د امریکا کانګریس استازو جرګې داسې لایحه تائید کړې، چې کولای شي په ټول هېواد کې پر ټېک ټاک بندیز ولګوي

    • Author, بیرډ دیبوسمان، ماټ مورفي او نتالي شیرمان
    • دنده, بي بي سي، کانګریس، واشنګټن او نیویارک

د امریکا کانګریس کې د استازو جرګې یوه لایحه تائید کړې، چې له مخې یې کېدای شي په امریکا کې پر ټېک ټاک بندیز ولګېږي.

که دا لایحه په قانون بدله شي، له مخې به د خواله رسنۍ ټېک ټاک ملکیت لرونکي چینايي شرکت بېټډانس ته شپږ میاشتې وخت ورکړل شي، چې کنټرولونکې برخه یې وپلوري او یا به په امریکا کې دا اپلکشن غیر فعال شي.

که څه هم دا لایحه په استازو جرګه کې د ګوندونو له لوري د رایو په اکثریت ومنل شوه، خو د دې لپاره چې په قانون بدله شي باید د امریکا کانګریس له سېنټ یا مشرانو جرګې هم تائید شي او دغه راز یې د متحدو ایالتونو ولسمشر هم لاسلیک کړي.

د امریکا کانګرېس غړي له اوږدې مودې راهیسې پر ټېک ټاک د چین نفوذ له کبله اندېښنې څرګندوي. د یادونې ده، چې چینايي شرکت بېټډانس په ۲۰۱۲ کال کې ټېک ټاک فعال کړ.

دا شرکت چې د چین په بیجینګ کې مرکز لري، په سایمان ټاپو کې راجستر دی او په ټوله اروپا او امریکا کې ځايي دفترونه هم لري.

که د امریکا مشرانو جرګه دا لایحه تائید کړي، د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن له مخکې ویلي، چې څنګه یې مېز ته ورسېږي، سملاسي به یې لاسلیک کړي، چې کېدای شي له کبله یې د امریکا او چین تر منځ نوې دیپلوماتیکې ناندرۍ هم راوټوکېږي.

بیټډانس به د کنټرول وېش لپاره له چینايي چارواکو تائید غواړي او هغوی له مخکې ویلي، چې دوی له دې چارې سره مخالف دي. د چین بهرنیو چارو وزارت ویندوی وانګ وینبین ویلي، داسې کوم حرکت به ''بېرته د امریکا له غاړې شي.''

احتمالي خطر؟

د وسکانسن ایالت جمهوریتپال مائک ګالاغیر چې د دې مسودې شریک لیکوال دی، په دې هکله وویل: ''امریکا نه شي کولای د داسې یوې خبري شبکې شتون احتمالي خطر ومني، چې ملکیت یې داسې یو شرکت لري، چې د چین کمونیست ګوند ته ژمن دی.''

چینايي شرکتونه د ملي امنیت یوه داسې قانون ته پابند دي، چې د غوښتنې پر مهال باید له حکومت سره خپله ډېټا شریکه کړي.

ټېک ټاک هڅه کړې، چارواکو ته ډاډ ورکړي، چې په چین کې یې د بیټډانس له کارنو یې په امریکا کې د خپلو ۱۵۰ میلیونو کاروونکو ډیټا جلا او پناه کولو لپاره اقدامات کړي دي.