هغه فلم چې د امیتاب بچن برخلیک یې بدل کړ

کله چې هندي ستوری امیتاب بچن فلمي نړۍ ته راغی هغه وخت بنګله دیش د پاکستان برخه وه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کله چې هندي ستوری امیتاب بچن فلمي نړۍ ته راغی هغه وخت بنګله دیش د پاکستان برخه وه
    • Author, ریحان فضل
    • دنده, د بي بي سي خبریال

کله چې هندي ستوری امیتاب بچن فلمي نړۍ ته راغی هغه وخت بنګله دیش د پاکستان برخه وه، د هند مشهوره لوبه هاکي وه، خو انسان نوی په سپوږمۍ کې پل اېښی و.

په هغو ورځو کې خواجه احمد عباس 'سات هندوستاني' فلم لپاره لوبغاړي پیدا کول.

یوه ورځ خواجه احمد عباس ته چا د یوه دنګ ځوان عکس راوړ، عباس وویل: ما له دغه ځوان سره مخامخ کړه.

په درېیمه ورځ شپږ بجې دا ځوان خونې ته ورننوت- دی ډېر دنګ و ځکه یې لوی پرتوګ د یوه جمپر سره اغوستی و.

د پلار اجازه اړینه ده

خواجه احمد عباس له ده سره دا خبرې اترې په خپل یوه کتاب 'i am not an island' کې رانغاړلې دي.

-زویه- نوم دې څه دی؟

-امیتاب'بچن ورسره نه و'

-تعلیم دې څومره کړی؟

-ډیلي پوهنتون کې مې تر لېسانس تر کچې درس ویلی دی

-مخکې مو په فلمونو کې کار کړی؟

-تر اوسه کوم چا په فلمونو کې نه یم منلی

-څه دلیل یې کیدای شي؟'

-د یوه فلمي لوبغاړي په څېر ټولو به دا راته ویل چې ډېر اوږد او دنګ یې.

-خو زموږ سره دا ستونزه نشته ستا د قد په منګ موږ سره کومه لوبغاړې نشته که وی هم بیا مو هم په فلم کې نیولې.

-څنګه فلم کې برخه راکوئ؟ او هغه هم له ازمایښته پرته؟

-دا په څو خبرو پورې تړلې، لومړی به تاته کیسه کوم، بیا دې رول درښیم که دې خوښه شو بیا به درته وایم چې څومره پیسې درکړم.

امیتاب ورته وویل چې 'هو' ماته د کلکتې په یوه کمپنۍ کې ۱۶سوه راکول کېدل

د عکس سرچینه، Pradeep Chandra/vikas Chandra Sinha's book

د عکس تشریح، امیتاب ورته وویل چې 'هو' ماته د کلکتې په یوه کمپنۍ کې ۱۶سوه راکول کېدل

وروسته عباس ورته وویل چې د ټول فلم لپاره تاته یوازې پنځه زره روپۍ درکول کېږي، امیتاب لږ سره وځنګېد خو عباس وپوښت چې ایا ته له دې هم زیاتې ګټلی شې؟'

خو امیتاب ورته وویل چې 'هو' ماته د کلکتې په یوه کمپنۍ کې ۱۶سوه راکول کېدل خو هلته مې دنده پریښې او دلته راغلی یم.

عباس په حیرانتیا وپوښتل چې 'ته وايې د دې فلم په لوبولو سره تا د میاشتې ۱۶۰۰ معاش پریښی او راغلی یې، که زه دنده درنه کړم نو بیا؟'

دې دنګ ځوان وویل: 'په ژوند کې باید له داسې چانسونو سره مخ شې.'

عباس بیا د فلم هغه رول امیتاب ته ورکړ او خپل مرستیال یې د هوکړې لاسلیک ته ور وغوښت.

هغه له امیتاب پوره نوم وغوښت.

ځواب ورکړل شو 'امیتاب' بیا یې تر لږ شېبې ځنډ وروسته وویل، 'امیتاب بچن- ولد هري ونش رایې بچن'

'ودریږه' عباس چغه کړه او ویې ویل چې 'پردې هوکړه به تر هغه لاسلیک نه کېږي چې ستا د پلار له خوا اجازه نه وي شوې.'

