تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لاهور؛ د نړۍ تر ټولو لوړې کچې ککړې هوا ښار
د پاکستان په دویم ستر ښار لاهور کې د هوا د ککړتیا کچه په بېساري ډول لوړه شوې چې له هغې کچې څلوېښت برابره ډېره خطرناکه ده چې د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوال سازمان د معیار له مخې د منلو وړ ده.
ياد سازمان په رسمي ډول د دغه ۱۴ ميلیوني ښار د هوا د ککړتیا کچه د شنبې په ورځ د نړۍ د تر ټولو لوړې کچې ککړې هوا په توګه ثبت کړه. تر اوسه هوا تر دې بریده هېڅ وخت هلته نه وه ککړه شوې.
ځايي چارواکو ویلي چې ښايي تر څو راتلونکو ورځو د هوا ککړتیا په همدې کچه لوړه پاتې شي.
د هوا د ککړتیا کچه چې له ۱۸۰ نومرو واوړي روغتیا ته خطرناکه ګڼل کېږي. په داسې حال کې چې په لاهور کې یې اوس د ککړتیا کچه ۱۰۶۷ نومرو ته رسېدلې. په لاهور کې په یوه پارک کې د سهارني قدم وهلو پر مهال ځايي اوسېدونکي وايي دا هوا او دا وضعيت زموږ لپاره واقعا ګواښوونکی دی.
"نن سبا په هوا کې ګرد او لوخړه ډېره زيان رسوونکې وي او د ډېرو ستونزو لامل کېږي، موږ دلته له احتياطي تدابيرو سره سهارني پلي مزل لپاره راغلي يوو. د دغو تدابيرو نيول اوس زموږ ورځنۍ چاره ګرځېدلې خو نن مې چې په چاپېريال کې ګرد او لوخړه وليده، مخکې مې نه وه ليدلې."
د لاهور او پنجاب چارواکو د دغه حالت د قابو کولو لپاره نوي محدودیتونه هم لګولي لکه دا چې له کوره یې د کار کولو امر کړی او په ځینو برخو کې يې پر ګرځېدو هم بندیزونه لګولي.
چارواکو ان تېره میاشت هلته تر جنورۍ په آزاده فضا کې د ماشومانو پر لوبو بندیز لګولی و ځکه د کوچنیانو سږي تر لویانو ډېر د هوا له ککړتیا اغېزمنېږي.
د یونیسېف موندنې ښئي چې په سوېلي اسیا کې تر شپږ سوه ميلیونه پورې ماشومان له ډېرې ککړې هوا سره مخ دي او په ماشومانو کې له سینه بغل د مړینې کچه نيمايي هم د هوا له ککړتیا سره تړلې ده.
دغه لوګی او غبار د بې کیفیته تېلو د سوځېدو، د ژمي په اوږدو کې د پخلي او سون توکو او د ودانیزو فعالیتونو له امله د دود په ګډون د ګڼو سرچینو دی. د پنجاب ایالت حکومتي چارواکو د هند اړخ پنجاب کې د هوا ککړتیا هم په دغه حالت کې ښکېله بللې او ویلي يې دي چې دا ککړتیا د هوا د کلي لېږد یا رجحان په پایله کې هلته ورلېږدېدلې.
د هند پلازمېنه ډهلی هم د ژمي په اوږدو کې د هوا له ککړتیا ځورېږي.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو اېچ او د هوا ککړتیا د انسان روغتیا ته تر ټولو ستر چاپېریالي ګواښ ګڼي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي د زهرجنو ذرو لرونکې هوا تنفس کول روغتیا ته ناوريني پایلې لري او د سکتو، د زړه د ناروغیو، د سږو سرطانونو او نورو تنفسي ناروغیو لامل کېږي.