امریکايي چارواکي: لابراتوار کې جوړه شوې د چرګ غوښه خوړلای شئ

meat

د عکس سرچینه، Getty Images

په لومړي ځل اجازه ورکړل شوې چې لابراتوار کې جوړه شوې غوښه د انسانانو د خوراک لپاره مناسبه ده.

د امریکا د متحدو ایالتونو د خوړو او درملود خوندیتوب اداره (اېف ډي اې) وايي له دقیقې ارزونې وروسته یې اجازه ورکړې چې په لابراتوار کې جوړه شوې د چرګ غوښه خوندي ده او خلک یې خوړلی شي. 

دا غوښه د اپساېډ فوډز په نامه یو شرکت لخوا په غټو پولادي بېلرونو کې له هغو حجرو څخه جوړه شوې چې له ژوندیو چرګانو یې راټولې کړ ې دي.

دا غوښه به د کرنې وزارت د اړونده څانګې له معاینې وروسته بازار کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

د خوړو او درملو د خوندیتوب ادارې ویلي د جوړوونکي شرکت د معلوماتو له څېړنې او ارزونې وروسته یې دا پرېکړه کړې ده.

د شرکت بنسټګر او اجرايي مشر اوما والېتي وویل: کله چې مو دا کار پیل کړ په اړه یې خورا ډېر شکونه موجود وو، خو موږ یو لومړنی شرکت یو چې دا تاریخي کار مو وکړ او د خوړو او خوندیتوب د څارنې ادارې هم اجازه راکړه او زموږ نتیجې یې ومنلې او وې ویل چې د چرګ دا غوښه د خوراک لپاره خوندي ده.

 اپساېډ فوډز شرکت باید د خپلو تولیداتو له خرڅلاو نه وړاندې یوڅو نور خنډونه هم له منځه یوسي لکه دا چې باید هغه تاسیسات او وسایل چې دا غوښه پکې جوړېږي په رسمې ډول د چارواکو لخوا تایید شي – خو ښاغلي والېتي دا د خوړو په تاریخ کې د بدلون یوه شېبه وبلله.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د نوښتګرۍ هڅې

د خوړو یو شمېر نویو رامنځته شویو شرکتونو هڅه کوله چې همدا شان محصولات جوړ کړي، چې کېدای شي هوا کې د کاربُن د خپرېدو او اوبو په برخه کې او همدا راز د طبیعت لپاره د ځمکې ازادولو په خاطر د سپما سبب شي. 

ساینسپوهان وايي د دغسې خوړو په رامنځته کېدوسره به، د معمول اروپايي غذايي رژیم په پرتله پر ځمکه باندې فشارونه تر ۸۰ سلنه پورې راکم کړل شي.

اټکل کېږي چې په لابراتوار کې کرل شوې غوښه به په راتلونکې کې د غوښې د خرڅلاو بازار یوه لویه برخه وګرځي.

د اپساېډ فوډز شرکت یو نوی رامنځته شوی سیال شرکت، اېټ جسټ، په ۲۰۲۰ کال کې په سېنګاپور کې اجازه ومونده چې مصنوعي پاکه غوښه جوړه کړي. ددې شرکت غوښه د حیواني عضلاتو له حجرو څخه په لابراتوار کې تولیدېږي. 

په دې برخه کې دوه نور سترشرکتونه، د راتلونکې غوښې تکنالوجۍ او ناممکنه خوړو په نامه په اسراییلو کې دي، چې په ۲۰۱۶ کې د هغوی د ناممکنه برګر په نامه تولیدات چې له نباتاتو څخه جوړ شوي بازار ته وړاندې شول او ډېر شهرت یې وموند. 

دغه شرکت وروسته له برګرکینګ شرکت سره شراکت جوړ کړ او اوس په متحدو ایالتونو کې خپل تولیدات خرڅوي.

په سکاټلینډ کې د خوړو د تکنالوجۍ یو شرکت، رازلین تکنالوجیز، اجرايي مشر اېرنېست فان اورسو وايي د متحدو ایالتونو د خوړو او درملو د خوندیتوب د څارنې ادارې لخوا د اپساېډ فوډز شرکت د تولیداتو تایید په دې صنعت کې د بدلون یو ستر پړاو دی.

هغه وايي دا خورا هڅوونکې ده چې ګورو یوه مخکښه نړیواله اداره هم اوس دې نتیجې ته رسېدلې ده چې لابراتوار کې کرل شوې غوښه د خوراک لپاره مناسبه او خوندي ده.

هغه زیاته کړه چې د متحدو ایالتونو د خوړو او درملود خوندیتوب د څارنې ادارې د خطرونو، ساینسي څېړنو او عملي چلن په نظرکې نیولو سره دغو نویو خوړو ته اجازه ورکړې، چې د نورو هېوادونو لپاره هم یو ښه لارښود کېدای شي.