تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کانګو کې د کودتاچیانو محاکمه؛ د ۳ امریکايي وګړو په ګډون ۳۷ کسان په اعدام محکوم شوي
په کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د درېیو امریکايي، یوه برېتانوي، یوه کاناډايي او یوه بلجیمي وګړي په ګډون ۳۷ کسانو ته پر ولسمشر د کودتا هڅې له کبله د اعدام سزا اورول شوې ده.
دغه کسان تېره می میاشت کې پر ولسمشرۍ ماڼۍ او د ولسمشر 'فېلیکس څشېسکدي' د یوه نږدې متحد پر کور د برید په مشرۍ تورن شوي وو.
په خټه کانګویي امریکایی 'کرسټیان مالانګا' چې د دې دسیسې د مشرۍ شک پرې کېږي، له پنځو نورو کسانو سره په هغه برید کې وژل شوی و.
ټولټال ۵۱ کسان په پوځي محکمه کې محاکمه شول، چې بهیر یې په ژوندۍ بڼه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت پر ملي راډیو تلویزیون خپرېده.
د مالانګا زوی مارسېل، چې دی هم امریکایي تابعیت لري او په اعدام محکوم شوی، محکمې ته ویلي چې خپل پلار په دې دسیسه کې ورسره د نه ملګري کېدو په صورت کې پر مرګ ګواښلی و.
د ده یو ملګری 'ټېلر ټامپسن' هم پر اعدام محکوم شوی دی. دوی واړه چې لا ځوانان دي، د امریکا په یوتا ایالت کې یو ځای فوټبال کاوه.
د ټېلر میرنۍ مور 'مرېنډا ټامپسن' تېره جون میاشت کې بيبيسي ته ویلي وو، دا او کورنۍ یې هېڅ نه پوهېږي چې نوموړی څنګه تر کانګو رسېدلی دی.
هغې وویل "موږ هکپک وو چې دا څه کېږي، بېخي ناخبره. یوازې له ګوګل خبرېدو چې څه روان دي."
درېیم امریکایی 'بنجامین زالمان-پولون' نومیږي چې له کرسټیان مالانګا سره یې کاروباري اړیکي درلودل.
د کانګو او بلجیم دواړو تابعیت لرونکی 'جین جاکس وونډو' هم په اعدام محکوم شوی دی.
د بشري حقونو څار سازمان مخکې هغه د سیمهییز سیاست او امنیت یو پیاوړی څېړونکی بللی او ویلي وو چې د کوتا له هڅې سره د نوموړي د تړلو شواهد ډېر کمزوري دي.
اېاېفپی خبري اژانس وايي، پر اعدام محکوم شوي بریتانوي او اکاناډايي وګړي هم په خټه کانګویان دي.
محکمې ته ویل شوي چې بریتانوي 'یوسف اېزانګي' د کودتا په دې هڅه کې برخې اخیستلو ته د ځینو کسانو په ګومارلو کې مرسته کړې ده.
له ۵۱ محاکمه شویو کسانو ۱۴ بېګناه ختلي او محکمې موندلې چې له برید سره یې څه اړیکه نه درلوده.
محکوم شوي کسان پنځه ورځې وخت لري چې د استیناف غوښتنه وکړي.
په تېرو نږدې دوو لسیزو کې په کانګو کې څوک نه دي اعدام شوي، او په مرګ محکوم کسان یې پر ځای عمري بند تېروي.
که څه هم د کانګو حکومت د روان کال مارچ کې اعلان وکړ چې د هېواد له پوځه به د "خاینانو" ایستلو د اړتیا له مخې دغه بندیز لېرې کړي، خو تر اوسه لا د اعدام کومه سزا نه ده پلې شوې.
د کوتا د هڅې پر ورځ څه پېښ شول؟
کانګو کې د کوتا هڅه د می میاشتې د ۱۹مې سهار وختي، پلازمېنه کېنشاسا کې د پارلمان د رئیس 'ویتال کامېرهې' پر کور له بریده پیل شوه.
وسله والو سړیو وروسته د ولسمشر د رسمي استوګنځي پر خوا مخه کړه.
عیني شاهدان وايي، د شاوخوا شلو وسله والو یوې ډلې چې پوځي جامې یې اغوستې وې، پر ماڼۍ برید وکړ او ورپسې ډزې پیل شوې.
وروسته د پوځ یو ویاند پر ملي تلویزیون راڅرګند شو او اعلان یې وکړ چې امنیتي ځواکونو "د کوتا هڅه ناکامه" کړې ده.
د ځايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي وو، چې بریدګر د کانګو دیموکراتیک جمهوریت له یوه جلاوطنه سیاستوال مالانګا سره د تړلي"نوي زییر غورځنګ" غړي دي.
د پوځ مشر وویل، مالانګا د برید پر مهال تر هغې وروسته په ډزو ووژل شو چې له تسلیمېدو یې انکار وکړ.
ولسمشر څشیسکدي تېر کال ډسمبر کې دویمې دورې لپاره د لانجمنو ټاکنو ګټونکی اعلان شو. هغه نږدې ۷۸ سلنه رایې ګټلې وې.
کانګو دیموکراتیک جمهوریت پراخه طبیعي زېرمې او ګڼ وګړي لري، خو ډېر خلک یې د جګړو، فساد او کمزورې حکومتولۍ له کبله په کړاو او بېوزلۍ کې ژوند تېروي.
د دغه هېواد ډېر کانونه په ختیځ کې دي او تاوتریخوالی هم همدلته ورټول دی.
ښاغلي څشیسکدي د جنګي وضعیت د اعلان، د اوربند هوکړې او له ګاونډیو هېوادونو د ځواکونو راغوښتلو په ګډون بېلابېلې لارې ازمویلي، خو یوه هم تر اوسه کارنده او اغېزناکه نه ده پرېوتې.