د هند د بهرنیو چارو وزارت: ډیلي کې د افغانستان د سفارت چارې دوام لري

د عکس سرچینه، Afghanistan Embassy - New Delhi
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په ډیلي کې افغان سفارت خپلې چارې روانې ساتي.
ددغه وزارت ویاند ویلي، چې هند په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او په وینا یې د تېر افغان حکومت لخوا ور استول شوی سفیر او د سفارت نور کارکوونکي خلکو ته د وېزو ورکولو او سوداګریزو چارو اړوندو مسلو د سمبالونې واک لري.
دا څرګندونې یې په داسې وخت کې کړې چې څو ورځې وړاندې په هند کې افغان سفیر د سفارت د بندولو خبر ورکړی و او لامل یې د دوی په چارو کې د همکارۍ نه شتون بللی و.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم باغچي رویټرز خبري اژانس ته ویلي دوی سفارت او همدا راز افغان کونسلګریو کې له ځینو افغان دیپلوماتانو سره په تماس کې دي.
"زموږ معلومات دا دي چې هند کې د افغانستان د سفارت فعالیت نه دی بند شوی، خو له افغان دیپلوماتانو سره چې اوس په سفارت کې دي او همدا راز په ممبۍ او حیدر اباد کې له افغان کونسلګریو سره په تماس کې یو. تېره اونۍ له موږ سره له سفارته په یوه تماس کې وویل شول چې دوی د سپتمبر میاشتې پای کې د سفارت د تړلو اراده لري. پرته له شکه دا پر سفارت پورې اړه لري، د دوی کورنۍ مسله ده، خو موږ ته معلومه شوې چې په حیدر اباد او ممبۍ کې کونسلګرۍ د سفارت پر دې پرېکړه خوښې نه وې."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په وروستیو کې له بي بي سي سره په یوه مرکه کې د هند لپاره د تېر جمهوریت پېر سفیر فرید ماموندزي ویلي وو چې د هند حکومت د نه همکارۍ او نه ملاتړ او د کافي سرچینو او پرسونل د نه شتون له کبله دغې پرېکړې ته چې پرې خوښ نه دي اړایستل شوي.
"زه او همکاران مې د ډېرې نهیلۍ له حالت سره مخ شوو چې بله لار پاتې نه وه، بالاخره فیصله مو پر دې وکړه چې خپل ټول کارونه د سپتمبر په پای کې بند کړو، سفارت وتړو. البته د کونسلي چارو په لږ محدوده کې د افغانانو ستونزې په پام کې نیولو سره یوه برخه فعاله وساتو".
"افغان سفیر له اوږدې مودې راهیسې سفارت کې نه شته"
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندم باغچي ویلي، دوی ته دا معلومات شته چې هند کې افغان سفیر له اوږدې مودې راهیسې سفارت کې نه شته او په وروستیو کې هم ګڼ دیپلوماتان له هنده وتلي دي.
ده ویلي هیله کوي چې د افغانانو، په ځانګړې توګه د محصلانو رسمي چارې پر خپل وخت حل شي.

د عکس سرچینه، newdelhi.mfa.af
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي، د افغانستان له خلکو سره به یې د مرستو هڅې دوام ولري.
د سفارت له اعلان وروسته زرګونو هغو محصلانو چې اوس په هند کې دي او هغو چې هند ته د تګ په انتظار کې دي، ژوره اندېښنه ښودلې ده.
دغه محصلان لا له وړاندې له ګڼو مالي او کونسلي ستونزو سره مخامخ دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، یوازې ایران، پاکستان او چین کې د افغانستان د سفارتونو چارې د طالبانو استازو ته سپارل شوې دي.
په وروستیو کې هالنډ کې افغان سفارت اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزارت سره په تعامل کې دی.











