د سویس په یوه څښاکځای یا بار کې اور لګېدنې نژدې ۴۰ کسان وژلي

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
د سویټزرلنډ پولیس وايي، د دې هېواد سویل په یوه څښاک ځای یا بار کې د اور لګېدنې له کبله نژدې ۴۰ کسان مړه شوي دي.
په دې پېښه کې ۱۱۵ کسان ټپیان شوي، چې د چارواکو په وینا ډېری یې سخت ټپیان دي. اور تېره شپه له ځايي وخت سره سم نژدې یوه نیمه بجې د کرانس مونتانیا په لي کنسټالشن نومي بار کې داسې حال کې ولګېد، چې د نومي کال مراسم لمانځل کېدل.
د پېښې په هکله رسمي پلټنه کې تر اوسه د اور لګېدنې لامل نه دی تائید شوی، خو د کوم احتمالي برید خبره په سختۍ سره رد شوې ده.
ځايي پولیس وايي چې د سویس په یوه څښاک ځای یا بار کې چاودنې او اور لګېدنې "یو شمېر" کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
دا پېښه په هغه سیمه کې شوې چې د سکي یا پر واوره د ښویېدو لوبې یو مشهور ځای دی او ګڼ سېلانیان ورځي.
له سیمې ځينې رپوټونه وايي چې ښايي اورلوبه د اور لګېدو لامل شوې وي خو دا خبرونه لا نه دي تایید شوي.
پېښه کې د بېلابېلو هېوادونو وګړي اغېزمن شوي دي. د سیمې د پولیسو قومندان فریدریک ګیسلر وايي، په راتلونکو ورځو کې یې لومړیتوب دا دی چې هغه کسان وپېژندل شي چې مړه شوي دي، ''تر څو د هغوی جسدونه ژر تر ژره خپلو کورنیو ته وسپارل شي.''
بل لور د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو بيبيسي ته وویل چې دا مهال ۱۶ ایټالوي وګړي بې درکه دي او له ۱۲ تر ۱۵ نورو کسانو پورې په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې هېواد اته وګړي لادرکه دي او دا احتمال نه شي ردولی چې ښايي د فرانسې وګړي هم په وژل شویو کسانو کې وي.
فرانسوي رسنیو راپور ورکړی چې لږ تر لږه دوه ټپیان د فرانسې وګړي دي.

د عکس سرچینه، UGC
د شپې له خوا د والېس سیمې ته چې د ګرځندویانو لپاره مشهوره ده، د اورلګېدنې پېښې ځای ته ۱۳ هلیکوپترونه، ۴۲ امبولانسونه او ۱۵۰ بېړني ژغورونکي واستول شول.
ډېری ټپیان ډېر سوځېدلي او ۶۰ کسان د والېس په سیون روغتون ته ولېږدول شول. پر خواله رسنیو په ځينو ناتایید شوو ویډيوګانو کې هم ښکاري چې یوه بار اور اخیستی دی.
تر اوسه معلومه نه ده چې په دغه شرابخونه کې تېره شپه ټولټال څومره خلک راټول وو خو د معلوماتو له مخې، په کانسټيلېشن بار کې تر ۳۰۰ کسان ځایېدای شي.
دغه بار د شپې دوه بجې تړل کېږي خو روښانه نه ده چې د نوي ۲۰۲۶ میلادي کال د نمانځنې لپاره تر ناوخته خلاص ساتل کېده او که نه.