بیا خواجه احمد عباس د هوکړلیک پرځای ټیلیګرام ولیکه او د امیتاب له پلاره هري ونش رایې بچن یې وپوښتل ته غواړې چې زوی دې فلمي لوبغاړی شي؟

خواجہ احمد عباس

د عکس سرچینه، Pradeep Chandra/vikas Chandra Sinha's book

له دوو ورځو وروسته یې ځواب راغی 'زه هېڅ راز ستونزه نه لرم- مخکې لاړ شئ'

له دې وروسته چې څه وشول هغه ټول د تاریخ په پاڼو کې خوندي دي.

په 'انند' فلم کې مشهور شو

په سات هندوستاني فلم کې نوموړي څه خاص ونه شو ښودلی، وروسته بیا فلمي لارښود رشیکیش مکرجي امیتاب بچن ته انند فلم کې رول ورکړ- د لومړي ځل لپاره د ټول هند په کچه دې فلم کې د امیتاب بچن کړنو ته د خلکو سترګې ور ټولې وې او په ۱۹۷۹ میلادي کال کې نوموړی یو په زړه پورې فلمي لوبغاړی وبلل شو.

څو کاله مخکې د فلمي کره کتونکي انوپما چوپړا کتاب' 100 film to see before die ' چاپ شو، په دې کتاب کې د انند فلم یادونه هم شوې وه، په دې فلم کې د امیتاب بچن حضور کې راجیش کهنا مري.'

یاسر عثمان چې د راجیش کهنا پر ژوند یې کتاب 'the untold story of India's first superstar' لیکلی"د فلم په دې شېبه کې امیتاب بچن اندېښمن و چې څنګه دا صحنه انځور کړي، هغه دومره تجربه نه درلوده، د زړه راښکونکو شېبو په وړاندې کولو کې راجیش کهنا بیا پاچا وه، امیتاب خپل ملګري دوست محمود ته ولاړ، محمود یوازې یوه خبره وکړه چې داسې وانګېره چې راجیش کهنا په رښتیا مړ دی له دې پرته پر هېڅ شي فکر مه کوه، د فلم دا صحنه پخپله بشپړیږي."

له دې وروسته امیتاب دا خبره وکړه، 'انند مړ نه دی، انند نه مري' دې کړنې امیتاب د فلمي لوبغاړو په لومړي کتار کې راوست.

له ۱۶ فلمونو وروسته لومړی ډېر مشهور شوی فلم

خو د پیسو له پلوه د یوه بریالي فلم لپاره امیتاب بچن ۱۶ فلمونه وکړل- هغه په 'ځنځیر' فلم کې په لومړي ځل بریالی شو- نوموړي دا کار په هغه دور کې وکړ چې په فلمونو کې رومانس ته ترجیح ورکړل شوه.

دا چې په فلمي نړۍ کې امیتاب بچن د خپل ځای په پیدا کولو بوخت و، لوبغاړي محمود یې سرپرستي په غاړه واخیسته.

د عکس سرچینه، YouTube grab

د عکس تشریح، دا چې په فلمي نړۍ کې امیتاب بچن د خپل ځای په پیدا کولو بوخت و، لوبغاړي محمود یې سرپرستي په غاړه واخیسته.

پردیپ چندرا د امیتاب بچن پر ژوند کښلي کتاب 'amitabh bachchan a kaleidoscope' کې لیکلی:

"که تاته په ۱۶ فلمونو کې دنده پیدا کیږي نو هدف یې دا دی چې تا خپل ځای موندلی- خو که ځای دې نه وی موندلی نو له درې فلمونو وروسته دې چا پوښتنه هم نه کوله، کله کله وخت هم له تاسره غاړه نه وړي- ځنځیر د دیو انند له خوا ځکه رد شو چې د رومانس یا عشق هېڅ زاویه یا سندره یې نه لرله. تر دې پورې چې راج کمار او درمندر دا فلم رد کړ- بس د امیتاب بچن دا فکر وکړ چې د لوبې لوری بدل کړي او بیا هماغسې وشول ."

