمران خان هم په دریو بېلابېلو قضیو کې له دوه لسیزو په ډېر بند محکوم شوی دی.

دی له تېرو څه باندې شپږو میاشتو راهیسې په زندان کې دی.

له دې سره پاکستان کې ټاکنیزې نندرۍ لا ژورې شوې او بېلابېلو ګوندونو محکمو ته د مراجعې او لاریونونو غږ کړی دی.

په دې لړ کې تحریک انصاف چې د رایو د اکثریت او تر ټولو د ډېرو څوکیو ادعا لري، پرون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې لوی لاریونونه وربللي وو.

په ویډیوګانو کې ښکاري چې د درغلیو په ضد دغو لاریونو کې لسګونو زرو خلکو ګډون کړی.