د بریتانیا ځانګړو ځواکونو په دغه هېواد کې د افغان ځواکونو د بیا مېشتېدنې غوښتنلیکونه بند کړي

د بي بي سي پاناراما په ډاګه کوي، د بریتانیا ځانګړو ځواکونو واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، بریتانیا ته د افغان ځواکونو د تګ مخه ونیوله.

افشا شوي اسناد ښیي، سره له دې چې ځینې دغه سرتېري د بریتانوي اردو تر څنګ د خدمت قوي شواهد لري، خو ځانګړو ځواکونو یې غوښتنلیکونه رد کړي دي.

افغان کومانډو د بریتانوي ځانګړو ځواکونو سره د جګړې په ځینو خورا خطرناکو دندو کې ملګري وو.

د بریتانیا دفاع وزارت ویلي، په دې اړه خپلواکه پلټنې کوي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې چې طالبان واک ته ورسېدل، د افغان ځانګړو ځواکونو واحدونو سي اېف ۳۳۳ او اې ټي اېف ۴۴۴ غړي، چې د "ټرېپلز" په نوم پېژندل کېدل، د هغو ډلو څخه و، چې د غچ اخیستنې تر ټولو سخت خطر سره مخ وو. دوی د طالبانو پر وړاندې جګړه کې د بریتانوي ځانګړو ځواکونو ملاتړ کاوه.

دوی د افغانستان د بیا مېشتېدنې او مرستې پالیسۍ (ارپ) پروګرام له مخې په بریتانیا کې مېشتېدنې لپاره د غوښتنلیک وړ وو، خو د سلګونو کسانو غوښتنلیکونه رد شوي. د راپورونو له مخې لسګونه کسان یې د طالبانو له خوا وهل شوي، شکنجه شوي او یا وژل شوي دي.

د بریتانیا د وسله والو ځواکونو وزیر، جیمز هیپي، وروسته تر هغه چې د ځینو ردونو تر شا د پرېکړې کولو بهیر "پیاوړی نه و"، اوس د شاوخوا ۲۰۰۰ غوښتنلیکونو بیاکتنه اعلان کړې ده.

د پانوراما لخوا لیدل شويو سندونو کې د معیاري عملیاتي پروسیجرونو (SOP) سند شامل دي او دا ښیې، لږترلږه له ۲۰۲۳ کال راهیسې ټول درې اړخیز غوښتنلیکونه وروستي پړاو ته رسېدلي، چې د دوی ملاتړ منلو یا انکار لپاره د بريتانيا ځانګړو ځواکونو ته لېږل شوي.

د معیاري عملیاتي پروسیجرونو سند، چې د څېړنیز نیوز روم لخوا ترلاسه شوی او له پاناراما سره شریک شوی، ښیي، که د بریتانیا ځانګړي ځواکونه د هغوی ملاتړ رد کړي، نو غوښتونکی په اتومات ډول ناقانونه ګڼل کېږي او د رد لیکونه ورته لېږل شوي وو.

د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو (SAS) پخوانیو غړو، او د اردو د ځانګړو ځواکونو قطعې، پاناراما ته ویلي، دوی باور لري چې د معیاري عملیاتي پروسیجرونو په سند کې بیان شوی ویټو، د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو له ګټو سره په ښکاره توګه په ټکر کې دی.

د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو یوه پخواني افسر ویلي، "دا د ګټو ښکاره ټکر دی."

"په داسې وخت کې چې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو ځینې کړنې د عامه پوښتنو تر ارزونې لاندې دي، د دوی مرکزي دفتر هم دا واک درلود چې د افغان ځانګړو ځواکونو پخوانیو همکارانو او د دې کړنو احتمالي شاهدان په خوندي توګه بریتانیا ته د رسېدو مخه ونیسي."

د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو یوه بل پخواني افسر له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، "دا هېڅ مناسبه نه ده، تر ټولو بده دا چې دوی هڅه کوي خپلې کړنې پټې کړي."

د دې غوښتنلیکونو تر شا افسران بریتانیا ته له ننوتلو منع شوي وو.

دوی پانوراما ته ویلي، دوی اوس په افغانستان کې پټ دي، له یوه کوره بل ته ځي او نشي کولای له خپلو کورنیو سره پاتې شي او یا کار وکړي.

يوه يې وويل، له تېښتې مخکې د طالبانو له خوا پوښتنې او ګروېږنې ترې شوې وې، بل ویلي وار دمخه تښتېدلی دی، خو اورېدلي یې دي چې طالبان يې په لټه کې کور ته ورغلي دي.

هغه ویلي، "په ډېر بد حالت کې ژوند کوم. زه پټ يم او زما کورنۍ نه شي کولای يو ځای ژوند راسره وکړي، موږ نه شو کولای چې بهر ولاړ شو او نه هم کار کولای شو."

"زه ډاډه وم چې زما بریتانوي همکاران او ملګري چې موږ یې څو کاله تر څنګ کار کړی، له ما سره به خوندي ځای ته د وتلو په برخه کې مرسته وکړي. اوس احساس کوم چې هغه قربانۍ چې ما ورکړې وې هېرې شوې دي."

"زه احساس کوم چې د دوزخ په منځ کې یوازې پاتې شوی یم."

د بریتانیا ځانګړي ځواکونه له دې مخکې هم تورن شوي وو، د پوځي پلټونکو مخه یې نیولې وه چې د ځانګړو ځواکونو لخوا د ادعا شويو جنګي جرمونو په تړاو له افغان همکار واحدونو پوښتنې وکړي.

د شاهي پوځ پولیسو (RMP) پخوانیو لوړ پوړو پلټونکو بي بي سي ته ویلي، د ځانګړو ځواکونو مشرتابه د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د دوی د څېړنو په بهیر کې په مکرر ډول له افغان سرتېرو سره د مرکو په مخ کې خنډ وو.

د شاهي پوځ پولیسو یوه پخواني لوړ پوړي پلټونکي په وینا، "موږ افغان ملګري ځواکونه چې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو (UKSF) سره یې کار کاوه د احتمالي کلیدي شاهدانو په توګه پېژندلي وو، خو کله چې موږ د مرکو د ترسره کولو هڅه وکړه، د ځانګړو ځواکونو مشرتابه دا تقریبا ناممکنه کړه."