د پنځه زره روپیو په ارزښت د راجیو ګاندي سره د محمود هوکړه

دا چې په فلمي نړۍ کې امیتاب بچن د خپل ځای په پیدا کولو بوخت و، لوبغاړي محمود یې سرپرستي په غاړه واخېسته.

حنیف زویري د محمود پر ژوند لیکلي کتاب 'mehmood a man of many moods' کې یوه په زړه پورې کیسه کړې.

د فلم 'ممبيي ټو ګوا' څخه د مخه امیتاب بچن له یوه ښکلي ځوان سره ممبيي ته راغی. محمود په دې وخت کې نشه و، د ده ورور انور هڅه کوله چې دا سړی محمود سره کړي خو محمود د نشې له امله ونه شو کړای څه یې ذهن ته راشي.

هغه له خپل جېب پنځه زره روپۍ وایستې او له امیتاب بچن سره د راغلي کس په لاس کې یې کېښودې.

امیتابھ بچن

د عکس سرچینه، Film Poster/ Bombay to Goa

محمود وویل شخص له امیتاب ډېر ښه ښکاري او یو نړېوال ستوری هم جوړیدای شي- دا پیسې مې د ده د راتلونکې فلم لپاره ځانګړې دي'

زویري وړاندې لیکي:

"انور اړ شو څو محمود ته دا سړی له سره ور وپېژني او ویې ویل دا راجیو ګاندي د اندارګاندي زوی دی. کله یې چې دا خبر واورېد پیسې یې له راجیوګاندي واخېستې، په دې وخت کې امیتاب او راجیو کټ کټ سره وخندل- وروسته امیتاب بچن له یوه وتلي خبریال راشد قدوايي سره وغږېد او ویې ویل چې د محمود خبره سمه وه ځکه راجیو ګاندي نړېواله څېره شوه خو په فلم کې نه، سیاست کې.'

په ۱۹۶۸ میلادي کال چې سونیاګاندي له راجیو سره د واده لپاره ډیلي ته راغله، نو اندارګاندي هغه د خپل کور یا هوټل پرځای د امیتاب بچن د پلار کور ته راوسته چې دغلته و اوسېږي.

راشد قدوايي د سونیا ګاندي پر ژوند لیکلي کتاب کې وايي:

"اندارګاندي د هند د کلتور ډېر خیال ساته، کله چې سونیا ګاندي هند ته راغله نو پلار یې ورسره نه راغی، ځکه هغه له دې اړېکې خوشال نه و، له واده وړاندې دا مناسبه نه ګڼل کېده چې نجلۍ د هلک په کور کې و اوسېږي نو د دې لپاره هغه سونیا خپل د پخواني ملګري هري ونش رایې بچن کور ته ولېږله."

اندارګاندي د هند د کلتور ډېر خیال ساته

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اندارګاندي د هند د کلتور ډېر خیال ساته

وروسته د دې کیسې په لړ کې امیتاب بچن په خپله یوه مرکه کې وویل ' څنګه چې زه پوه شوم او پلار مې د کور ټولې خونې رنګ کړې، یو بوایلر (د اوبو تودولو اله) یې راوغوښته، د سونیا پرواز سهار درې بجې و، راجیو ماته وویل چې نن شپه زموږ کورته د ویده کېدو لپاره راشه.

هغه زیاته کړه، چې 'موږ ډېر مخکې، په نیمه شپه هوايي ډګر ته ورسېدو، له سهار د مخه هغه له پروازه کېوته، راجیو وویل مخکې له دې چې نوموړې کور ته بوځو، په ډیلي کې مو چکر ور کړو. موږ څلور ساعته د ډيلي پر سړکونو خپل موټر ګرځاوه او کابو ۹ بجې کور ته ورسېدو، وروسته بیا پوه شو چې راجیو ځکه دا کار وکړ چې مور او پلار مې له خوبه ویښ نه شي، همالته زموږ په کور کې د راجیو او سونیا د نکریزو مراسم ترسره شول. له سر تر نوک پورې هغه په ګاڼه سمباله وه چې ښه ورسره برېښېده- بیا په فبروري میاشت کې له واده وروسته هغه زموږ له کور ولاړه.

