د نړۍ بېلابېلو هېوادونو کې د نوي ۲۰۲۶ کال هرکلی او د اورلوبې نندارې

د عکس سرچینه، APTN
د ۲۰۲۶ میلادي کال له پیل سره، د نړۍ په ډېرو سیمو کې میلیونونه خلکو په بېلابېلو ښارونو کې د اورلوبو، کنسرتونو او ځانګړو مراسمو له لارې د نوي میلادي کال هرکلی وکړ. له ارام سمندر څخه تر منځني ختیځ او اروپا پورې، لوی ښارونه د رڼا او موسیقۍ د نندارو کوربانه وو، په داسې حال کې چې امنیتي تدابیرو او د نیکو هیلو پیغامونو دې نړیوال جشن ته نوې رنګینه بڼه ورکړه.
د برېتانیا پلازمېنه لندن کې د ټیمز سیند پر غاړه نژدې ۱۰۰ زره کسان د اورلوبې نندارې ته یو ځای شوي وو.
په داسې حال کې چې د برېتانیا پلازمېنه لندن کې له جي ایم ټي مهال سره سم د دسمبر ۳۱مې ماخوستن اته بجې شوې، په متحده عرب امارات، اذربایجان، ارمینیا، جورجیا ډېری برخو، مورېشس او سیچیلس کې کال پای ته ورسېد او نوی ۲۰۲۶ کال رادبره شوه.
په دوبۍ کې د نړۍ تر ټولو لوړې ودانۍ کې د اورلوبې خورا ستره ننداره وړاندې شوه او له هغه وروسته د رڼاګانو، فوارو او موسیقۍ یوه ټولګه هم نندارې ته وړاندې شوه.


د عکس سرچینه، Hannibal Hanschke/EPA

د عکس سرچینه، Christophe Petit-Tesson/EPA

د عکس سرچینه، Bruna Casas/Reuters

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock
د لندن په وخت د دسمبر ۳۱مې ماخوستن پر نهو بجو د روسیې، عراق، ترکیې، سعودي عرب، ایتوپیا، کینیا، سومالیا، تنزانیا، مډګاسکر، سوریې، اردن، کویت او یمن په ګډون ځینو هېوادونو کې نوی ۲۰۲۶ کال رادبره شوی و.

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock
د اسیا په ډېری برخو کې نوی کال راورسېد

د عکس سرچینه، APTN
د یادونې ده، چې متحده عرب اماراتو کې د نوي کال له رارسېدو نیم ساعت مخکې، چې په لندن کې د ماخوستن اووه نیمې بجې وې، د افغانستان له وخت سره سم د تېر ۲۰۲۵ کال وروستۍ شېبې تېرې شوې او نوی کال پیل شو.
د افغانستان په ګاونډي پاکستان کې بیا له افغانستانه مخکې، له هند او سري لنکا نیم ساعت وروسته نوی کال پیل شو او د پاکستان په کراچۍ ښار کې د نوي کال مراسم ولمانځل شول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د یو نیم میلیارد نفوس لرونکي هېواد هند په ډیلي او ممبۍ ښارونو کې د نوي کال لمانځنې مراسم د دسمبر ۳۱مې له لمر ډوبېدو سره سم پیل شول. نوی ۲۰۲۶ کال هند ته له ګاونډي سري لنکا سره یو ځای راورسېد.

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock








