لابراتوار کې جوړه وینه لومړی ځل انسان ته ورکړل شوه

Fridge of blood

د عکس سرچینه، NHSBT

د عکس تشریح، په لابراتوار کې جوړه شوې وینه بریسټول ښار کې ساتل شوې
    • Author, جیمز ګالګر
    • دنده, د بي بي سي د ساینسي او طبي چارو خبریال

بریتانیايي څېړونکو ویلي د نړۍ لومړنۍ طبي تجربه کې، په لابراتوار کې جوړه وینه انسان ته ورکړل شوه.

یوه کوچنۍ اندازه - دوه کاشوغې وینه - وازمویل شوه چې د انسان بدن کې یې د فعالیت څرنګوالی وپېژندل شي.

د وینې د لېږد د عملیاتو لویه برخه به تل په منظم ډول د وینې پر خیرات ورکوونکو تکیه کوي.

خو اساسي موخه یې د وینې د ګروپونو جوړول دي، مګر دا کار بې سابقې دی.‌

د وینې دا ګروپونه د هغو کسانو لپاره اړین دي چې په منظم ډول د وینې د لېږد پر عملیاتو تکیه کوي، لکه د کم خونۍ حالت.

که د انسان د بدن له طبیعت سره وینه جوړه نه وي، نو بدن یې ردوي او درملنه ناکامېږي.

د بریسټول پوهنتون پروفیسر اشلي ټوی ویلي، د وینې ځینې ګروپونه "رښتیا هم ډېر کمیابه دي" او "په هېواد کې یوازې ۱۰ داسې کسان شته چې" ددغو ډولونو وینې په خیرات ورکولو توانېږي.

اوس، د "Bombay" په نامه د وینې یوازې یو ډول په لومړي ځل په هند کې پېژندل شوی چې د بریتانیا د وینې ټولو بانکونو کې ساتل کېږي.

وینه څنګه وده کوي؟

A lab-grown red blood cell

د عکس سرچینه، NHSBT

د عکس تشریح، د وینې سره کرویات لابراتوار کې جوړ شوي، چې اکسیجن او کاربون ډای اکسایډ ټول بدن ته لېږدوي

د بریسټول، کمبرېج او لندن پوهنتون څېړنډلې دا پروژه د بریتانیا د ملي روغتیايي خدماتو اړوندې د وینې د لېږد او غړو زرع کولو ادارې په ملګرتیا مخته بېول شوې او د وینې پر هغو سرو کرویاتو تمرکز کوي چې له سږو نه نور بدن ته اکسیجن لېږدوي.

په دې طریقه کار کوي:

  • دا کار د نیم لېټر (نژدې ۴۷۰ میلییتره) وینې په عادي خیرات پیلېږي.
  • له هغو مقناطیسي دانو ګټه اخیستل کېږي چې د انعطاف وړ ډانډه حجرو د ښکار توان لري او د وینې پر سرو کرویاتو اوړي.
  • په لابراتوارونو کې په لوړه کچه دا ډانډه حجرې ودې ته هڅول کېږي.
  • او د وینې سرو کرویاتو جوړېدو ته سوق کېږي.

دا عملیه کابو درې اونۍ وخت نیسي او د کابو نیم میلیون ډاډه حجرو نه لومړي یوځای کېدو کې د وینې کابو ۵۰ میلیارد سره کرویات جوړوي.

دا وروستۍ کچه د نژدې ۱۵ میلیارد سرو کرویاتو ترلاسه کولو لپاره چاڼ کېږي.

پروفیسر ټوی بي بي سي ته وویل "غواړو راتلونکې کې تر ممکن حده په لویه کچه وینه جوړه کړو، نو زما سر کې هغه لید شته چې یوه خونه له ماشین الاتو ډکه وي او په دوامداره توګه له عادي خیرات شوې وینې یې جوړوي".

Lab grown blood

د عکس سرچینه، NHSBT

په لومړۍ تجربه کې دوو کسانو ګډون کړی دی.

هیله دا ده چې په لابراتوار کې جوړه شوې وینه د طبیعي وینې پرتله ښه فعالیت وکړای شي.

د وینې سره کرویات مخکې له دې چې بدلون ته اړ شي، معمولاً کابو ۱۲۰ ورځې دوام کوي. ازموینې ته خیرات شوې وینه د وینې پخواني او نوي دواړه سره کرویات لري،‌ حال دا چې لابراتوار کې تازه جوړه شوې وینه باید پوره ۱۲۰ ورځې دوام وکړي.

څېړونکي باوري دي چې دا کار به راتلونکې کې د وینې د خیرات کوچنۍ او لږ کچې ته اجازه ورکړي.

خو د دې علمي پروژې پر وړاندې لوی مالي او ټکنالوژیکي ګواښونه شته.