تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اروپايي ټولنې ته د پاکستاني هوايي شرکتونو پر الوتنو بندیز لېرې شو، خو دا بندیز ولې لګول شوی و؟
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
د اروپايي ټولنې هوايي چلن خوندیتوب ادارې (ایاسا) د دې ټولنې غړو هېوادونو ته له نژدې څلورو کلونو وروسته د پاکستاني هوايي شرکتونو الوتکو پر سفر لګول شوی بندیز لرې کړی دی.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د ایاسا یوه ویندوی له قوله ویل شوي، د هوايي چلن خوندیتوب په هکله یې د پاکستان پر اړوند ادارې (پي سي اې اې) بېرته ''پاموړ باور'' موندلی دی او د پاکستان ''پاموړ هڅو ته په کتو'' یې په اروپايي ټولنه کې د پاکستان دولتي هوايي شرکت (پي ای اې) ته د فعالیتونو اجازه ورکړې.
د پاکستان دولتي هوايي چلن شرکت مسوولینو بیا د ایاسا د دې پرېکړې هرکلی کړی دی. پي ای اې مسوولینو بي بي سي ته وویل، ایاسا چارواکو په یوه رسمي لیک کې د پاکستان هوايي چلن وزارت او پي ای اې مسوولینو ته د بندیز لرې کولو په هکله ویلي دي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم تایید کړه، چې د پي ای اې تر څنګ پاکستاني شخصي هوايي شرکت (ایر بلیو) ته هم اجازه ورکړل شوې، چې اروپا ته سوداګریزې الوتنې کولای شي.
بندیز کله او ولې لګول شوی و؟
ایاسا ادارې نژدې څلور نیم کاله مخکې (د ۲۰۲۰ کال جون کې) د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته د پاکستان دولتي هوايي شرکت (پي ای اې) پر الوتنو بندیز لګولی و. ایاسا دغه بندیز د هوايي چلن نړیوالو معیارونو ته رسېدو کې د پاکستاني چارواکو او د دغه هېواد د ملکي هوايي چلن ادارې (پي سي اې اې) پاتې راتلو ته په پام سره لګولی و.
ایاسا مسوولینو هغه مهال په دې تړاو یوه رسمي لیک کې د پي ای اې د خوندیتوب اقداماتو په هکله بې باوري څرګنده کړې وه: ''هوايي شرکت (پي ای اې) د خوندیتوب نظام هغو ټولو عنصرونو په پلي کولو کې پاتې راغلی، چې د شیکاګو کنوانسیون شپږمې ضمیمې لومړۍ او ۱۹ برخې له مخې یې تمه ترې کېږي.''
د هوايي چلن خوندیتوب نظام له مخې هوايي شرکتونه خپلې ټولې چارې د یوې اړوندې او منظمې پالیسۍ له لارې تنظیموي، چې له کبله یې د مسافرو، الوتکو او د کارکوونکو خوندیتوب تضمینېږي.
د ایاسا په لیک کې راغلي وو:
''ایاسا ته معلومه شوې چې د (۲۰۲۰ کال) د جون میاشتې پر ۲۴ نېټه د پاکستان هوايي چلن وزیر غلام سرور خان د خپل هېواد پارلمان ته ویلي چې په هېواد کې د ټولو ۸۶۰ پیلوټانو له ډلې نژدې ۲۶۰ کسانو ته د ټګۍ برګۍ له لارې د الوتنې لایسنسونه ورکړل شوي دي او د همدې معلوماتو له مخې ایاسا اداره د پاکستاني پیلوټانو د لایسنسونو په تړاو اندېښمنه ده. ''
هغه پېښه چې دې بندیز ته یې لار هواره کړه
د ۲۰۲۰ کال په مې میاشت کې د پاکستان دولتي هوايي شرکت (پي ای اې) یوه الوتکه د کراچۍ ښار هوايي ډګر ته نژدې وغورځېده، چې له کبله یې ۹۹ کسان ووژل شول او د پاکستان هغه مهال هوايي چلن وزیر غلام سرور خان ''د پیلوټانو بې پروايي'' د هغې پېښې لامل وباله.
ښاغلي خان هغه مهال د پاکستان پارلمان ته په دې هکله ویلي و، چې الوتکه کې هېڅ ستونزه نه وه، بلکې پیلوټ او مرستیال یې له لارښوونو سره سم د الوتکې کېنولو پر ځای ''د کورونا وبا پر موضوع خبرې کولې.''
پاکستاني چارواکو له هغې پېښې وروسته د هغو سلګونو پیلوټانو د جوازونو په هکله د پوښتنو ګروېږنو کولو اعلان هم وکړ، چې دغه هېواد کې یې ترلاسه کړي او د پاکستان هوايي چلن ادارې دغه جوازونه ''جعلي یا مشکوک'' بللي وو.
