ښځې ولې په عامه ځایونو کې ډېرې پوښتنې نه کوي؟

له کلونو راهیسې مې ډېرې راډیويي خپرونې جوړې کړي او په سلګونه داسې خپرونې مې هم پر مخ بیولي چې په ژوندۍ بڼه به راسره ګڼ کسان ناست و. د پوښتنې او ځواب د دې خپرونو مهمه برخه ده او زه غواړم هغه کسان چې پوښتنې لري په ډېرې ارامۍ خپلې پوښتنې وکړي.

خو کله چې لاسونه پورته کېږي تل د ښځو پرتله نارینه ډېر وي چې غواړي پوښتنې وکړي.

د نارینه لاسونه تل لومړي وي چې د پوښتنو لپاره پورته کېږي.

ښايي ښځې به لږې پوښتنې لري، خو ډېر کله داسې شوي چې له غونډې وروسته تشناب کې کتار کې ولاړ یوو او د غونډې کډونوالو ښځو هغه پوښتنې له ما کړي چې په خپرونه کی یې هم کولی شول.

کلونه دې حقیقت سره مخ کېدو زه دې ته وهڅولم چې په دې اړه شمېرې پیدا کړم. په دې برخه کې ډېرې څېړنې د عمومي ځایونو او غونډو د ګډونکوونکو پر بنسټ نه دي شوي بلکه د پوهنتونونو او اکاډمیکو غونډو د ګډونوالو پر بنسټ شوي چې پایله یې بیا هم ګتوره تمامېدای شي.

شواهد ښيي، هغه څه چې ما د کلونو په اوږدو کې تجربه کړي فردي نه بلکه یوه عادي چاره ده.

د بېلګې په توګه، شوشانا دیویس په دې اړه یوه څېړنه د کلفورنیا په برکلي پوهنتون کې ترسره کړې، چې پایله یې په ۲۰۲۲ کال کې خپره شوه.

دې څېړنه کې هغه یوې داسې غونډه کې کېناسته چې له بیولوژي پوهانو نیولې تر فزیک پوهانو او له ستورپوهانو نیولې بیا تر اقتصادي کارپوهانو د بېلابېلو مهارتونو لرونکي کسانو پکې ګډون کړی و چې هم ښځې او پکې سړي وو.

په دې غونډه کې باید د پوښتنې لپاره هر کس خپل ځای کې درېدلی وای چې د غونډې ټول ګډونوال ورته وګوري او هغه کس خپله پوښتنه مطرح کړي.

د غونډې ۶۳ سلنه ګډونوال سړي و، په پیل کې داسې انګېرل کېده چې ۶۳ سلنه پوښتنې به د نارینه و وي خو په حقیقت کې بیا ۷۸ سلنه پوښتنې د نارینه و وې.

څېړنې وښودله چې ښځې ښايي د نارینه و په پرتله لږې خپلې پوښتنې وکړي.

یوه بله څېړنه آلیست کارتر په لندن کې ترسره کړې. دا موضوع په لسو هېوادونو کې ۲۵۰ بېلابېلو علمي سیمینارونو په ترڅ کې څېړل شوې. مېرمن کارتر دې پایلې ته رسېدلې چې، ښځې د نارینه پرتله دوه نیم برابره لږ خپلې پوښتنې مطرح کوي.

دا په داسې حال کې چې غونډو کې د ښځو او د سړیو ګډون یو برابر وي.

دا واقعیت هم باید په پام کې ونیول شي‌ چې، هغه کسان چې د دې ارزونې لپاره غونډو ته تلل یوازې یې هغه کسان یې په پام کې نیولي چې پوښتنې یې کړي،‌ نه هغه چې د پوښتنې لپاره یې لاسونه هم پورته کړې وي.

د دې وضعیت تکرار او په غونډو کې د سړیو له خوا د ډېرو پوښتنو مطرح کول د دې لامل شوي چې دا ډول علمي غونډې د "د نارینه و پوښتنې او جامې" په نامه یادې شي.

