د افغانستان او بنګله دېش سيالي؛ حشمت الله شهیدي وايي لوبډله یې ښه مورال کې ده

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي بي سي، لندن

د اسیايي اتلولیو په لړ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه سبا (یکشنبه) له بنګله دېش سره کوي، دا لوبه د افغانستان پر وخت غرمه مهال دوه بجې پیلیږي او په ګڼو تلویزیونونو ژوندۍ خپریږي.

له دې لوبې مخکې د افغانستان د یو ورځنیو سیالیو د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وویل "لوبډله یې دغې سیالۍ ته چمتو ده او دواړه ښې لوبډلې سره مخ دي."

د هغه په وینا د افغانستان پیاوړتیا که څه هم په توپ اچونه کې ده خو ټينګار یې وکړ چې لوبډلې یې په توپ وهنه هم کار کړی او له بنګله دېش سره د یوې ښې لوبې تمه کیدای شي.

د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې افغان لوبډلمشر وویل "دوی ته سخت امنیتي تدابیر نیول شوې او په سختو تدابیرو کې له هوټله تر لوبغالي ځي."

هغه هیله څرګنده کړه چې په لاهور کې کیدونکي دغې لوبې ته به ګڼ افغان نندارچیان هم ورشي او لوبغاړي به له نږدې هڅوي.

افغان لوبډله اونۍ وړاندې لاهور ته رسیدلي او په قذافي لوبغالي کې یې د اسیا جام په چوکاټ کې دغو لوبو ته چمتوالي په موخه تمریناتي کمپ درلود.

د بنګله دېش د کرېکټ ملي لوبډله بیا پرون (جمعه) لاهور ته ورسېده او نن یې لوبې ته تمرینات وکړل.

د ۲۰۲۳م کال اسیایي اتلوالیو په چوکاټ کې بیا دا د بنګله دېش دویمه لوبه ده پداسې حال کې چې لومړۍ هغه یې په لوی توپیر شري لنکا ته بایللې.

د بنګله دېش روزونکي چاندیکا هاتورسېنګها بیا په لاهور کې د خبري غونډې پر مهال د افغان ورو توپ اچونکو ستاینه وکړه خو ویي ویل لوبډله یې مقابلې ته چمتو ده.

نوموړي وویل دا چې دوه تکړه لوبغاړي یې د ټپ له کبله له روانو سیالیو وتلي دا ستونزه ده خو وايي ۱۱ کسیزه لوبډله به یې د ښې لوبې پوره هڅه کوي.

بنګله دېش خپله لومړۍ لوبه وړمه ورځ له شري لنکا سره په شري لنکا کې وکړه.

په دې یوه ورځنۍ لوبه کې بنګله دېش د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۱۶۴ کمو منډو هدف ایښی و چې شري لنکا د ۵ لوبغاړو له اوټېدو سره په ۳۹م اوور کې په اسانه پوره کړ.

بنګله دېش به پوره هڅه کوي چې په اسیا جام کې د پاتې کېدو په موخه له افغانستانه لوبه وګتي او خپلې هیلې ورسره ژوندۍ کړي، خو که بنګله دېش یو ځل بیا ماته خوري نو له دې سره به په اتومات ډول د اسیا جام له پاتې سیالیو وځي.

دا دریم ځل دی چې افغانستان په یو ورځنیو اسیایي جام سیالیو کې ګډون کوي خو پخوا یې د پام وړ بریاوې نه لرلې.

له پخوا په توپیر دا ځل افغان لوبډلې ته له افغانانو ور ها خوا د نړیوالو هم سترګې ډېرې دي او داسې ښکاري چې که افغانستان له بنګله دېشه لوبه وګټي په اسانه دویم پړاو ته تللی شي.

دا هیلې له هغې وروسته لا ډېرې شوې چې افغان لوبډلې په جولای میاشت کې له بنګله دېشه په بنګله دېش کې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله او تېره میاشت یې له پاکستان سره هم د کرکېټ څارونکو په باور له دریو دوه لوبې بدې نه وې.