بریتانیا ته د مخکینیو افغان ځانګړو ځواکونو کسانو د لېږدولو غوښتنلیکونو بیا ارزونه کېږي

    • Author, جو اینوډ
    • دنده, بي بي سي

بریتانیا حکومت وايي، بریتانیا ته د هغو افغان ځانګړو ځواکونو لېږدولو پر قضیو له سره غور کوي، چې په افغانستان کې یې له بریتانوي ځواکونو سره همکاري درلوده، خو بریتانیا ته د لېږدولو درخواستونه یې رد شوي وو.

د بریتانیا وسله والو ځواکونو وزیر جېمز هیپې وايي هغه عریضې به بیا وارزول شي، چې مخکې په شرایطو برابرې نه وې بلل شوې، خو له افغان ځانګړو ځواکونو سره د تړاو په هکله باوري ثبوتونه په کې شته.

د (درې ګونو) په نامه مشهور د ځانګړو ځواکونو دا ډلګۍ د بریتانیا لخوا تاسیس شوې وې، همدې هېواد یې لګښتونه ورکول او چارې یې پر مخ بیول کېدې. خو په ۲۰۲۱ کال کې چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، بریتانیا ته د دې ځواک د سلګونو کسانو لېږدول کېدو غوښتنلیکونه رد شوي وو.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، کمپاینران بریتانیا ته د دې کسانو د لېږد غوښتنې کوي او د بریتانوي حکومت له تازه پرېکړې وروسته یوه کمپاینر دا یوه ''مهمه او ژوند بدلوونکې پرېکړه'' بللې ده.

د افغان ملاتړ او لېږد (اې ار اې پي) په نامه پروسه د ۲۰۲۱ کال په اپریل کې د هغو افغانانو لپاره پیل شوې وه، چې د بریتانیا لپاره یې ''برالا او مهم'' رول درلود.

دغه ډول کسان د همدې پروګرام له مخې د ژوند له ملګري، له اتلس کالو کم عمره ماشومانو او د کورنیو له هغو نورو لویانو سره یو ځای بریتانیا ته لېږدول کېدل، چې پر شرایطو برابر ګڼل کېدل.

تېره میاشت د بي بي سي په نیوز نائټ نومې خپرونه کې معلومه شوه، چې د درې ګونو پوځي ډلګیو له ۲۰۰ ډېر داسې غړي پاکستان کې دي چې له هغه ځایه د شړل کېدو له خطر سره مخامخ دي او دغه راز له دوی سره د بریتانوي سرتېرو حوالې هم نه دي تعقیب شوې.

د بریتانوي پارلمان په ولسي جرګه کې د وینا پر مهال د وسله والو ځواکونو وزیر وویل، د اې ار اې پي درخواستونو بیا ارزونه کې معلومه شوې چې په دې پروګرام کې ځینې ګډوډۍ شته او په وینا یې د اصلاح لپاره به ''اړین اقدامات'' وشي.

نوموړي زیاته کړه په دفاع وزارت کې دننه به یوه خپلواکه ډلګۍ بیا ارزونه وکړي. هغه زیاته کړه: ''حکومت د دې زړورو کسانو د احسان پوروړی دی'' چې په افغانستان کې یې د بریتانوي پوځیانو تر څنګ یا د دوی لپاره پوځي خدمت کړی دی.

له دې کسانو ځینې توانېدلي وو، چې له افغانستانه د خلکو ایستلو په یوه بهیر کې چې له ګډوډیو ډک و، له هېواده ووځي، خو ځینو بیا فکر کاوه له (اراف) سره د تړاو له کبله به پخپله ورسره مرستنه وشي، خو د درې ګونو پوځي ټولګیو دغسې سلګونه کسان په یوه داسې بهیر کې ایسار پاتې شول، چې ''د عدالت پر وړاندې د لوی خنډ'' نوم ورکړل شوی.

یو کمپاینر دا وضعیت خورا ناوړه وباله: ''موږ د دې خلکو په خیال ساتلو کې پاتې راغلو، پرېکړې له قانون سره مخالفې وې. دفاع وزارت پوهېده چې دوی له قانون سره مخالف دي، خو په دې کې یې ځنډ کاوه. دوی دوه ګونی چلن کاوه.''

په داسې حال کې چې کمپاینران د تازه پرېکړې هرکلی کوي، د درې ګونو ملاتړي وايي، بریتانیا ته د دوی په لېږد کې ځنډ ځینو ته د ژوند په بیه تمام شوی.

که څه هم کره شمېر معلوم نه دی، خو داسې پرېمانه رپوټونه شته چې ځیني دا پخواني پوځي کسان د طالبانو لخوا وژل شوي، بریدونه پرې شوي او یا ځورول شوي دي: ''موږ له مخکې یو شمېر له لاسه ورکړي، ټول به و نه شي کولای، خو د ځینو لپاره به دا د نژدې دوه نیم کاله پټ ژوند پای ته رسولو په مانا وي. دا بالاخره د دوی لپاره د هیلې یو څرک دی، د دوی لپاره او د کورنیو لپاره یې چې ژوند وکولای شي.''

د پنجشنبې ورځې له پرېکړې سره سره د درې ګونو ځینو کمپاینرانو بي بي سي ته ویلي د دې کسانو د لېږد پروسې د چټکتیا په هکله لا هم یو شمېر پوښتنې شته.

دوی دغه راز وايي، د حکومت هغې پالیسۍ کې د بدلون په هکله ځنډ هم تر اوسه پوښتنې پیدا کوي، چې دوی یې ''له شرمه ډک خیانت'' بولي.