څه شي د ښځو د پوښتنې مخه نیسي؟

داسې هم نه ده چې ښځې د مطرح کولو لپاره هېڅ پوښتنې نه لري. آلیسیا کارتر په شلو هېوادونو کې د شاوخوا ۶۰۰ محصلینو ځوابونو پایلې ارزولي. جالبه ده چې هم ښځو او هم نارینه و ویلي چې کله خو آن د مطرح کولو لپاره پوښتنه لري خو لاسونه یې نه دي‌ پورته کړي. خو ډېرو ښځو ویلي چې د پوښتنې نه مطرح کولو لامل یې دا دی چې پر خپلې وېرې او کم جراتۍ برلاسي کیدای نه شي. هغوی اندېښمنې وې چې داسې نه د خبرې په اصلي هدف نه وي پوه شوي او یا دا چې د غونډې ګډونوال به فکر کوي‌ چې په هغه اندازه ځیرکه نه ده ځکه یې ښه پوښتنه نه ده کړې.

هېڅوک نه غواړي چې د ۳۰۰ کسانو منځ کې دې داسې پوښتنه مطرح کړي چې په ځواب کې ورته وویل شي د خبرې په هدف سم نه یاست پوه شوي.

د څېړنې پایلې ښودلې چې دا احتمال د نارینه پرتله ښځې ډېرې د خپلو پوښتنو له مطرح کولو په شا کوي.

د ښځو دوه برابره نارینه و بیا ویلي، کله یې چې حس کړې چې د ویناوال خبرو کې تېروتنه ده د پوښتنې مطرح کولو ډېره انګیزه یې پیدا کړې.

جارویس چې په امریکا کې په دې تړاو یوه څېړنه ترسره کړې ویلي یې دي چې، ښځې د پوښتنې د مطرح کولو پر مهال دومره دوه زړې وي چې همدا دوه زړه توب یې د پوښتنې له کولو په شا کوي‌،‌ خو بر عکس سړي بیا په دې خاطر چې نور هم د پوښتنو په مطرح کولو کې برخه واخلي له خپلې پوښتنې تېرېږي.

حل لارې

د دې لپاره چې ښځې د خپلو پوښتنې د مطرح کولو زړه او ځواک پیدا کړي باید څه وشي؟

هیڅکله له پوښتنې مطرح کولو وېره مه لرئ،‌ که پوښتنه درسره وي په هر ډول شرایطو کې یې کولی شئ، که پوښتنه مو له تاسې مخکې بل چا مطرح کړې وي او وینا وال یې ځواب ورکړی وي خو ستاسې پام نه وي شوی چې پوښتنه شوې او ځواب یې ورکړل شوی، تاسې خپله پوښتنه وکړئ د غونډې د جوړوونکي خامخا ورپام کېږي او که تکرار وه نو پوښتنه مو نه را اخلي. په دې کار سره مو اندېښنه او اضطراب له منځه ځي.

د یوې څېرنو پایلو ښودلې چې په غونډو کې ډېر کله د پوښتنو پیل له نارینه و کېږي او دا چاره بیا همداسې د غونډې تر پایه روانه وي. د دې لپاره چې ښځو ته د پوښتنو کولو جرات ورکړو او دې ته یې وهڅوو چې ډېرې پوښتنې وکړي باید لومړۍ پوښتنه له ښځو واخیستل شي، له لومړۍ پوښتنې وروسته نورې ښځې هم تشویقیږي او خپلې پوښتنې مطرح کوي.

په دې اړه ترسره شویو څېړنو ښودلې چې، د غونډې جوړوونکی باید د غونډې د ګډونوالو تر منځ فضا داسې رامنځته کړي، چې ښځې پکې په ډېرې راحتۍ خپلې پوښتنې مطرح کړي، او هغه وېره یې له منځه یوسي چې د دوی د پوښتنې د مطرح کولو پر وړاندې خنډ ګرځي او بې زړه کوي یې.

دغو څېړنو همدا راز د دې ستونزې د حل لپاره وړاندیز کړی چې،‌ په غونډه کې د وینا د ختمېدو او پوښتنو د مطرح کولو تر منځ باید د ارام او استراحت لپاره لنډه موده وخت وټاکل شي.

په دغه وخت کې به د غونډې ګډونوال د ځان د ارامولو تر څنګ د دې وخت هم ولري چې یو بل سره خپلې پوښتنې شریکې کړي او د نورو نظر هم پرې واخلي چې ایا پوښتنه یې پر ځای او مناسبه ده که نه؟

او یا دا چې آیا د د دې پوښتنې ځواب وینا وال په خپلو خبرو کې ویلی چې هغه مهال د دوی نه وي ورپام شوی.

په دې سره به هم په خپلې پوښتنې ډاډه شي او هم به د یې د مطرح کولو پر مهال راحته او ارامه وي.