رپوټونه: یو اېس ايډ د افغانستان امریکايي پوهنتون له محصلینو سره د بورسیو مالي مرسته پای ته رسوي

د امریکايي رسنیو رپوټونه وايي، د امریکا متحدو ایالتونو نړیواله پرمختیايي اداره (یو اېس ایډ) له هغو محصلینو سره د لوړو زدکړو برخه کې مالي ملاتړ پای ته رسوي، چې د افغانستان له امریکايي پوهنتون (اې یو اې ایف) له لارې یې په افغانستان کې انلاین یا په قطر کې حضوري د دې ادارې مالي ملاتړ (سکالرشپونو) پر مټ زدکړې کولې.

رپوټونو کې ویل شوي، د دغه پوهنتون محصلینو ته د اپرېل پر پنځمه یوه برېښنالیک کې ویل شوي، چې د امریکا په مالي ملاتړ دوی ته ورکړل شوي سکالرشپونه ژر پای ته رسېږي.

د نیویارک ټایمز رپوټ کې ویل شوي، په قطر کې د یاد پوهنتون مېشت افغان محصلین اندېښمن دي، چې د امریکا مالي ملاتړ له پای ته رسېدو او ویزو نه درلودلو له کبله به افغانستان ته ستنېدو ته اړ شي.

پر خواله رسنۍ انسټاګرام د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل رپوټ کې د یوې افغانې محصلې له قوله چې د سایبر امنیت برخه کې یې زدکړې نژدې پای ته رسېدلې وې، ویل شوي، اندېښنه یې دا ده، چې افغانستان ته ستنېدو ته به اړ ایستل شي، چې په وینا یې له یوه نامعلوم برخلیک سره به مخامخې وي.

د امریکا ملي عوامي راډیويي خبري شبکې ( این پي ار) په یوه رپوټ کې بیا ویل شوي، چې هغه ۲۰۸ افغان نجونې او ښځې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي، چې د امریکا متحدو ایالتونو تحصیلي سکالرشپونو پر مټ یې زدکړې کولې.

له دې مخکې په عمان کې د هغو ۸۰ افغان ښځینه محصلینو په هکله هم ورته رپوټونه ورکړل شوی وو، چې د امریکا متحدو ایالتونو د مالي مرستې پر مټ یې د خلیجي هېواد عمان په تعلیمي ادارو کې زدکړې کولې.

د عمان پوهنتونونو دې افغان محصلینو د ښځو لپاره د تعلیمي سکالرشپونو یا بورسیو یوه ځانګړي پروګرام (ډبلیو اېس اې) په مالي ملاتړ د لیسانس او ماسټرۍ کچې زدکړې کولې، چې د یو اېس ای ډي یوه برخه ده. ډبلیو اېس اې په ۲۰۱۸ کال کې د ساینس، ټیکنالوژۍ، انجینرۍ او ریاضي په برخو کې د زده کړو مالي ملاتړ لپاره پیل شوی و.

د تېرې فبرورۍ پر ۲۸ مه دوی ته ویل شوي وو، چې سکالرشپونه یې پای ته رسېږي او دوی به په دوې اونۍ موده کې بېرته افغانستان ته واستول شي او د دې ښځینه محصلینو په وینا له دې کبله په دوی کې ''سخته ناهیلي او وېره'' رامنځته شوې وه.

د تېرې مارچ میاشتې پر ۱۹ مه بیا د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه مسوول کس بي بي سي ته په عمان کې د افغان محصلینو د سکالرشپونو په هکله ویلي و، چې د مالي مرستې بهیر یې د جون میاشتې تر ۳۰مې پورې غځول شوی دی.

هغه مهال یوې محصلې د نوم نه څرګندولو په شرط بي بي سي ته ویلي و: ''دا ډېر ښه زیری دی، موږ ډېرې خوښې یو، خو هیله مو دا ده، چې (دا مالي ملاتړ) وغځول شي.''

یوې محصلې هغه مهال بي بي سي ته ویلي و: ''اوس یو څه ډاډه یوه، خو لا هم راتلونکي ته اندېښنه لرو. که دا سکالرشپونه تمدید نه شي، افغانستان ته له ستنېدو پرته به بله چاره نه لرو، چې هلته به زدکړې هم نه شو کولای او خوندیتوب به مو هم له ګواښ سره مخامخ وي.''

د امریکا بهرنیو چارو وزارت هغه مهال د بي بي سي هغې پوښتنې ته ځواب ور نه کړ، چې په دې هکله به وروستۍ پرېکړه کله کېږي. بي بي سي دغه راز له عمان حکومت سره هم اړیکه نیولې وه، چې ایا دوی د بدیلو لارو موندلو په هکله څه کوي.

د امریکا ملي عوامي راډیو خبري شبکې په تازه رپوټ کې بیا ویل شوي، چې د روانې اپریل میاشتې پر پنځمه نېټه د (ار کې) په مستعار نامه چې دې رپوټ کې ورسره خبرې شوې په ګډون ۲۰۸ ښځینه محصلینو ته د اپریل پر پنځمه استول شوي یوه برېښنالیک کې ویل شوي، چې دا پروسه ځکه سملاسي پای ته رسول شوې، چې ''له یوې ارزونې او غور وروسته (معلومه شوه) چې د ادارې له لومړیتوبونو سره متضاده ده او په لومړیتوبونو کې نه راځي.''

د یادونې ده، چې له ښځو سره په تعلیمي ډګر کې د مالي ملاتړ (ډبلیو اېس اې) یوازینی پروګرام نه دی، چې لغو کېږي، بلکې دا له هغو نژدې شپږ زره پروګرامونو یو دی، چې د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې (یو اېس ایډ) له لوري یې مالي چارې پرمخ روانې وې.