د پاکستان هوايي چلن ادارې هغه مهال د خپلو موندنو یو نوملړ خپور کړ، چې پکې ویل شوي وو، ''د ۸۶۰ پاکستاني پیلوټانو له ډلې ۲۶۲ داسې پېژندل شوي، چې د پیلوټ په توګه یې د جواز ترلاسه کولو لپاره بل کس په ازموینه کې ناست و، د پیسو بدل کې یې پر ځای بل چا ازموینه ورکړې او د څلورو پیلوټانو جوازونه جعلي دي.''
په دې کې د دولتي هوايي شرکت پي ای اې د ټولټال ۴۳۳ پیلوټانو له ډلې ۱۴۱ پیلوټان هم شامل وو، چې په موقت ډول یې د الوت جواز لغو شوی و، خو د پوښتنو ګروېږنو له نامعلوم برخلیک سره سره هم دغه جوازونه هماغسې لغو شوي پاتې شول.
له هغه څو ورځې وروسته د اروپايي ټولنې هوايي چلن خوندیتوب ادارې د پاکستان هوايي چلن ادارې (پي سي اې اې) ته د یوه لیک له لارې د ۲۰۲۰ کال په جون کې د خپلو غړو هېوادونو هوايي ډګرونو ته د پي ای اې پر الوتنو موقت بندیز ولګاوه، چې بیا وروسته پسې وغځول شو.
د رویټرز په رپوټ کې د هغو معلوماتو په حواله چې د پاکستان پارلمان ته وړاندې شوي ویل شوي دي، چې پي ای اې هر کال د دې بندیز له کبله تر ۴۰ میلیاردو پاکستاني روپیو (۱۴۴ میلیونه ډالره) تاوان کاوه.
د بندیز لېرې کېدل به پلور ته د پي ای په وړاندې کولو کې مرسته وکړي
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیا د نومبر پر ۲۹مه له جیو خصوصي ټلویزیون سره پر دې موضوع مرکه کې ویلي، د اروپايي ټولنې له لوري پر پي ای اې د لګېدلي بندیز لرې کېدل به پلور ته د دې هوايي شرکت په وړاندې کولو کې هم مرسته وکړي.
د یادونې ده، چې د پېسو له نړیوال صندوق (ای ایم ایف) سره د پور ترلاسه کولو لپاره د پاکستان حکومت د هوکړې له مخې ځینې هغه دولتي موسسات چې د ګټې پر ځای تاوان کوي، باید پلور ته وړاندې شي او د دولتي هوايي چلن شرکت پي ای اې نوم هم په همدې لیست کې شامل دی.
پي ای اې میلیاردونه روپۍ تاوان کړی، د وخت له تېرېدو سره یې د زیان کچه زیاتېږي او د پاکستان حکومت غواړي په خصوصي سکتور یې وپلوري. په همدې لړ کې د تېرې میاشتې وروستیو کې د پاکستان حکومت یوه کمېسیون پلازمېنه اسلام اباد کې د پي ای اې ۶۰ سلنه ونډه د لومړنۍ بیې ۸۵ میلیاردو ډالرو په بدل کې پلور ته وړاندې کړه، خو یوه خصوصي شرکت یې یوازې د ۱۰ میلیاردو روپیو بدل کې د اخیستلو وړاندیز وکړ.
که څه هم د پاکستان فدرالي کابینه به په دې هکله وروستۍ پرېکړه کوي، خو وړاندیز شوې خورا ټیټې بیې ته په کتو سره ویل کېږي، چې ښايي فدرالي کابینه به د خصوصي کولو کمېسیون وړاندیز ته په کتو سره دا بیه رد کړي.
د یادونې ده، چې له دې مخکې هم له ځینو اصلاحاتو وروسته خصوصي سکتور ته د پي ای اې پلورلو هڅې شوې، چې ناکامې ثابتې شوې دي.
د نومبر په لومړیو کې د بي بي سي له اردو څانګې سره خبرو کې د پي ای اې ویاند عبدالله حفیظ خان ویلي وو، ''دا مهال د پي ای اې ټولټال ملکیت (کتابي بیه) نژدې ۱۶۵ میلیاردو روپیو ته رسېږي، چې د ۶۰ سلنې معنا یې نژدې ۹۱ میلیارده روپۍ کېږي، خو حکومت د مشتریانو هڅولو لپاره لږ تر لږه بیه ۸۵ میلیارده ډالره ټاکلې ده.''
نوموړی وايي، د پاکستان دولتي هوايي شرکت دا مهال ۳۳ الوتکې لري، چې ۱۷ یې ۳۲۰ اې، ۱۲ یې بویېنګ ۷۷۷ او څلور یې اې ټي ار ډوله دي.