ډیپ فېک، اېای او 'شخصي حقونه': هغه څه چې د بالیووډ مشهور ستوري یې اندېښمن کړي دي

د عکس سرچینه، Getty Images
ایا په راتلونکي کې د مصنوعي ځیرکتیا (اې ای) په وسیله د بالیووډ د کوم ستوري جوړ شوي انځورونه مو تېر اېستلی شي؟ هو، دا امکان لري.
په تېرو څو اوونیو کې د بالیووډ (هندي سینما) ځینې لوی نومونه د خپل ځاني خوندیتوب په هڅو بوخت ښکاري. هغوی د خپلو "شخصي حقونو" د قانوني خوندیتوب لپاره محکمې ته تللي دي.
په دې کسانو کې د فلمونو نوموتی ډایرېکټر کرن جوهر، مشهوره اداکاره اېشوریا رای بچن او د هغې مېړه اداکار ابهيشېک بچن شامل دي.
شخصي حقونه چې د عامه شهرت حقونه هم ورته ویل کېږي، هغه حقونه دي چې له مخې یې یو کس کولی شي د خپل نوم، انځور، غږ، ځانګړي انداز، یا هغو جملو او کړنو چې له دوی سره تړاو لري، مالي او نورې ګټې ترلاسه کوي.
دغه حقونه د یو چا د هویت د ناسم استعمال یا د ناقانونه سوداګریزې ګټې له کارونې ساتنه کوي او یوازې په هماغه ځانګړي شخص پورې تړلي وي.
د بېلګي په ډول، یوه مشهوره څېره کولی شي د خپل شهرت په وسیله د کوم محصول د اعلان په بدل کې پیسې واخلي خو د هغې/هغه انځور یا نوم بل څوک یا کومه اداره له اجازې پرته نه شي کارولی.
په هند کې د ځاني حقونو د خونديتوب لپاره کوم ځانګړی قانون نشته. له همدې امله قاضیان پر عامه قوانینو تکیه کوي، یعنې هغه اصول او پرېکړې چې د محکمې د پخوانیو قضیو او پرېکړو پر بنسټ رامنځته شوي دي، اوس هم کارول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند وضعیت له امریکا سره توپیر لري، ځکه په امریکا کې د ځېنو ایالتونو لپاره د شخصي حقونو د خوندیتوب ځانګړې قوانین جوړ شوي دي. د بېلګې په توګه، کليفورنیا کې چې هالیووډ هم هملته دی، د شخصیت د حقونو د ساتنې لپاره روښانه قانوني چوکاټ شته.
په هند کې دا حقونه ډېر وخت له پامه غورځول کېږي او وړې سوداګریزې ډلې یا دوکانونه د مشهورو څېرو انځورونه په خپلو اعلانونو کې کاروي.
د هندي سینمایي ستورو په وینا، د دوی پېژندګلوي په غیرقانوني توګه د سوداګریزو موخو، جعلي پروفایلونو، جعلي وېبپاڼو او ان تر دې چې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د فحشا موادو په جوړولو کې کارول کېږي.
هغوی د دې ستونزې پر ضد د ډیلي عالي محکمې ته عریضه وکړه. محکمې د دغو مشهورو شخصیتونو حقونه ومنل او اړونده کسانو او پلېټفارمونو ته یې حکم وکړ چې دا ډول غیرقانوني مواد لیرې کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې کومه مشهوره څېره د دې موضوع په تړاو محکمې ته ځي.
دوه کاله مخکې، په ۲۰۲۳م کال کې، اداکار انېل کپور پر ګڼو وېبپاڼو او ډیجټلي پاڼه عریضه وکړه، ځکه چې د ده نوم، انځور، غږ او ان د هغه مشهوره جمله "ډېر عالي" (چې په یوه فلم کې یې ویلې وه) د سوداګریزو موخو لپاره کارېده.
تېر کال بیا د ډیلي عالي محکمې د اداکار جکي شروف د عریضې پر بنسټ د هغه د شخصیت حقونه ومنل او د هغه د نوم، انځور او یا مستعار نومونو له اجازې پرته کارول یې بند کړل.

