تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسلام اباد له ټي ټي پي سره د خبرو اوازې په کلکه رد کړې
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د پنج شنبې/ ډېسمبر په ۱۴ په اسلام اباد کې خبرې ناستې کې ویلي له پاکستاني طالبانو سره د خبرو په تړاو خپاره شوې رپوټونه سم نه دي.
اغلې بلوڅ په همدې تړاو د یوه خبریال پوښتنې ته په ځواب کې ویلي: "پاکستان په کلکه دا اوازې او رپوټونه ردوي، له ټي ټي پي سره هېڅ ډول خبرې نه دي شوې."
وړاندې ځینو پاکستانیو رسنیو او خبریالانو د پاکستان حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د تازه مزاکراتو ادعا کړې وه.
بل خوا د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي په افغانستان کې د طالبانو له حکومته یې رسمي بیان تر لاسه کړی چې ګواکي دوی به ډېره اسماعیل خان خونړۍ پېښې په اړه څېړنې کوي.
زهرا بلوڅ په دې اړه وایي دوی په افغانستان کې د طالبانو له حکومته تمه لري چې په دې برخه کې جدي ګامونه واخلي:" افغانستان باید ددې بدې پېښې عاملانو پر وړاندې جدي ګامونه واخلي او هغوی د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره یوځای پاکستاني لوري ته وسپاري."
د خیبرپښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په درابن سیمه کې د پاکستانیو ځواکونو په پوځي مرکز برید کې د رسمي شمېرو له مخې ۲۳ پاکستاني سرتیري مړه او لسګونه نور ټپیان شوي وو.
پاکستان وایي افغان چارواکي باید خپلې ټولې هڅې وکړي چې خاوره یې د " ترهګرو" له خوا د پاکستان پر خلاف ونه کارول شي."
له یاد بريد وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د (چارشنبه) په ورځ اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت شارژدافېر هم احضار کړی وو.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند زبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل چې دوی به په هغو موضوعاتو غور وکړي چې دوی ته د سفیر له لارې لېږل شوي.
ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا ټينګار کړی وو چې، د افغانستان خاوره به د هیچا په وړاندې نه کاریږي او "مونږ په دې اړه ډېر جدي یو."
نوموړي ویلي، د ډېره اسماعیل خان پېښه سلګونه کیلومتره د ننه پاکستان کې ده او د پاکستان امنیتي ځواکونه باید خپلو مسؤولیتونو ته متوجې وي.
بل خوا پاکستان یو ځل بیا ګوت څنډنه کړې چې د دوی قانون پلې کوونکې ادارې د خپلو ملي ګټو د ساتنې حق لري او ان د خپلو دښمنانو په نښه کولو لپاره پوځي عملیات هم کولای شي.
د جان محمد اڅکزي لانجمن وړاندیزونه
د ډېره اسماعیل خان برید ته تر ټولو جدي غبرګون د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو چارسمبالي وزیر جان محمد اڅکزي ښودلی وو.
نوموړي په خپله اېکس پاڼه خپاره کړي بیان کې د یو لړ هغو ګامونو د اخیستو وړاندیز کړی وو چې د افغانستان پر وړاندې باید واخیستل شي.
ښاغلي اڅکزي لیکلي وو:" افغانستان ته په ځواب ورکولو باید فکر وشي، په هغه خاوره کې ځينې مشخص اهداف باید په نښه شي، هوایي بریدونه ترسره شي، له افغانستان سره پوله په ټولیز ډول وتړل شي، کډوال واستول شي، په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د سیاسي مخالفانو ناسته وشي او په افغانستان کې د ترهګرو د مرکزونو په نښه کولو لپاره امریکا ته ځای ورکړل شي."
د پاکستان ددغه ایالتي سرپرست چارواکي یادې څرګندونې له جدي غبرګونو سره هم مل دي.
خو نوموړي وروسته خپله دغه وینا پاکه کړه او له رسنیو سره یې په خبرو کې په دې اړه له ځواب ورکولو هم ډډه کړې ده.
امریکا ته د پاکستان د لوي درستیز سفر
د پاکستان پوځ لوی درستیز هم امریکا ته په رسمي سفر تللی چې د پاکستانیو چارواکو په وینا د سفر یوه موخه یې هم له هغه هېواد سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د امریکا د ملاتړ خپلول بلل شوي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به پاکستان ته د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو د ملاتړ ډاډ ورکړي وویل چې دوی دېته لېواله دي چې په سیمه کې له پاکستان سره امنیتي او دفاعي همکارۍ ولري.
ښاغلی مېلر زیاتوي:" موږ روان کال د ترهګرۍ ضد مبارزه کې پاکستان سره ځینې ګډ ګامونه اخیستي، په مارچ میاشت کې په دې اړه د لوړ پوړو چارواکو ناسته وشوه چې څنګه دواړه ګډ ګواښونه له منځه وړلی شي او د ترهګرۍ د پراختیا مخه نیولی شو."
امریکا وايي له ترهګرۍ سره د مبارزې او قانون پلي کولو په برخه کې هلته د ظرفیت لوړولو څو برنامې لري، چې مالي ملاتړ یې کوي او دا کار په ډېره لېوالتیا کوي.