د امیتاب او د جیا واده

څلور کاله وروسته په ممبيي کې د ۱۹۷۳ میلادي کال د جون میاشتې په درېیمه د امیتاب بچن او جیا بهادوړي واده سره وشو، د دې جوړې په یوه خوا کې خواجه احمد عباس ناست و او بله خوا تاریخ لیکونکې بګوتې چرن ورما او نریندر شرما ناست ول.

راجیو گاندھي اور سونیا گاندھي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، راجیو گاندھي اور سونیا گاندھي

د دې واده په مراسمو کې د دھرم یاګ مجلې مدېره مېرمن پشپا بهارتي هندي هم برخه اخېستې وه. هغې وویل 'د جیا پلار ترون کمار بهادوري مشهور خبریال هم و، هلک والاو ته یې هرکلی وویل- جیا ته یې ملګري او د فلم د انسټیټیوټ کامیډي لوبغاړي اسراني بارتیو غاړکۍ په غاړه کړه، په دې وخت کې باران هم ورېده چا په خندا وویل ښايي جیا په وړکتوب کې دیګی څټلی وي ځکه باران وریږي.

د واده په بله ورځ امیتاب او جیا د واده چکر لپاره لندن ته لاړل.

د اله اباد ټاکنې

په ۱۹۸۴ میلادي کال کې امیتاب د اندراګاندي په وینا په سیاست کې پل کېښود او له اله باد یې ټاکنېزه مبارزه پیل کړه په مقابل لوري کې یې د اتر پردیش لومړی وزیر هیم وتي نندن میدان ته ووت.

د دې ټاکنو د پوښښ خبریال کمکم چډا وايي ' په دې ټاکنو کې بچن خپلې کړنې بدلې نه شوې کړی- هغه تر پایه په دې نظر و چې د فلم ستوری دی- هغه په یوه ځانګړي ځای کې ټاکنیزه مبارزه مخته بووله، د نوموړي د انتخاباتي کمپاین مسول د ده وړوکی ورور اجیتاب بچن و، د دوی دنده دا وه چې خلک وهڅوي.

نوموړی د ټاکنیزو مبارزو په اړه نه پوهېده-د ده په اړه فضا هغه وخت بدله شوه کله چې جیا بچن د ده په انتخاباتي کمپاین کې ګډون وکړ.

هغه د 'ورېندارې' او 'لیور' الفاظ وکارول چې د امیتاب په حق کې فضا بدلون وموند. زما پخوا هم همدا نظر و او اوس هم دی که جیا په انتخاباتي کمپاین کې ګډون نه وای کړی نو امیتاب بچن نه بریالی کیده.

له راجیوګاندي خپه و

کمکم وویل چې 'زما سره ددې خبرې څه خاص ثبوت نشته خو خلک وايي چې پر امیتاب دا خبره بده ولګېده چې راجیو ګاندي د بوفورس په قضیه کې له نوم راتلو وروسته له راجیو استعفا وغوښته- زما په فکر راجیو په فساد کې ښکېل نه خو د پلویانو په اړه یې دا فکر نشي کېدای.'

د امیتاب شالید ته چې وکتل شي نو ملګرتوب یې تر ډېره نه پاتېږي- په یوه وخت کې ده ته د ده ورور اجیتاب ډېر نږدې و خو داسې وخت راغی چې ان خبرې یې هم نه ورسره کولې- سونیا هغه ته راکي(هغه تار دی چې خور یې ورور ته ور تړي)تړله، خو له هغې سره یې هم اړیکې خرابې شوې- سیاستوال امر سینګ یې هم نږدې ملګری و مګر اوس د دوی تر منځ ملګرتیا څه نشته.