د عکس سرچینه، Getty Images
لمړی ځل دلیر مهندي محکمې ته لاړ
د قانوني شرکت (کی لا) لوړپوړی شریک او وکیل نکل کرشن مورتي وايي، په هند کې د شخصي حقونو د ساتنې په موخه د لومړی ځل لپاره په ۲۰۰۲ کال کې مشهور سندرغاړی دلیر مهندي محکمې ته ولاړه او د ده په څېر جوړو شویو نانځکو او لوبو پر ضد یې قضیه ثبت کړه.
مورتي د دې قضیې لپاره د دلیر مهندي وکیل و. هغه زیاتوي: "دغه نانځکې په عامه بازار کې پلورل کېدې. دوی ته رنګارنګ پګړۍ او لباس ور اغوستل شوی و او د بټرۍ په وسیله چلېدونکې نانځکې یې د هغه مشهورې سندرې هم ویلې."
د ډیلي عالي محکمې د دې نانځکو پر جوړولو او پلورلو بندیز ولګاوه چې دا یوه تاریخي پرېکړه ګڼل کېږي او د راتلونکو ورته قضیو لپاره یو معیار شو.
ښاغلی مورتي وايي، له ۲۰۲۳ کال وروسته د دې ډول قضیو شمېر زیات شوی دی.
نوموړی زیاتوي، سره له دې قانوني بریاوو، هند لا هم د شخصي حقونو د خونديتوب په برخه کې د لوېدیځو هېوادونو پرتله پرمختګ نه دی کړی.
هغه زیاتوي، یوه لویه نیمګړتیا دا ده چې په هند کې د دې حقونو د ساتنې لپاره کوم څرګند قانون نشته نو محکمې دغه ډول قضیې د عامو قوانینو او پخوانیو پرېکړو پر بنسټ ارزوي.
د وکیل دهرو انند په وینا، د دې ډول قضیو پرېکړې عدالتي معیارونو باندې ولاړې وي.
وکیله ویندیا ایس ماني وايي چې هندي محکمې نور قوانین هم په پام کې نه نیسي، لکه د کاپيرایټ، ټریډمارک، فکري ملکیت قوانین او د هند اساسي قانون کې ثبت شوي بنسټیز حقونه.
د هند وضعیت د جرمني، جاپان او امریکا په څېر هېوادونو سره توپیر لري ځکه هلته د شخصي حقونو د خونديتوب ځانګړي قوانین شته.
ډنمارک په جون میاشت کې د خپل کاپيرایټ قانون د اصلاحاتو وړاندیز وکړ، ترڅو هر وګړی د خپل مخ، غږ او بدن په اړه حقوق ولري.
وکیل دهرو انند وایي، په امریکا کې ځینې ایالتونه شخصي حقونو ته د جلا ملکیتي حق په سترګه ګوري. یعنې د یو فرد له مړینې وروسته هم د هغه کورنۍ کولای شي د هغه د شخصیت له حقونو ګټه واخلي.
د بېلګې په ډول، د امریکا په ټینیسي ایالت کې شخصیتي حقونه د انتقالېدونکي حق (Heritable Right) په توګه پېژندل شوي دي. د سندرغاړي ایلوس پریسلي له مړینې وروسته لکه څنګه چې د هغه شتمني انتقال شوه، د هغه نوم او انځور حقوق د هغه وارثانو ته ورکړل شول.
خو په هند کې، شخصي یا ځاني حقونه د اساسي قانون د ۲۱مې مادې لاندې د پرايویسي حق (Right to Privacy) سره تړلي دي. محکمې باور لري چې د شخص له مرګ سره د پرايویسي حق پای ته رسېږي نو شخصي حقونه هم ختمېږي.
په ۲۰۲۱ کال کې کله چې د اداکار سوشانت سنگھراجپوت پلار د هغه په ژوند د بنسټیز فلم نه جوړولو غوښتنه وکړه، د ډیلي عالي محکمې د فلم خپرولو مخه و نه نیوله. محکمې وویل، د سوشانت پرايویسي، پبلسټي او شخصیتي حقونه د وراثت په څېر د انتقال وړ نه دي.
د سوشانت سنګھراجپوت د ۲۰۲۰ کال د ۳۴ کلنۍ په عمر کې مړینه د هغه مینوالو ته لوی ټکان ورکړ او د هغه مړینه ډېره جنجالي شوه. وروسته بیا د هغه د مړینې پر بنسټ بېلابېل ویډیوګانې، فلمونه او راپورونه خپاره شول چې ګڼ شمېر قیاسي خبرې په کې شاملې وې.

د عکس سرچینه، Getty Images
وکیل دهرو انند وايي، که په هند کې د ځاني حقونو لپاره ځانګړی قانون جوړ شي نو په دې ډول قضیو کې به ډېره مرسته وشي، ځکه په دې قانون کې د میراث حق هم شاملېدلی شي.
هغه زیاتوي چې دا به د دې حق وضاحت لا ښه کړي او د تطبیق پر مهال به شته ګډوډي کمه شي.
د وکیل کرشن مورتي په خبره، که په قانون کې د تاوان او خسارې امکان هم شامل شي نو دا به د دې ډول پېښو د مخنیوي یوه لار وي. د هغه په ټکو: "اوس مهال محکمې یوازې د جنجالي موادو د خپرېدو مخه نیسي خو د مشهور شخصیت مالي او شخصیتي برخې ته رسېدلی زیان نهشي جبرانولی نو بیا به د دغې زیان معاوضه څوک ورکړي؟"
خو وکیله وندھیا ماني وایي، د شخصي حقونو د قانون نشتوالی کله نا کله ګټور هم تمامېدلی شي، ځکه محکمې ته د تعبیر او پرېکړې لپاره پراخه ساحه ورکوي چې د اغېزمن شوي شخص په ګټه کارېدلی شي.
خو اوس پوښتنه دا پیدا کېږي چې د ټیکنالوژۍ په دې دور کې چې د ژوند هره برخه مو څارلی شي، سخت قوانین کولی شي د یو شخص پېژندګلوي د ټیکنالوژۍ له ناوړه ګټې اخیستنې وساتي؟
تېر کال د هالیووډ سلګونه لیکوالانو په دې دلیل اعتصاب وکړ چې مصنوعي ځیرکتیا د دوی دندې نیسي. همدغه کال، اداکاره سکارلټ جانسن پر اوپن اې ای تور ولګاوه چې د هغې غږ یې د خپل مصنوعي ځیرکتیا ماډل GPT‑4o کې کارولی خو کمپنۍ یې دا تور رد کړ.
وندھیا ماني وايي، قوانین چې هر څومره محتاط جوړ شي، تل به د ټیکنالوژۍ پر وړاندې یو ګام شاته وي. هغه زیاتوي:
"نن ورځ د پېچلي ټولنیز وضعیت په نظر کې نیولو سره، موجوده قوانین په هوښیارۍ سره لوستل، تشریح کول او عملي کول ډېر مهم دي."
هغې ویلي: "سربېره پر دې، د خپلو حقونو په اړه پوهاوی او د هغوی د عملي کېدو غوښتنه هغه کلیدي لار ده چې د موجوده قانوني سیستم، په ځانګړي ډول د اساسي قانون له خونديتوب ګټه اخیستنه ممکنه کوي."











