د اورلوبو سپرغۍ ښايي د سویس په څښاک‌ځای یا بار کې 'د اور لګېدنې لامل وي'

د بی بي سي ویریفای ټیم دوه انځورونه تایید کړي چې پکې د لی کانسټیلیشن بار دننه په بوتلونو پورې تړل شوي ځلېدونکي سپارکلرونه یا سپرغۍ لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Supplied

د عکس تشریح، د بی بي سي ویریفای ټیم دوه انځورونه تایید کړي چې پکې د لی کانسټیلیشن بار دننه په بوتلونو پورې تړل شوي ځلېدونکي سپارکلرونه یا سپرغۍ لیدل کېږي.

چارواکو د سویس د سویل یوه تفریح ځای په څښاک‌ځای یا بار کې د لګېدلي هغه اور احتمالي لامل په ګوته کړی، چې له کبله یې نژدې ۴۰ کسان ووژل شول.

د سویس د سوېلي ایالت والېس لویه څارنواله بېاتریس پیلو، وايي، ټول ترلاسه شوي شواهد ښيي اور د هغو ځلاندو اورلوبو سپرغیو له امله لګېدلی و، چې د شمپاین پر بوتلونو ایښوول شوې وې.

دا وايي، دا اورلوبې چت ته ډېرې نږدې ایښودل شوې وې او له همدې امله اور ډېر په چټکۍ خپور شو، خو هغې زیاته کړه چې لا هم څو نورې نظریې تر څېړنې لاندې دي.

په هغه پېښه کې ۱۱۹ کسان ټپیان شوي وو، چې له هغوی یې ۱۱۳ کسان پېژندل شوي دي.

چارواکي وايي، پلټنه کې به دا هم وکتل شي، چې ایا کوم قانوني تعقیب (محاکمې) ته اړتیا شته که نه. هغې وویل: ''که داسې وي او هغه کسان لا هم ژوندي وي، نو د هغوی پر ضد به قضیه پرانیستل شي.''

میرمن پیلود یوې خبري غونډې ته وویل: ''هر څه موږ دې پایلې ته رسوي چې اور له هغو ځلېدونکو سپارکلرونو یا سپرغیو پیل شوی و، چې د شمپاین پر بوتلونو ایښودل شوې وې او چت ته ډېر نږدې وړل شوې وې. له هماغه ځایه اور ډېر په چټکۍ سره بل او خپور شو.''

د بار یوه څښتن رسنیو ته ویلي، په تېرو لسو کلونو کې دغه ځای درې ځله اړوند مسوولینو کتلی و او ټولې چارې یې له مقرراتو سره سمې وې.

بل لور چارواکي لا هم د اور له امله د وژل شویو ۴۰ کسانو د رسمي پېژندنې په چارو کې بوخت دي او د پولیسو یو مشر فریډریک ګیسلر وايي: ''دا زموږ لومړیتوب دی.''

د والېس سیمې مشر، ماتیاس رینارډ وايي، ډېری ټپیان لا هم په جدي روغتیايي حالت کې دي او ''لا هم د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوي.''

د ټپيانو له ډلې ۱۱۳ کسان رسماً پېژندل شوي دي او ښاغلي ګیسلر په دې هکله وویل، په دې کسانو کې ۷۱ سویسي وګړي، ۱۴ فرانسويان، ۱۱ ایټالويان او څلور سربیان شامل دي او ځینې نور هم پکې شته.

هغه وايي، د نورو شپږو کسانو رسمي پېژندنې هڅې لا هم روانې دي او خبرداری یې ورکړ چې دې شمېر کې ښايي بدلون راشي.

دا پېښه په هغه سیمه کې شوې چې د سکي یا پر واوره د ښویېدو لوبې یو مشهور ځای دی او ګڼ سېلانیان ورځي.

تر اوسه معلومه نه ده چې په دغه بار کې د پېښې په شپه ټولټال څومره خلک راټول وو، خو د معلوماتو له مخې په کانسټيلېشن بار کې تر ۳۰۰ کسان ځایېدل.

دغه بار معمولاً د شپې دوې بجې تړل کېده، خومعلومه نه ده چې د نوي ۲۰۲۶ میلادي کال د نمانځنې لپاره تر ناوخته پرانیستی ساتل کېده او که نه.